ټوېټر له خپلو کاروونکو نه غوښتي خپل پاسورډونه بدل کړي
ټوېټر پرون له خپلو کاروونکو څخه غوښتي دي چې سمدستي خپل پاسورډونه بدل کړي. دې ټولنیزې شبکې ویلي چې که څه هم داسې نښې نښانې یې نه دي موندلي چې ګڼې هکرانو به یې معلومات ترلاسه کړي وي او یا به د چا پاسوورډ غلا شوی وي، خو د لاښه مصؤنیت لپاره خپلو کاروونکو ته د پاسوورډونه د بدلولو سپارښتنه کوي. ټوېټر همداراز خپلو کاروونکو ته ویلي چې خپل د ټوېټر پاسوورډ، که د نورو انټرنېټې خدماتو لپاره کار ترې اخلي هم بدل کړي.