په کیوبا کې د یوې الوتکې د لوېدو پېښه کې لسګونه تنه وژل شوي
د کیوبا د پلازمېنې هاوانا نړیوال هوایي ډګر ته نېږدې تر سلو ډېر کسان هغه مهال ووژل شول چې بوینګ اووه سوه اووه دیرش الوتکې ټکر وکړ او وچاودېده. د کیوبا د دولتي اژانس په وینا درې تنه له دې پېښې روغ پاتې شوې دي چې د هغوی روغتیایي وضعیت هم خورا نازک دی. دا الوتکه پرون تر لږ ځنډ وروسته تر الوتنې وغورځېده. په دې الوتکه کې یوسل او څلور تنه سورلۍ او نهه عمله وې. الوتکه له هاوانا د کیوبا ختیځ ښار هالګوین ته روانه وه.