د متشبیثینو بورډ: هټۍ والو دې په روژه کې نرخونه ثابت وساتي
د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ له هټۍ والو غوښتي چې د روژې په مبارکه میاشت کې نرخونه ثابت وساتي. د دغه بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ له ټولو سوداګرو او دوکاندارانو غواړي چې د روژې د مبارکې میاشتې په راتلو سره د توکو بیې لوړې نه کړي." دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدلو سره ډېرې پلورونکي د توکو بیې لوړوي. عام خلک هم له دې امله انتقاد کوی او وايي، پکار ده چې هټۍ وال او پلورنکي په دغه... Читать дальше...