ټرمپ: که د شمالي کوریا رهبر له اټمې وسلې لاس واخلي، خوندي بهوي
د امریکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ته وړاندیز کړی چې که له اټمې وسلې لاس اخېستلو ته غاړه کښېږدي، خوندي بهوي. ولسمشر ټرمپ له هغو اندېښنو د خلکو پام اړولو لپاره چې تېره شنبه شمالي کوريا د ټرمپ او کېم د کتنې د لغوه کولو تر خبرداري وروسته ولاړې کړې وې، په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، غواړي کېم جونګ اون ته ډاډ ورکړي چې هغه به د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي په څېر لهمنځه یو نه وړل شي. قذافي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې له اټمي وسلو له لاس اخېستلو سره موافقه... Читать дальше...