د پي ټي اېم او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې ۳ تنه وژل شوي
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې درې کسان وژل شوي او لږترلږه لس نور ټپیان شوي دي.
د یکشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د پېښې ډېر تفصیلات نشته، خو عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وويل چې د یوه وکيل په ګډون شل کسان ټپیان شول او دا وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو پر سوله یيزو لاریون کوونکو ډزې پيل کړې.
خو پوځ ويلي چې دا لاریون د پارلمان د دوو وکيلانو له خوا جوړ شوی و او پنځه سرتېري يې ټپیان کړل.
د پوځ په وینا، دوی په غبرګون کې درې حمله کوونکي ووژل او لس نور يې ټپیان کړل.
د پاکستان د پارلمان دوه وکيلان علي وزیر او محسن داوړ هم په دې لاريون کې شامل وو.
د خلکو د بشري حقونو غوښتونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی او د پوځ په سترګو کې اغزی ګڼل کېږي، ځکه دوی په دوامدارو لاریونونو او اعتراضونو سره له بشري حقونو د پوځ سرغړونې غندي.
له ۲۰۱۸ میلادي کال راهيسې کله چې پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو، دا غورځنګ په بشپړه توګه سوله یيز پاتې شوی دی.