چارواکي: د کندهار په میوند کې ١٥ وسله وال وژل شوي
امنيتي چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو کې ١٥ وسله وال وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پوځي عمليات د ميوند په ناکراره سيمه بند تيمور کې شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيى علوي نن ازادي راډيو ته وويل، د وسله والو يوه اندازه وسلې نيول شوي. ده وویل: "١٥ ترورېستان وژل شوي او پنځه نور جنايتکاران يې ټپيان شوي، يو ٨٢ ملي متري توپ، يو ميل بله وسله او دوه دوربينونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي، د دښمن څلور پټنځايونه تخريب شوي دي." د علوي په خبره، د... Читать дальше...