د روسیې ولسمشر پر مسکو د امریکا له لوري ممکن بندیزونه غیرقانوني بللي دي
د روسیې ولسمشر او د روسیې د امنیت شورا پر مسکو د امریکا له لوري ممکن بندیزونه "په بشپړډول غیرقانوني" بللي دي. د روسیې خبري اژانسونو د کرېملن د ویاند، دېمېتري پېسکوف په حواله دا وینا خپره کړې ده. پېسکوف پرون جمعه ویلي چې پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره غونډه کړې او د "واشنګټن له لوري د نورو ممکنو غیردوستانه " اقداماتو پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي. پېسکوف رسنیوته ویلي چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې "داسې اقدامات د نړیوالو قوانینو پر اساس، په یومخیز ډول غیر مشروع" دي. د روسیې دبهرنیوچارو... Читать дальше...