"ملي امنيت کميټه دې د ممبۍ حملې په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې بحث کړي"
نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟
نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟
د یکشنبې پر ورځ په شمالي وزيرستان کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کړې چې په هدفي بريدونو کې د وژل شویو کسانو قاتلان دې مالوم کړل شي.
د غور ولایت چارواکو تأیید کړه چې په دولینه ولسوالۍ کې د خواجه ګان کلی چې د دولت ضد وسله والو په وړاندې د ولسي پاڅون یو مهم مرکز ګڼل کېده، نن وسله والو طالبانو ونیو. د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ویلي چې د خواجه ګان کلي د بېرته نیولو لپاره امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي. له غوره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، په دې ولایت کې په دې وروستیو څو ورځو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.
د اندونیزیا پولیس وایي، د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږو غړو د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساو کې په انتحاري حملو کې لاس درلود چې د شپږو واړو په ګډون، لږترلږه ۱۳ تنه پکې ووژل شول او لږترلږه ۴۱ تنه نور ټپیان شول. د دغو حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخیست. د ختیځې جاوا د پولیسو ویندوی فرانس بارونګ منګیلا نن د اندونیزیا (ټي وي ون) ټلویزیوني شبکې ته وویل، په درېیو کلیساو بریدونه وشول چې عاملین یې وپېژندل شول. هغه همداراز وویل چې په ښار کې پولیسو په یوه بله کلیسا کې ایښودل شوی بم شنډ کړ. Читать дальше...
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار د والي ګلاب منګل د استعفا د خبر د تأیید ترڅنګ ويلي چې هغه د شخصي دلایلو له امله خپله استعفا وړاندې کړې، خو په دې اړه چې ایا د هغه استعفا منل شوې که نه؟ څه نه دي ویل شوي. ګلاب منګل څه کم دوه کاله د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده. په دې اړه چې د هغه استعفا په جلال اباد کې له ننني برید یا په ننګرهار کې له امنیتي وضعیت سره چې په دې وروستیو کې خراب شوی، تړاو لري کنه؟ هم څه نه دي ویل شوي.
د بغلان ولایت مرکز پلخمري سېلاوو له مالي زیانونو سربېره یو کس هم ټپي کړی. په دې اړه نور جزیات د رحمت الله افغان په ویډیويي راپور لیدلای شئ ایډیټ: تمیم اخګر
د روان کال د مې پر پنځمه نېټه د بلوچستان په مارګټ او مرواړ سيمو کې د سکرو د کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکې ووژل شول.
د سولې د عالي شورا د دالانشا ریس محمد اکرام خپلواک وايي، عالمانو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او په هر قیمت چې وي باید د سولې بهیر مخته ولاړ شي. په دې اړه نور، له ښاغلي خپلواک سره د ازادي راډیو په دې مرکه کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د عامې روغتیا وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د مخدره موادو پر ...
د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه برید د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د مستوفیت پر دفتر ...
د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د یوه بل کلي د نیول کېدو په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکول شوي. له غوره د ازادي راډیو د خبریال د راپورله مخې د فیروزکوه په لوېدیځ کې د خواجه ګان کلی چې د دولت ضد وسله والو په وړاندې د ولسي پاڅون یو مهم مرکز ګڼل کېده، شااوخوا یوساعت مخکې له نښتو پرته وسله والو طالبانو ونیو. د دولینه ولسوالۍ د دې کلي ترسقوط مخکې یو شمېر نورې سیمې او هم د شهرک ولسوالۍ د اوشان سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې وې. یوشمېر عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې د قوماندان... Читать дальше...
راپورونه وايي، د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف منلې چې هېواد يې د هندوستان په تجارتي مرکز ممبۍ ښار کې...
په عراق کې خلک د پارلماني ټاکنو رسمي نتايجو ته سترګې په لار دي،دغه عمومي انتخابات د شنبې په ورځ پيل...
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د تمې خلاف په اندویزیا کې د درې هېوادونو د دیني عالمانو په ناسته...
د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګڼې په تېرو دوو اونیو کې د ملي اردو شااو خوا ۷سوه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ایران ته د افغانستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې ایران باورمند شوی چې له...
انتظامي چارواکو او اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ورځ په میرلي کې لسګونو کسانو مظاهره وکړه او لاره یې تر څه وخته پورې بنده کړې وه.
د پکتیا لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د پکتیا امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر د غویي په ۲۳مه ازادي راډیو ته د یکشنې د ورځې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېر مازیګر د لوګر-ګردېز پر لویه لار د مرسیډیز او کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. په خبرپاڼه کې د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی. بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، نن یکشنبه سهار وختي دوه تنه د دولت وسله... Читать дальше...
د کندز سیمه ییز چاروکي وایي، د دغه لایت پر دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو برېد یې په شاتمبولی دی. د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفانو د کندز د دشت ارچي د شیخ اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی و چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو او په نتیجه کې یې د وسله وسله والو مخالفانو د سرې قطعې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۴ یې ټپیان شوي او د دغې ډلې برید پرشا وتمبول شو. ښاغلي تیموري زیاته کړه چې په دغه نښته کې د ملي... Читать дальше...
د پاکستان د امنیتي ځواکونو د فشارونو او خنډونو سره سره په کراچۍ ښارکې د پښتون ژغورنۍ د لویې غونډې لپاره تیاری روان دی. د هغو ویډیویي تصویرونو له مخې چې د دې غونډې تنظیمونکو د ټولنیزو شبکو له لارې خپاره کړي، لیدل کېږي چې زرګونه کسان د غونډې ځای ته د تلو په حال کې دي. د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین چې هڅه یې کوله له اسلام آباده د الوتکې له لارې کراچۍ ته لاړشي، لږترلږه دوو هوایي شرکتونو یې ټکټونه د نامعلومو د لایلو له امله لغوه کړي دي. د راپورونو له مخې نوموړی اوس د ځمکې له لارې دې غونډې... Читать дальше...
پاکستان هغه امريکايي ډېپلوماټ ته چې په اسلام اباد کې د يوې ټرافيکي پېښې په دوسيه کې ښکېل دی، امريکا ته د تګ اجازه ور نه کړه.
بندامیر لوبډله د دوهم ځل لپاره د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو اتله شوه. د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو پایلوبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بندامیر لوبډلو ترمنځ د تېرې سې شنبې په ورځ پیل شوې وه چې تېره ورځ پای ته ورسېده. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل ، بندامیرد لومړي اېننګز د برلاسي «لیډ» په اخېستلو سره امو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال الکوزی احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو اتلوالي یې د دوهم ځل لپاره خپله کړه. دا سیالۍ د تېرو دوه میاشتو راهیسې... Читать дальше...
د کاراټې سیالیو پینځم پړوا نن یکشنبې په کابل کې ترسره شو. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیوته وویل چې پهدغو سیالیو کې د نجونو او نارینهوو په ګډون څه باندې ۱۰۰ لوبغاړو د کابل له لسو کلپونو څخه ګډون کړی وو. ښاغلي پیمان د دغو سیالیو هدف د کابل د کاراټې منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول یاد کړل. دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره په کابل کې ترسره شوې.
د بدن ښکلا د برخې لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د نړۍ د مستر المپیا حرفوي سیالیو او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته چې تمه ده په امریکا کې ترسره شي لار پیدا کړه. د افغانستان د المپیک کمېټې او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان باډي بلډر ښاغلي قادري په ۹۵ کیلو ګرام وزن کې د ابوظبي د «IFBB» کلاسیکو سیالیو کې تر ګډون وروسته د حرفوي سیالیو کارت ترلاسه کړ. د «IFBB» کلاسیکې سیالۍ د ۶۰ هېوادونو د ۶۵۰ لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوي.
د فرانسې چارواکي وایي، هغه مشکوک کس چې پرون یې په پاریس کې د چړې په وسیله یوتن وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل، د فرانسې تبعه او د روسیې په چیچنیا کې زېږېدلی و. د دغه مشکوک کس په اړه چې پرون د پولیسو په ډزو ووژل شو، نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. دغه راز ویل شوي چې د مشکوک کس مور او پلار د تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي.