د پاکستانیو ترهګرو ډلو پرضد د هند پر اقدام د شنونکو نظر
د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله اېلس وېلز وايي هېواد يې د هند له هغه نوي قانون سره ولاړ دی
د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله اېلس وېلز وايي هېواد يې د هند له هغه نوي قانون سره ولاړ دی
په کابل کې چاودنه د سولې له هڅو سره په یوه وخت. د دې سربیره به دلته وګورئ چې توپان د امریکا سرحدونو ته رسیدلی. د افغانستان د فوټبال لوبغاړي به ووینئ چې له قطر سره لوبې ته چمتو شوی او د انګور پر پاڼو انځورونه درښکاره وو.
د یوې باخبره ډیپلوماتیکې سرچینې له لوري ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات او لېستونه ښيي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیلزاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه په یوه فوقالعاده غونډه کې وویل چې د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي استعفای یې منلې ده.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په اسیايي جام سیالیو کې پاکستان ته په لوی توپير ماته ورکړه. د دغې لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان ځوانانو په ۴۶ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۷۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر بایلوده. شفیق الله غفاري چې د افغان لوبډلې په ګټه یې د سیالې... Читать дальше...
اظهر خان په وروستيو کې د نويو ټپو يوه ويډيو پر ټولنيزه ميډيا خپره کړې چې په خبره يې، خلکو خوښه کړې ده.
نړیوالې څېړنیزې ادارې ګیلپ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي دي چې د زیاتره افغانانو پر خپلو ادارو او انفراسټرکچر باور کم شوی دی.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال د سولې روانې هڅې دسیسه بولي.
ښاغلي قلمالدین د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۴» له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاتوي، دغه لېستونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په متن کې شامل دي.
افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ یې پر کېدونکې توافقنامې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکې شوې دي.
په لوګر کې موټربم چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې د څلورمې پلي لوا سره خوا کې د کابل لوګر په عمومي سرک موټربم برید شوی چې څلور ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې برید کې د ملکي وګړو څلور سراچه ډوله موټر هم ویجاړ شوي دي. د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د انتخاباتي حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنه ښيي.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال د سولې روانې هڅې دسیسه بولي.
د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
افغان چارواکي وايي، د سېپټېمبر پر پېنځمه په پلازمېنه کابل کې یو موټر بم برید شوی دی چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دي.
د کراچۍ کې په لیارۍ کې اته کلن وقاص بلوڅ او ملګري یې د ریپ په طرز سندرې وايي. دوی وايي، د لیارۍ حالات د پخوا پرتله ښه دي او غواړي چې د ریپ له لارې د خپلې سیمې هنر او مسلې وښيي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او بلخ لویه لار چې په بغلان کې بنده وه، پرانیستل شوه. د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د سپټمبر په پنځمه سهار پر ټوېټر لیکلي چې خلک په کرارۍ پر دې لار تګ راتګ کولی شي. رحیمي لیکلي چې له بېګا راهیسې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پناه ځایونو سخت عملیات شوي او سیمه له هغوی تصفیه شوې ده.
واشنګټن ټایمز لیکي، پوځي چارواکي او ډیپلوماتان د ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ سولې ته د شک په سترګه ګوري او دوی د دې موافقې د لاسلیکېدو په خاطر د خورا احتطاط غوښتنه کوي.
په بامیان ولایت کې د يو میليون ډالرو په ارزښت يو شمېر پراختیايي پروژې پرانیستل شوې. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دغو پروژو کې د اوبو رسولو دوه کانالونه شامل دي چې لګښت یې جاپان ورکوي چې د خوړو د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کرنې د برخې په همکارۍ په جوړېږي. درېیمه پروژه د سیند د غاړې د استنادي دیوالونو د جوړولو ده چې بودجه یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا جوړېږي. د دغه وزارت د اوبو د برخې مرستیال خان محمد تکل د دغې پروژې په اړه وايي: نن په بامیان... Читать дальше...
د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، سږ کال به د دغه ولایت له باغونو څخه ۲۴ زره مټریک ټنه انار ترلاسه شي. د دغه ولایت د کرنې رئیس رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل، په پام کې ده چې ۱۷ ډوله هلمندي انار چې وزن یې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي، يو شمېر اسیايي هېوادونو په ځانګړې توګه هند ته صادر شي. ښاغلی قلم وايي، هند ته د صادرېدونکو انارو ارزښت میليونونو افغانیو ته رسېږي. د هغه په خبره، په هلمند کې په ۱۱۵۰ هکتاره ځمکو کې د انارو باغونه دي چې له یو هکتار ځمکې څخه ۲۱ مټریک ټنه انار ترلاسه کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو د شش درک سیمه کې چاودنه شوې ده.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن پنجشنبه په دوحه کې د قطر له ټيم سره مسابقه کوي. دا مسابقه د ٢٠٢٢ میلادي کال نړيوال جام او د ٢٠٢٣ میلادي کال د اسيايي هېوادونو جام ته د غوراوي په هدف ترسره کېږي. د افغانستان د فوټبال ټيم مطبوعاتي مسؤل شمس اميني په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: سمه ده چې قطر يو پياوړى ټيم دى، خو زموږ لوبغاړو ويلي چې مسابقې ته چمتو دي او موږ غواړو د يوې ښې نتيجې لپاره د مسابقې ډګر ته ووځو. د افغانستان او قطر د فوټبال ټيمونو ترمنځ دغه مسابقه نن پنجشنبه ماښام ترسره کېږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نړیوالو زیاتې مرستې غوښتي او ګواښ یې کړی چې که مرستې ور ونه رسېدې، خپل سرحدونه به د هغو کډوالو لپاره چې له ترکیې اروپا ته ځي، پرانیزي. اردغان ویلي چې که له سوریې سره د دوی د مصؤن سرحد پلان کامیاب نه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې بیا ور خلاصې کړي. اردغان نن د سپټمبر په پنځمه په ټلوېزیوني وینا کې وویل: له موږ سره که مرسته ونه کړئ، موږ معذرو یوو، یوازې تر یوه حده بار وړی شو. په ترکیه کې اوسمهال تقریباً درې ميلیونه د سوریې کډوال اوسېږي. د ترکیې حکومت وايي چې د سوریې کډوالو ډېر فشار ورباندې راوستی دی.
د امريکا يوه لوړرتبه ډيپلومات د ١٥ ميلياردو ډالرو په ارزښت ايران ته د مالي اعتبار د حد د تمديد لپاره له بنديزونو د معافيت مسئله رد کړه.