Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2018

Новости за 12.04.2018

Mashaalradio.com 

خوست کې د سولې کېږدۍ ودرول شوه

د پنجشنبې ورځې مازیګر د خوست ولایت لسګونو ځوانانو د سولې پارک کې د پرلت خېمه ودروله. دوی په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې په خپلو کې خبرو ته کښېني. د دغه پرلت ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ هم وکړ. نور په دغه ویډيو کې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ځوانانو لخوا هم د پرلت خیمه ودرول شوه

نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د خوست ولایت لسګونو ځوانانو د ښار د سولې په پارک کې د پرلت خیمه ودروله او د قبایلي سیمو او کوزې پښتونخوا د ولسي حرکتونو د ملاتړ د اعلان تر څنګ يې په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په خپلو کې خبرو ته کیني.

Mashaalradio.com 

'د مشال له وژنې سره مو تعلیم په ټپه ودرېدلو'

د اپرېل ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکیو له لوري د یوه زده کوونکي مشال خان د وژنې لومړی تلین لمانځل کېږي. د مشال خان خور ستوریه د خپل ورو د وژنې فریاد د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند ته کوي

Mashaalradio.com 

'د مشال په وژنه مو خوشاله کور تاله ترغه شو'

د اپرېل ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکیو له لوري د یوه زده کوونکي مشال خان د وژنې لومړی تلین لمانځل کېږي. د مشال خان مور سیده بي بي د خپل زوی د وژنې فریاد د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند ته کوي

Mashaalradio.com 

''کابل ته د وزیر اعظم خاقان عباسي سفر ګټور وو''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوشمير ستونزو باوجود د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان دوره ډيره کاميابه وه او اسلام اباد ګڼي چې په افغانستان کې امن په خبرو ممکن دی.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د امريکا ولسمشر نن وويل ممکنه ده پر سوريې حمله ښايي ډېره ژر وشي او يا هم ژر ونشي. د پیسو نړیوال صندوق چارواکو ويلي د چين یو کمربند يو سرک پروژه بايد يوازي له هغو لارو تېره شي چې اړتيا ورته لري. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې هم د سولې غوښتنې خیمه ودرول شوه

په بلخ ولایت کې لسګونه کسانو نن په هېواد کې د سولې او د سولې له پروسې سره د دولت د وسله‌والو مخالفینو د یوځای کېدو په هدف د تحصن خیمه ودروله. دا د سولې غوښتنې خیمه په مزار شریف کې په حضرت علي کرم‌الله وجهه پورې منسوبه روضه کې درول شوې ده. د بلخ د ادبي تحریک مسؤل ذبیح‌الله احساس وویل چې د تحصن د دې خیمې د درولو هدف په افغانستان کې د امنیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه ده. د مزار شریف د تحصن ګډونوالو پر پاکستان تور پورې کړ چې د ځانوژونکو او نورو بریدونو له لارې د افغانانو د وژلو مسؤل دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې هم د سولې غوښتنې خېمه ودرول شوه

په بلخ ولایت کې لسګونو کسانو نن په هېواد کې د سولې او د سولې له پروسې سره د دولت د وسله والو مخالفینو د یو ځای کېدو په هدف د تحصن خېمه ودروله. دا د سولې غوښتنې خېمه په مزار شریف کې په حضرت علي کرم الله وجه پورې منسوبه روضه کې درول شوې ده. د بلخ د ادبي تحریک مسؤل ذبیح الله احساس وویل چې د تحصن د دې خېمې د درولو هدف په افغانستان کې د امنیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د بندیدو غوښتنه ده. د مزار شریف د تحصن ګډونوالو پر پاکستان تور پورې کړ چې د ځانوژونکو او نورو بریدونو له لارې د افغانانو د وژلو مسؤل دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د سولې غوښتنې د پرلت خېمه ودرول شوه

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د ځوانانو له خوا د پرلت خېمه ودرول شوه. د پرلت خېمې ګډون کوونکي وایي، تر هغه به د پرلت خېمه ټوله نه کړي چې د جکړې دواړې غاړې یې د خبرو مېز ته نه وي کېنولي. په همدې اړه بشپړه راپور په دغه ویډیو کې وګورئ. وېډیو: صادق رښتینی. اېډیټ: سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

نړیوال څارونکي: د اذربایجان په انتخاباتو کې درغلۍ شوي

نړیوال څارونکي وايي، د اذربایجان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې مستبد الهام علي اف په کې د څلورم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه منتخب شو، جدي او پراخې درغلې او سرغړونې شوي دي. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان نن په خپل راپور کې وویل چې د اذربایجان انتخابات له جدي درغلیو او سرغړونو سره مل و او دا پروسه په شفاف ډول نه ده ترسره شوې. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، د ولسمشرۍ په دې انتخاباتو کې ریښتیي سیالي نه وه. د اذربایجان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن اعلان وکړ چې الهام علی اف څه د پاسه ۸۶په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کندز کې هم د سولې کېږدۍ ودرول شوه

د افغانستان په کندز کې د سولې پرلتوالو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې نور له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د ولسونو د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي. نور حال په دغه ویډو کې. ویډیو: اجمل ارین. ایډیټ: سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې هم د سولې غوښتنې د پرلت خېمه ودرول شوه

په کندز کې هم د سولې غوښتنې د پرلت خېمه ودرول شوه دوی د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې نور له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د ولسونو د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي. نور حال په دغه ویډو کې. ویډیو: اجمل ارین. ایډیټ: سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په میوند کې د سولې غوښتنې د پرلت خېمه ودرول شوه

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د ځوانانو له خوا د پرلت خېمه ودرول شوه. د پرلت خېمې ګډون کوونکي وایي، تر هغه به د پرلت خېمه ټوله نه کړي چې د جکړې دواړې غاړې یې د خبرو مېز ته نه وي کېنولي. په همدې اړه بشپړه راپور په دغه ویډیو کې وګورئ. وېډیو: صادق رښتینی. اېډیټ: سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د روان کال په لومړیو۳میاشتو کې ۷۶۳ملکیان وژل شوي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو سر او مال ته جدي پام وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیالې اینګریډ هایډن ویلي د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۷۶۳کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ژوبل دي. ملګري ملتونه وايي، دا شمېره د ۲۰۱۷کال د همدې مودې په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو له شمېر سره سمون لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۷۶۳ ملکیان وژل شوي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جګړې پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو سر او مال ته جدي پام وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیالې اینګریډ هایډن ویلي د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۷۶۳ کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ ژوبل دي. ملګري ملتونه وايي، دا شمېره د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو له شمېر سره سمون لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به وځنډېږي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر سوريې به یا ډېر ژر برید وشي او یا به په لنډ وخت کې نه کېږي. ډونالد ټرمپ دا خبره نن پر خپل ټویټر کړې ده. نوموړي ویلي دي د ده تر مشرۍ لاندې د امریکا ادارې له داعش د سیمې د پاکولو لپاره لوی کار کړی دی. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده چې د دې کار لپاره له امریکا څخه مننه کومه ده؟ ډونالد ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې لوېدیځ مشران په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکس العمل کې پر دغه هېواد د هوايي برید لپاره چمتووالی نیسي. د سپینې ماڼۍ ویاندې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار: سباوون ننګرهاري بې وزلو ته وړیا تعلیمي مرکز جوړوي

سباوون ننګرهاری چې په پېښور کې په يوه شخصي ښوونځي کې په اوم ټولګي کې زده کړې کوي او د پیاوړي استعداد خاوند دی، ننګرهار ته ورغلی او غواړي چې د بې وزلو ماشومانو لپاره وړیا تعلیمي مرکز پرانیزي. نوموړي د يوې غونډې په ترڅ کې په دولت او ملي سوداګرو غږ وکړ چې په دې برخه کې ورسره هر اړخيزه مرسته وکړي.

Mashaalradio.com 

د غزني نښته کې طالبان او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان غزني ولايت چارواکي وايي بېګا پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ديارلس کسان وژل شوي دي. د دې ولايت مرستيال امنيه قوماندان رمضان علي محسني نن رويټرز خبري اژانس ته وويل په وژل شوو کې ولسوال هم شامل دی. د هغه په خبره دې بريد کې تر څلوېښتو ډېر طالبان هم وژل شوي دي.طالبان هم افغان لوري ته د ډېر زيان اړولو ادعا کوي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *