Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 02.03.2019

Mashaalradio.com 

خوستیو ښځو وسله والو طالبانو ته د سولې غوښتنې لیک ولېږه

د شنبې ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو خواوشا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه يې وکړه، چې وسلوال طالبان دې افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.

Pa.azadiradio.com 

فراه په بېړني وضعیت کې

فراه ولایت د سیلابونو د سختو ګواښونو له امله په بېړني وضعیت کې دی. د ازادي راډيو ځایي خبریال احمدشاه فطرت د دغه ولایت د ځینو سړکونو وضعیت انځور کړی دی. اېډېټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې ۲۰۶ معتادین روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول

له جلال اباد ښار څخه څه د پاسه ۲۰۰ معتادین راټول او د علاج لپاره روغتيايي مرکزونو ته ولېږل شول. د ننګرهار ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس ازادي راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت د مقام او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د هوکړې پر اساس ۲۰۶ معتادین د جلال اباد ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د درملنې لپاره په کابل کې ابن سینا نومې روغتون ته ولېږل شول: "بې سرپناه معتادین چې شمېر یې ۲۰۶ کسان وو، له جلال اباد ښاره را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول. دغه ډول په ننګرهار ولایت کې هم د معتادینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ نننۍ لوبه د باران له امله ځنډېډلې

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د باران له امله ځنډېډلې ده. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې او تر دې مهاله یې په ۴۸،۳ اورونو کې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې دي. د افغان لوبډلې لپاره حضرت ځاځي ۶۷، رحمت شاه ۵۴ او حشمت الله شهیدي ۵۲ منډې جوړې کړې. له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته په ۵ وایکټو ماته ورکړې وه.

Mashaalradio.com 

په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح

په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. خو جوړونکي یې اوس له ستونزو سره مخامخ دي. د مشال راډيو خبریال صادق رښتینی پرې رپوټ لري.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح!

په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د څو تنو تسبېح جوړوونکو ستونزې بیان کړي. ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه

پولیسو کابل ښار ته د ۲۶ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یو تن چې غوښتل یې ۱۳کیلو ګرامه چرس او ۱۳کیلو ګرامه تریاک د پیازو په بوجیو کې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي، د خیرخانې کوتل په سیمه کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول. د یادونې وړ ده چې په یوه بله پېښه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۶۰۰ بوتله الکولي مشروبات د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې نیولي دي.

Mashaalradio.com 

په وزیرستان کې خلک په واوره خوشاله دي

د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې له څو ورځې راهیسې واوره ورېږي چې ځايي او هم د نورو سیمو سیلانیان ورته ورځي. په دې اړه د عمر وزیر ویډیویي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بولان د څېړنیز فارم د بیارغولو چارې بشپړې شوې

د بولان د څېړنیز فارم د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې د بیا رغولو په دې پروژه کې د ۲۸۳ جریبه ځمکې د احاطې دېوال رغول، د فارم لېول کاري، د کارکوونکو لپاره ۱۸ خونې، دفترونه جوړول، د تخمونو د پروسس مرکز جوړول، د کرنیزې ماشینرۍ لپاره ترمیماتي خونه او د اوبو زېرمه شامل دي. بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه یو له هغو فارمونو دی چې د تخمونو د څېړنې او د عصري کرکېلي د لارو چارو ښودلو په برخه کې بزګرانو ته اسانتیاوې برابروي او د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په مومندو کې د صحت ښځینه کارکوونکې وروزل شوې

د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه. دا روزل شوې ښځې به اوس کور پر کور ګرځي او نورو ښځو ته به هغه څخ ورښيي کوم چې دوي په دې روزنیز پروګرام کې زده کړي دي. د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزی په دې اړه ویډیو رپوټ لري.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *