Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 25.02.2019

Mashaalradio.com 

پاکستان: ځينو سينيټرانو د طاهر داوړ او ارمان لوڼي لپاره انصاف وغوښت

د مسلم لېګ (ن) سينيټر مشاهد الله خان د فرورۍ په پنځه ویشتمه په سېنټ کې وويل چې په بلوچستان کې د احتجاج پر مهال د پولیسو په لاس د ابراهيم ارمان لوڼي وژنه او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې له اسلام اباده په رڼا ورځ د پوليسو ايس ايس پي طاهر داوړ تر تښتونې وروسته د هغه د مړي موندل کېدل، د حکومت ناکامي ده.

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پارلمان کې پر خارجه پاليسي نيوکې وشوې

د فرورۍ په پنځه ویشتمه د پاکستان په سېنټ او قامي اسمبلۍ کې د حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ بحث وشو او اپوزېشن سياستوالو نيوکې وکړي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د غلطې بهرنۍ پالیسۍ له وجې ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

دوحه نن د امریکايي او طالب استازو تر منځ د خبرو د پنځم دور کوربه دی. د پاکستان یوې محکمې د دې هیواد د پخواني صدراعظم نوازشریف غوښتنه رد کړه چې پر ضمانت دې له زندانه راخوشی شي.

Mashaalradio.com 

د پخوانۍ فاټا خاصه دار ځواک اییني حیثیت غواړي

د پيښور په ناران باغ کې د پخوانۍ فاټا د ټولو ضلعو خاصه دارو او لېویز ځواک یوه لویه غونډه کړې ده. دوی د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی سرکاري حیثیت بدلولو په لړ کې دې ورسره کړې ژمنې پوره کړي. د مشال ريډیو خبریال فرهاد شینواري په اړه ویډيو راپور لري.

Pa.azadiradio.com 

یو کمیډین چې د کېم جونګ اون پېښې یې کړې وې، له ویتنامه وایستل شو

ویتنام هغه کمیډین چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون پېښې یې کړې وې، یوازې دوه ورځې مخکې تر دې چې کېم هانوی ته ورسېږي، له دې هېواده وایست. ټاکل شوې چې کېم د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په هانوی کې وګوري. استرالیایي کمیډین هاوارډ ایکس چې نن د هانوی له هوایي ډګره هانګ کانګ ته چېرې چې هلته اوسي، بېرته واستول شو، د هانوی په اوپرا خونه کې یې له بل امریکایي کمیډین سره چې د ډونالد ټرمپ رول‌یې لوباوه، یوه جعلي غونډه کې د کېم جونګ اون پر ځای رول لوبولی و. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په شوکدر کې د وینسټن چرچل یادګاري توکي

په ۱۸۹۷ م کال د بریتانوي پوځ یو نومیاتی سرتېری او خبریال وینسټن چرچل چې وروسته د بریتانیا وزیراعظم هم پاته شوی وو، د خېبر پښتونخوا شوکدر کې خپله پوځي دنده ترسره کړې او هلته د ایف سي کلا دننه پاته شوی وو. په کلا کې یوشمېر داسې توکي چې نوموړي کارولي ول اوس د یادګار په توګه خوندي کړل شوي دي. شاهنواز تره کزي یې په اړه ویډيو راپور کښلی

