د بغلان چارواکي: سږ کال مو ونهشول کړای چې د کوکنارو کښت لهمنځه یوسوو
د بغلان ولايت محلي چارواکي وايي، د کافي امنيتي ځواکونو د نشتوالي له امله نهدي توانېدلي چې په روان کال کې د ...
د بغلان ولايت محلي چارواکي وايي، د کافي امنيتي ځواکونو د نشتوالي له امله نهدي توانېدلي چې په روان کال کې د ...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي.
ایران وايي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن د شنبې په ورځ د اټومي موافقې په اړه د خبرو په نیت،چین ، روسي او بلجیم ته سفر پېل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې بغداد تیر کال د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې خپله بریا اعلان کړه او د هېواد له لویې برخې يې وسله وال په شاوتنبول.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، یونان ژمنه کړې چې له دغه وزارت سره به د زیتونو د ۱۰۰۰ نیالګيو مرسته وکړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه نیالګي به اقلیمي وضعیت ته په کتو سره، په یو شمېر ولایتونو کې کېنول شي او ورسره به د زیتونو تولیدات زیات شي. نوموړی وايي چې تېرکال یوازې دغه وزارت د زیتونو د تولید له امله، د ننګرهار له کاناله ۴۰ میلیونه عاید ترلاسه کړی و. تېر کال د افغانستان په کچه د زیتونو تولیدات ټولټال ۸۰۰ ټنه وو. د کرنې او مالدارۍ وزارت... Читать дальше...
د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د تازه مېوو صادراتو پر وړاندې ترانزیټي ستونزې حل شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کابل او اسلام آباد د سوداګرو له دوه ورځنۍ دوه اړخیزې غونډې وروسته د تزانزیټي ستونزو د حل په هدف یو تړون هم لاسلیک شو. ښاغلی الکوزي وايي چې له دې وړاندې پاکستان د افغان سوداګرو تازه مېوې او سبزیو صادراتو ته د قرنطین سرټیفکیټ له امله اجازه نه ورکوله خو اوس دغه ستونزه حل شوه. الکوزی وایي چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو... Читать дальше...
په کندز کې یوشمېر دیني عالمان سوله او ثبات د افغانستان د خلکو له اساسي ضرورتونو څخه یادوي او زیاتوي چې...
د پکتیا احمد په آبا ولسوالۍ کې ۴ تنه ماین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۲ مه نېټه؛ په رالېږل شوې خبرپاڼه کی ویلي: "تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ اړوند د ملنګ ډنډ په سیمه کې څلور تنه ماین ښخوونکي وسله وال طالبان چې غوښتل یې ورسره ماینونه په عام سړک کې ځای پرځای کړي، د خپل ماین د چاودېدو له امله وژل شوي، د دولت وسله والو مخالفینو د پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي". دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د احمد... Читать дальше...
په عراق کې نن پارلماني انتخابات روان دي. د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې په خپله شیعه دی هڅه کوي چې په خپل هېواد کې د واشنګتن او تهران د نفوذ یو توازن رامنځته کړي. تر انتخاباتو مخکې د ترسره شویو سروې ګانو له مخې د العبادي ګوند« اتحاد» مخکې دی. د العبادي نېږدې سیالان په دې انتخاباتو کې نوري المالکي او د شیعه ملېشه و مشر هادي الامیري دی چې دواړه تهران ته تر البعادي نېږدې دي. وروسته تر دې چې تېر کال عراق د داعش افراطي ډلې پرضد د بریالیتوب اعلان وکړ دا لومړي انتخابات دي چې په دې هېواد کې ترسره کېږي.
ایران او اسرائیل دوه ورځې وروسته تر دې لفظي جګړه پیل کړه چې په سوریه کې یې توغندي سره وویشتل. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال اسرائیل ته خبرداری ورکړ که یې بیا په سوریه کې پر ایراني ځواکونو برید وکړ او دا احمقانه حرکت یې وکړ د اسرائیل تل ابیب او حیفا ښارونه به پر توغندیو وولي. د اسرائیل دفاع وزیر بیا له خپل لورې خبرداری ورکړ او له دمشقه یې وغوښتل چې د ایران د قدس ځواکونو مشر ته، نه ووایي، افیګور لیبرمن وویل: "زه اسد ته دا پیغام لرم، ایرانیان وشړه، قاسم... Читать дальше...
د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د کراچۍ ښار په جناح پارک کې خپله اعتراضي جلسه جوړه کړي. د دې غورځنګ یوه غړي، محسن دوړ پرون جمعه پر ټوېټر په ویډيويي پیغام کې وویل چې د پاکستان د حکومت د فشار له امله یې د جلسې د ځای بدلولو ته اړ شوي دي. محسن دوړ زیاته کړه: "ریاست ټول زور لګولی دی، نه جلسه پرېږدي، نه د کمپاین اجازه ورکوي، چېرته چې موږ غونډه وکړو، هغه خلک ونیسي، هغه ځای چې موږ غونډې ته په نښه کړی و، جناح پارک، پولیسو هلته رنجر موټر درولي او موږ ته اجازه نه... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د مذهبي عالمانو د فتوا هرکلی وکړ. د درېیو هېوادونو یو شمېر مذهبي عالمانو چې په اندونیزیا کې يې غونډه وکړه، پرون جمعه له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ. هغوی په فتوا کې ویلي چې انتحاري حملو په ګډون، افراطیت او ترورېزم د اسلامي اصولو مخالف دي. د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي، محمد امین وقاد بېګا ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً، د دریو اسلامي هېوادونو د عالمانو فتوا په سیمه او نړۍ... Читать дальше...
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په فراه کې۴۵ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دې وزارت ویاند، محمد رادمنش پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو حملې په شا کړي کړي دي. محمد رادمنش زیاته کړه: "دهشت اچونکو ډلو ته درانه تلفات اوښتي دي چې تر ۴۵ تنه زیات مړي او زخمیان لري، د افغانستان امنیتي ځواکونو له خپلو سیمو کلکه دفاع کړې، خو متاسفانه، ۱۶ تنه شهیدان او ۴ زخمیان لرو." د ملي دفاع وزارت ویاند وویل چې د بدخشان په تیشکان، کوهستان او جرم ولسوالیو کې هم وسله وال طالبان مات شوي او درانه تلفات لري. Читать дальше...
د افغانستان امریکايي پوهنتون پرون جمعه د لیسانس په کچه، ۱۳۹محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل. د پوهنتون له لوري په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې محصلینو د قانون، تجارت، سیاست او معلوماتي تکنالوژۍ به برخه کې تحصیلي دوره بشپړه کړې وه. د افغانستان د امریکايي پوهنتون رئيس، ډاکټر کېنېت هولاند له نړیوالو او کورنیو مرسته کونکو ادارو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د داسې معتبرې تحصیلي موسسې په وده او د افغانستان لپاره د نویو رهبرانو په روزنه کې يې مرسته کړې ده. په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څارنې سازمان سر مفتش، ترو واریورانتا استعفا وکړه. ترو واریورانتا د ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د هغې ادارې مشري کوله چې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټمي موافقې د عملې کېدو هڅې يې څارلې او په دې اړه يې تفتیش کاوه چې ایران تر کومه حده خپلې ژمنې عملې کوي. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې دی پرون جمعه دا خبر اعلان کړ خو د ترو واریورانتا د استعفی علت یې نه دی څرګند کړی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو... Читать дальше...
اروپايي اتحادیې د مونټي نیګرو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د ژورنالیستانو امنیت او د بیان ازادي ته پام ونه کړي، په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب هڅې به يې زیانمنې شي. د اروپايي اتحادیې د پراختیا لپاره د مذ اکرو د کمېسیون مشر، یوهانیس هاهن پرون جمعه په مونتي نیګرو کې له خبریالې، اولیویرا لاکیچ سره تر کتنې وروسته دا خبره کړې ده. لاکیچ د چهارشنبې په ورځ د مونتي نیګرو په پلازمېنه، پودګوریڅه کې، د خپل کور مخې ته وویشتل او زخمي شوه. یوهانیس هاهن وویل چې پر اولیورا لاکیچ حمله د مطبوعاتو اوبیان پر ازادۍ... Читать дальше...
د ایران حکومت وايي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن یکشنبه د اټمي موافقې په اړه د خبرو په نیت،چین، روسیې او بلجیم ته سفر پېل کړي. دا خبر د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دویاند په حواله خپور شوی دی. د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګرېني هم ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په بروکسل کې غونډه وکړي او له ایران سره د اټمي موافقې پر برخلیک به وغږېږي. د موګرېني له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به هم په دې ناسته کې وي. Читать дальше...
ګلوب اینډ مېل The Globe and Mailکاناډايي ورځپاڼې په فراه ولایت کې د افغان پولیسو د وژل کېدو او د طالبانو د حملو د زیاتېدو په اړه مقاله لیکلې ده. د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور ویلي چې وسله والو طالبانو په بالابولوک ولسوالۍ کې د جمعې سهار وختي د پولیسو په مرکز برید وکړ او لږ تر لږه ۲۳ تنه يې ووژل. بالابولوک ولسوالي له میاشتو میاشتو د سختو جګړو شاهد وه. په فراه ښار کې په یوه بل جلا برید کې هم یوولس پولیس وژل شوي چې د ګلوب اینډ مېل په لیکنه طالبانو د پولیسو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د امنیت په اړه هم یو شمېر مطلب چاپ کړي دي. ویسا: ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د اپریل د میاشتې له لسمې بیا د مې تر یوولسمې نېټې پورې د راټولو شویو اراقامو له مخې د افغان و بهرنیو ځواکونو، وسله والو طالبانو، داعش ډلې او د سړک غاړې د ماینونو د چاودنې له امله ۲۰۶ ملکي وګړي وژل شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي. د سرمقاله لیکوونکي په خبره دا یوه میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه او د جګړې دواړو لوریو تر ټولو زیات ملکي وکړي په نښه کړي دي. Читать дальше...
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر، جنرال جوزف ووټل او د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان پرون جمعه...
د جرمني صدراعظمه، انګلا مېرکل وايي چې د امریکا پرېکړه چې له نړیوالو سره د ایران له اټمي موافقې به ووزي، پر نړیوال نظم باور ته زیان رسوي...