د غزني اوسېدونکي: دولتي مامورین په ټاکلي وخت خپلو شعبو ته نه حاضریږي
دولتي ادارو او ریاستونو ته د مامورینو او کارکوونکو په وخت نه راتګ او بیا وختي تلل هغه ستونزه ده چې د غزني اوسېدونکي ورڅخه شکایت لري.
دولتي ادارو او ریاستونو ته د مامورینو او کارکوونکو په وخت نه راتګ او بیا وختي تلل هغه ستونزه ده چې د غزني اوسېدونکي ورڅخه شکایت لري.
په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پر کور د پولیسو چاپې اندېښمن کړي او وايي د حکومت دا اقدام د بیان د ازادۍ مخنیوی کول دي.
ملګرو ملتونو د کره راپورونو پر اساس د طالبانو له لوري له نیول شویو کسانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغو پر وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر یا یوناما نن یکشنبه په یوه راپور کې ویلي چې د دوی معلومات ښيې طالبان بندیان په خورا بدو شرایطو کې ساتي او پر هغوی جبري کار هم کوي. یوناما وايي چې لومړني معلومات یې په ارزګان کې د طالبانو له بنده له ۱۳ تنو خوشې شویو بندیانو څخه ترلاسه کړي دي. دا بندیان د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شوي دي. Читать дальше...
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې ۲۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د برمل ولسوالۍ په علي مست کلي کې د ځانګړو ځواکونو د شپې په عملیاتو ۱۰ طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي. د ده په وینا ۱۶ نور وسلهوال طالبان په هوايي حملو کې د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې وژل شوي دي. طالبانو پهدې اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو په... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې بې اهمیته وبللې، ویې ویل، باور لري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو ژمنو ودرېږي. ټرمپ نن یکشنبه په یوه ټویټ کې لیکلي: "شمالي کوریا ځینې وړې وسلې توغولي چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړي دي. زه ډاډه یم چې رئيس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږي." ټرمپ دا ټویټ په جاپان کې لیکلی دی. ټاکل شوې ده چې دی په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي پروګرامونو په اړه پر اندېښنو خبرې وکړي.
کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو بیا هم د ولسمشر د کاري مودې د تمدید او د خوشحالیو په ورځو کې په کابل کې د هوايي ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ، دفاع، ټرانسپورټ او د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت په غور کې د جام د څلي د ساتنې پر پلان د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه کړې ده. د ارګ مرستیال ویاند صمیم عارف پرون د مې په ۲۵مه پر ټوېټر ولیکل چې ولسمشر دې وزارتونوته امر کړی چې دا ستونزه حل کړي. په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلونه راغلي دي. د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلونو لاندې کړې او د جام تاریخي څلي ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی. سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا، د مې په اووه ویشتمه،له انګلستان سره دوستانه، تمریناتي لوبه کوي. دا لوبه د لندن په جَنوب کې د کینینګټن سیمې په اووال «The Oval» لوبغالي کې کېږي. ټاکل شوې چې د مې په دېرشمه نېټه په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ پېل شي. د سیالۍ تر رسمي پېل مخکې باید هره ګډون کوونکې لوبډله دوه تمریناتي لوبې وکړي. د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې وه او په درېیو وېکټونو يې له پاکستانه وګټله. د پاکستان دوهمه تمریناتي لوبه له بنګله دېش سره ده. Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د مې په پینځه ویشتمه، بغداد ته ورسېد. ظریف پهداسې وخت کې له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته ځي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ تر هر بل وخت زیات شوی دی. د ایران د رسمي خبري اژانس، اېرنا په حواله، ظریف به بغداد ته په دوه ورځني سفر کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر، ولسمشر او صدراعظم سره وګوري. د عراق د بهرنیو چارووزارت یوه ویاند ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د سیمې پر حالاتو خبرې او د ستونزو د حل لپاره د ګډ نظر د موندلو هڅې وکړي. Читать дальше...
ملګرو ملتونو یو وار بیا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې د ولسي خلکو خوندیتوب لپاره دې جدي تدابیر خپل کړي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امازون انټرنیټي شرکت د افغانستان بېرغ ته په سپکاوي تورن کړ او هغه یې په کلکه وغانده. امازون، چې خپل محصولات انلاین پلوري، په خپله وېبپاڼه کې د تشناب داسې فرشونه پلور ته وړاندې کړي چې د افغانستان بیرغ پرې طراحي شوی دی. په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له امازون کمپنۍ سره یې تماس نیولی او نه یوازې دا چې پردې موضوع یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړې بلکې ورڅخه یې غوښتي چې خپل دا محصول له وېبپاڼې لېرې کړي. که څه هم سفارت وايي چې امازون... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملکي تلفاتو په اړهیې د ملي امنیت شورا ته معلومات ورکړي او د پرېکړې په انتظار دي.
امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په افغانستان کې پر ديني عالمانو او ملايانو د وسلهوالو حملو پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.
د ارزګان چارواکي وايي، پهدې ولایت کې د نسناستي ناروغي زیاته شوې ده.
په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړې، ګلالۍ اسماعیل کورنۍ ادعا کوي چې د پاکستان پولیس د هغې د نیولو هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو محکمې ویلي چې د روسيې حکومت باید ژر تر ژره هغه ۲۴ اوکرایني ماڼوګان او درې بېړۍ...