پوځ: له وسله والو پاکې شوې سيمې ملکي انتظامیې ته سپارو
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې له وسله والو پاکو کړو سيمو انتظام به ملکي حکومت ته سپاري.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې له وسله والو پاکو کړو سيمو انتظام به ملکي حکومت ته سپاري.
د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نهده ورکړې چې له پاکستانه ووځي. «د نیشن» او «ایکسپرس ټربیون» پاکستانیو ورځپاڼو د راپور پر بنسټ له دې یوه ورځ مخکې په اسلاماباد کې یوې محکمې اعلان وکړچې د اپریل په اوومه نېټه د هغې ترافیکې پېښې په اړه چې یو ۲۲ کلن موټر سایکل چلوونکی پهکې ووژل شو، د دې امریکايي ډیپلوماټیک مصؤنیت صدق نهکوي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نوم یې نهدی اخېستل... Читать дальше...
عراقیانو د شنبې په ورځ د دې هېواد په عمومي انتخاباتو کې رأی ورکړې. ټاکل شوې نن یکشنې د دې انتخاباتو لومړنۍ...
ازبکستان د اپوزیسیون او بشري حقونو یو فعال له څلور کاله بند وروسته له زندانه خوشې کړی دی. د بشري حقونو ډلو ویلي چې فخرالدین طلایېف چې د «ازادي» په نوم د ګوند فعال و، د سیاسي انګېزو پر بنسټ بندي شوی و. نوموړی د شنبې په ورځ له زندانه خوشې شو. طلایېف پهداسې حال کې له زندانه خوشې کېږي چې د ازبکستان نوي ولسمشر شوکت میرضیایف پهدې هېواد کې د اسلام کریموف د تر دوو لسیزو زیاتې ځپونکې واکمنۍ وروسته د اصلاحاتو ژمنه کړې. همدارنکه له زندانه د دې ازبک فعال خوشې کېدل تر هغې مخکې دي چې ټاکل شوې ازبک ولسمشر... Читать дальше...
د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو مسابقه اسرائیل وګټله. دا کلنۍ مسابقې چې په نړۍ کې په لسګونو میلیونه لیدونکي لري، دوهم مقام قبرس او درېيم اتریش خپل کړ. د ټلیفون او انټرنیټ له لارې د رأیو پر اساس تېر ماښام اسرائیلي سندرغاړې نیتا بارزیلا لومړۍ جایزه وګټله. سږکال دا مسابقه د تېرکال د لومړۍ جایزې د ګټونکي هېواد پرتګال په پلازمېنه کې وشوه. اسرائیل به راتلونکی کال د دې مسابقې کوربه وي. د یورو وېژن مسابقې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته له ۱۹۵۶ میلادي کال راهیسې د اروپا د یووالي په هدف کېږي.
د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي. د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبې د اندونیزیا «ټي.وي ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، پهدې چاودنو کې د مرګ ژوبلې پېښې شوي دي. ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی. لږ تر لږه یو حمله کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سنتا ماریا کلیسا کې یې بم وچاوداوه. تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نهدی اخېستی. ... Читать дальше...
د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درييو چاودنو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبه د اندونیزیا «ټي.وي. ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په دې چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی. تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نهدی اخېستی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پیکنګ ته تللی څو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وتلو وروسته له چینايي مشرانو سره وویني. د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه وویل، جواد ظریف به د ایران د اټمي مسئلې پر انکشافاتو له اړوندو چینايي چارواکو سره د نظر تبادله وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې ظریف به د روان سفر په دوام کې مسکو او بروکسل ته هم لاړ شي.
د فرانسې چارواکو ویلي، په پاریس کې د یوه چاړه پر لاس بریدګر په شمول دوه کسان وژل شوي دي. پهدې برید کې څلور تنه نور هم ټپیان شوي چې د چارواکو په وینا د دوو تنو ټپونه سخت دي. د رسنیو د راپورونو له مخې بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی. د برید انګېزه تراوسه نهده څرګنده.