چارواکي: په رستاق ولسوالۍ کې د پرونې چاودنې څېړنه پيل شوې
د تخار ولايت چارواکي وايي په رستاق ولسوالۍ کې د پرونې چاودنې څېړنه پيل شوې ده. د تخار والي وياند محمد جواد هجري نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ او د ټپيانو ٣٦ کسانو ته رسېدلى دى. چاودنه د نظيفې يوسفي بېګ په نوم د ولسي جرګې د يوې کانديدې د انتخاباتي کمپاين پر مهال وشوه. په پېښه کې چې لا يې چا مسووليت نه دى منلى، خپله مېرمن نظيفې يوسفي ته زيان نه دى اوښتى. د تخار والي وياند وايي، چاودنه د هغو موادو په نتيجه کې شوې، چې پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو. د والي وياند... Читать дальше...