د وزیرستان د پېښې د پلټنو غوښتنه شوې
د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.
د مې په شپږ ويشتمه، د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران، محسن داوړ او علي وزيرستان د شمالي وزیرستان ډوګه مچه مده خېلو کې يو احتجاجي دهرنې ته روان وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستانی پوځ تورن کړی چې ملکیان یې وژلي. جاپان له امریکا نه ۱۰۵ اف پنځه دېرش الوتکې اخلي. ښي اړخو او ملتپالو د اروپايي پارلمان ټاکنې ګټلي. د جام منار د ساتنې لپاره اقدامات پيل شوي. په جاپان کې د بالښت جنګیو لوبه وشوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د سوداګریزو توکو لومړی کاروان چې الترونیکي پهکې دي د بدخشان فیضاباد ښار ته ورسېد. د دغه ولایت خلک د دغې لارې خلاصېدل د خپلې نېکمرغۍ کلي بولي. نور حال د نعمتالله احمدي په وېډیويي راپور کې چِي لېمه هادي یي وړاندې کوي. اېډېټ: تمیم اخګر
د مې پر ۲۷مه، پر شپږمه ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان پرمختیايي ادارې (بي ډي اې) کارکوونکو د نه خوړلو اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ. دوی وايي، حکومت دې یې نوکرۍ دایمي کړي. صوبايي حکومت دې کارکوونکو ته سمدستي د څلور میاشتو تنخا ورکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د نوکریو په اړه به هم پرېکړه وکړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
ده د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې وویل، د ځینو حکومتي چارواکو د لېرې کېدوپه اړه په جریان...
په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه ويشت نور ټپیان شوي دي. د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماسختن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملې شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اووښتي دي. ښاغلي اماني زياته کړه: "نښتې له یوولسو بجو پیل شوې او د سهار تر درېیو بجو یې دوام وکړ، د نښتو پر مهال د دښمن پنځلس کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول، په دغو څلورو ځایو کې... Читать дальше...
تېره شپه ۲:۰۰ بجې څو تنه وسلهوال د کابل ښار د کارتې سخي په جمال مېنې سیمه کې یوه کور ته ننوتلي او د کورنۍ اووه غړي يي په ډزو وژلي دي. د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د ځمکې پر سر د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې. وېډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
دغه پېښه تېره شپه ۲ بجې هغه مهال وشوه چې د کابل ښار په جمال مېنه کې څو کسه وسله وال یوه کور ته ننوځي...
د جوزجان ولایت په ۵۰ بستریز روغتون کې په مخدره موادو د هغو روږدو ماشومانو درملنه چې له زېږونه تر اوسه د کورنیو له خوا په دغو موادو روږدي شوي. ویډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: لېمه هادي
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې درې کسان وژل شوي او لږترلږه لس نور ټپیان شوي دي. د یکشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د پېښې ډېر تفصیلات نشته، خو عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وويل چې د یوه وکيل په ګډون شل کسان ټپیان شول او دا وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو پر سوله یيزو لاریون کوونکو ډزې پيل کړې. خو پوځ ويلي چې دا لاریون د پارلمان د دوو وکيلانو له خوا جوړ شوی و او پنځه سرتېري يې ټپیان کړل. د پوځ په وینا، دوی په غبرګون کې درې حمله کوونکي ووژل او لس نور يې ټپیان کړل. Читать дальше...
په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ملتپال او ښي اړخي افراطي ګوندونه تر هغو ګوندونو مخکې دي چې د اروپايي ټولنې ملاتړ کوي او منځلاري دي. د نن سهار د انتخاباتو د نیمايي رأيو شمېرنه ښيي چې د اروپايي ټولنې د ملاتړو سيالو ګوندونو ۳۲۱ څوکۍ وړي چې د اروپایي پارلمان د ۷۵۱ څوکيو له نيمايي لږې کمې دي. په فرانسه کې د ښي اړخي ګوند ماري لوپين په دغو انتخاباتو کې په بې ساري توګه مخکې شوې ده. زرغونه یا د اروپايي ټولنې ملاتړي ګوندونه هم د تېر په پرتله مخکې شوي دي. په ټوله اروپايي اتحادیه... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ وويل چې واشنګټن په ايران کې د رژيم بدلولو نه بلکې د جوهري وسلو ختمولو په تکل دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې دا مهال په جاپان کې دی، وایي چې هېواد یې د ایران د رژیم...
نږدې لس ورځې کېږي چې خبریالان د ولسي جرګې د غونډو په اړه د خبر جوړولو په هدف ملي شورا ته ځي، خو نه...
په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو په حملو کې ۲۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرپل د والي وياند ذبیحالله اماني نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماخستن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملي شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې دي. ښاغلي اماني زياته کړه: "نښتې له ۱۱ بجو پیل شوي او د سهار تر درېيو بجو یې دوام وکړ. د نښتو پر مهال د دښمن ۱۵ کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول. پهدغو څلورو ځایونو کې زموږ... Читать дальше...
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، پر دیني عالمانو وروستۍ ترهګریزې حملې د اندېښنې وړ دي.
د وینې په سرطان اخته دولس کلن ماشوم لطف الله چې د درملنې لپاره له بادغیسه د کابل د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا ...
د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په اعلان، په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د حکومت اجرائیه مشر په ارګ ماڼۍ کې له ښځو د کار په بدل کې د جنسي خواهشاتو وروستي راپورونه ټکان ورکوونکي ګڼي او په جدي پلټو یې ټينګار کوي.
پوليسو په کندهار کې څلور وسله وال نيولي دي. په نيول شویو کې يو غلچکی بريد کوونکی او درې نور د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوونکي وسله وال شامل دي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه وسله وال د رواني اوونۍ له پیله په کندهار ښار کې د عملياتو پر مهال له يو شمېر وسلو سره نيول شوي. د بارکزي په خبره، نیول شویو وسله والو منلې چې په ورانکارو فعاليتونو کې يې لاس درلود. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د اجرائيه ریاست سلاکار نورمحمد عرب نن وسله والو کسانو په کندز کې وواژه. د کندز امنیتي مسؤلین وايي چې د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار او د عرب قوم د انسجام شورا رئیس نور محمد عرب نن سهار نهه نيمې بجې نامعلومو وسله والو وژلی دی. په پېښه کې چې د کندز ښار پر باغ زراعت سړک وشوه، د ښاغلي عرب یو ساتونکی هم ټپي شوی دی. د کندز د امنیې قوماندانۍ وياند انعام الدین رحماني نن ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا حمله چا کړې، خو پولیس په دې اړه پلټنې کوي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم کس يا ډلې نه دی اخيستی.
په پروان ولایت کې په بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګانې ووېشل شوې. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کورنۍ سروې شوې وې او هرې یوې ته ۲۰ چرګانې او ۴۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه وېشل شوي دي. د نوموړي په خبره، په دې باندې د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې یو ميلیون افغانۍ لګول شوې دي. ښاغلی رستمي وایي، په بېوزلو کورنیو د جرګانو وېش کولای شي چې د دوی د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.