Mashaalradio.com 

د هنرمندې ګلالۍ د وژنې پرضد پېښور کې لاریون

په مردان کی څو ورځې وړاندې د یوې هنرمندې ګلالۍ د وژلو پېښې پرضد په پېښور کې د ګل په ورځ یوه احتجاجي مظاهره وشو، د هنرمندانو ټولنې دغه پېښه وغندله. په مظاهره کی د ګلالۍ خور او د ګلالۍ خاوند هم ګډون وکړ. دوی وايي پولیس دې په دغه وژنه کی ککړو کسانو ته سزا ورکړي. د مردان پولیسو په دغه پېښه کې د درج شوي ایف ای ار پر بنیاد دوه کسان نیولي دي. د ګلالۍ خور زرکه وايي د پېښې مرکزی ملزم نواب لاهم نه دی نیول شوی. د غلا غوث ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د ساحلي فوټبال مقدماتي سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۱۹ کال د اسیا د ساحلي فوټبال مقدماتي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. د دغه فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو سیالیو ته د دوو ګول ساتونکو په ګډون، ۱۲ غوره څېرې انتخاب شوې دي. په غوره شویو لوبغاړو کې سید شهاب او علي جیبر ګول ساتونکي او په نورو لوبغاړو کې د زین‌الدین شریفي، سمیع‌الله محمدي، محمود ازاد، حضرت ګل، رؤف قادري، مرتضی جعفري، ایمل توتاخېل، رامز فاروق، نادر نادري او تمیم حیدري شامل دي. د ښاغلي امیني په خبره، د فوټبال ساحلي لوبډلې ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد وایي، د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي چې د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی. زلمي خلیلزاد نن په یوه لنډ ټوېټري پیغام کې ویلي چې په دوحه کې به د طالبانو له یوه زیات باصلاحیته پلاوي سره خبرې وکړې. هغه دا یو مهم فرصت بللی او له قطر څخه د کوربه توب او له پاکستانه یې هم د سفر ته د اسانتیا برابرولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې خبرې پیلېدو ته نږدې دي. ښاغلي خلیلزاد نه دي ویلي چې د طالبانو له کوم باصلاحیته پلاوي سره دا ځل خبرې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د شوال ولسونو د شناختي کارډونو پتې غواړي: شمالي وزیرستان جرګه

د شمالي وزیرستان شوال تحصیل څلور لویو قبیلو بکاخېل، جانيخېل، کابلخېل او ګربزو په دوشنبه په بکاخېلو کې یوه جرګه وکړه چې پکې یې له سرکاره ګڼې غوښتنې کولې. دوی ویل چې شوال تحصیل یې د پلار نیکه خاوره ده خو تر اوسه ورته د شوال ډومیسایل، شناختي کارډ پته، د کډوالو مرستې او نور حقونه نه ورکول کېږي. عمر وزیر یې ویډیو راپور کښلی.

Pa.azadiradio.com 

عسکر مامین د قزاقستان د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظرباییف عسکر مامین د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی. د ولسمشرۍ دفتر نن په ټوېټر کې ویلي چې نوموړی د ولسمشر د یوه فرمان له مخې ټاکل شوی دی. څلور ورځې مخکې نظرباییف پخوانی حکومت ړنګ کړی و او ویلي یې دي چې هغه د خلکو د ژوند په ښه کېدو او د انرژۍ له سکټور پرته د متنوع اقتصاد په ایجادولو کې پاتې راغلی و. ۵۳ کلن مامین له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د عبدالغفور رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

په کابل کې د عبدالغفور رغبت په نوم د سوک وهنې سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل، په دغو سیالیو کې د کابل ولایت د ۳۲ کلبونو  ۱۹۵ لوبغاړو ګډون کړی و. ښاغلی پیمان وايي، د سوکې وهنې دغه سیالۍ په مختلفو وزني کټګوریو کې د څلورو ورځو لپاره په کابل کې ترسره شوې. د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف د سوک وهنې د لوبغاړو هڅونه او د ملي لوبډلې لپاره د غوره څېرو موندل دي.

Pa.azadiradio.com 

عارف د پوهنتون له فراغته څو میاشتې وروسته ووژل شو

۲۳کلن عارف چې د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل و، خو هیلې یې یوې انتحاري حملې له خاورو سره خاورې کړې. په کابل کې د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸میلادي کال کې ملکي تلفات د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په افغانستان کې ډېره وه او دا شمېره ۳۸۰۴ ته ورسېده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بلخ کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په بلخ ولایت کې د ۱۱ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي چې دغه وسله‌وال د دې ولایت د چمتال ولسوالۍ په دوو سیمو، جوی شور او البرز کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د هغه په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان هم له‌منځه وړل شوی او د ملي پولیسو ۱۰ تنه د طالبانو له منګولو خوشې کړای شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد شوه

د پاکستان یوې محکمې له زندانه د دې هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه. دا خبره د هغه د مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي. نواز شریف چې د مالي فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی، روغتیایي وضعیت‌یې له زندانه د خوشې کېدو اصلي دلیل ښودل شوی و. له دې مخکې هم په یوه روغتون کې د هغه درملنه شوې وه. د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د محکمې دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې ده. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *