۱۰۰ کاله لوړې ژورې
د آزادۍ راډیو د مستند فلم دویمه برخه- چې په تېره یوه پېړۍ کې په افغانستان کې د ښځو د ژوند پر کږلېچونو رڼا اچوي، دلته لیدلای شئ.
د آزادۍ راډیو د مستند فلم دویمه برخه- چې په تېره یوه پېړۍ کې په افغانستان کې د ښځو د ژوند پر کږلېچونو رڼا اچوي، دلته لیدلای شئ.
په کندز کې نښتو د افغانستان د شمال زون لارې بندې کړي. په کندز کې د دوه ورځنیو جګرو د لاسه موټرچلوونکي او مسافرین نشي کولی چې کندز، بغلان او ځينو نورو شمالي ولایتونو ته ولاړ شي. د لازیاتو جزیاتو لپاره د شفیع کریمي راپور وګورئ
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتي کمپاینونو له پیله تر اوسه د شکایتونو په ثبت کې د خلکو رول صفر دی.
د کندهار امنيه قومانداني وايي، څلور مشکوک غلچکي بريدګر او پنځه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه مشکوک کسان د يوې اوونۍ په لړ کې نيول شوي دي. دی وایي: په نيول شويو کسانو کې ٤ تنه غلچکي بريدګر دي چې د ښار په حوزو کې يې پر پوليسو غلچکي بريدونه کول چې ځيني پوليس د دوى له کبله شهيدان او ځينې ټپيان شوي دي، ٥ تنه يې جنګي طالبان وو چې په ولسواليو کې جنګېدل. ښاغلى بارکزى وايي، نيولو شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى. بل خوا... Читать дальше...
۱۶کلن شکرالله د بدخشان اوسېدونکی دی چې نیمه اوونۍ کار کوي او نیمه نوره د خپلې روښانې راتلونکې لپاره درس وایي. په دې اړه نور حال له بدخشانه د نعمت الله احمدي په راپور کې وګورئ.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او سیاسي جریانونه وايي چې د رأیې ورکوونکو نوملړ ناقص او ډېرې ستونزې لري.
په پېښور کې مدني فعالانو د اګست پر ۳۱مه په غونډه کې غږ کړی چې د پاکستان پښتون ملتپاله ګوندونه دې یوه جرګه وکړي چې د سیمې د پښتنو مسلو د هوارولو لارې وموندل شي. غونډې ته پښتون ولسي تحریک مشر سید عالم مسود په وینا کې وویل، د پاکستان او افغانستان پښتانه بل جنګ نه غواړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار د ۵۶ طالب وسله والو په وژل کېدو سره تصفیه شو.
د افغانستان د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټيم دوهم مرستيال محمد سرور دانش د سولې روانه پروسه پېچلې او بې نتیجې ګڼي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشي.
په داسې حال کې چې په سيمه کې کړکېچ روان دى، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون د ايران له ولسمشر حسن روحاني د زغم ښوولو غوښتنه وکړه. د ايران ولسمشر له اروپا غوښتي چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي. د فرانسې د جمهوري رياست دفتر پرون ويل چې ولسمشر مکرون په يوه ټیليفوني مکالمه کې له خپل ایراني سیاله وغوښتل چې د يمن جګړې په اړه مذاکراتو ته د هڅونې لپاره هم ضروري اقدامات ترسره کړي. ويل شوي چې په دغو خبرو کې مکرون له ايرانه دا غوښتنه هم کړې چې د لبنان په مسئله کې پراخ زغم... Читать дальше...
په بريتانيا کې لسګونه زره کسان لارو سړکونو ته په مظاهرو راووتل. دوى د صدراعظم بوريس جانسن پر هغه جنجالي اقدام اعتراض کړی چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په درشل کې يې د بريتانيا د پارلمان د تعليق غوښتنه کړې. په زرګونو کسان پرون د لندن سړکونو ته راووتل او ګڼو اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: بوريس جانسنه، شرم درته په کار دى. د مظاهرې يوې برخه والې چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز خبري اژانس ته وويل: په هغه شکل چې بوريس جانسن او د هغه حکومت هڅه کوي دلته په بريتانيا کې ډيموکراسي کمزورې کړي، زه ډېره په غوصه يم. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د بغلان د مرکز پلخمري په څنډو کې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبول شوې ده. دغه رياست نن (یکشنبه، وږی ۱۰مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د سهار له دوو بجو، شاوخوا ٤٠ وسله والو پر دوو سيمو برید پیل کړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. ملي امنيت وايي امنیتي ځواکونو د زمان خېل او حسين خېل سيمې تصفيه کړي او تر اوسه ٣ تنه وسله وال وژل شوي، دوه نيول شوي او پنځه نور ټپيان دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن ازادي راډيو ته وويل: تېره شپه دښمن... Читать дальше...
د پاکستان د خزانې وزارت د خبرتیا له مخې د ډيزلو په بیه کې پنځه روپۍ ۶۳ پېسې، د پټرولو په نرخ کې څلور روپۍ ۵۹ پېسې او د خاورو د تيلو په نرخ کې څلور روپۍ ۲۷ پېسې کمی
په داسې حال کې چې د منځني ختیځ کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی، د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته ویلي دي چې له زغم څخه کار واخلي.
په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف نن وويل چې د پلازمېنې صنعا په جنوب کې يې د حوثي ياغيانو يو پوځي هدف بمبار کړى دى. يو حوثي ياغي وايي، په دې بمبارۍ کې چې په دمار ښار کې پر يوه توقيفځاى شوې، لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي دي. د الحديري په نوم يوه حوثي المسيره ټلويزيون ته چې د حوثي ياغيانو پلوي کوي، په خبرو کې ويلي: له نړېدلې ودانۍ ٦٠ مړي ترلاسه شوي او ٥٠ کسان ټپيان شوي دي. د يمن لپاره د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر فرانز راخون شټاين ويلي، دى د وضعيت د ارزونې لپاره دمار ښار ته روان دى. ... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي، سبا دوشنبه د سپټمبر له دوهمې نېټې راهیسې به د تورخم دروازه په ازمایښتي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېږي. د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکو تر هغې وروسته د تورخم دروازې د ۲۴ ساعتونو لپاره د پرانیستلو خبر ورکوي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د روان کال په پیل کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړ. پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانيستل د دواړو ګاونډیو... Читать дальше...
د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په اړه د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې کوي.
مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدغې موضوع ته ځانګړې کړې او پر حکومت یې انتقاد کړی چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ېې پر ژمنو عمل نه دی کړی.
افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه( د سېپټمبر لومړۍ) د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله کړې ده.
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د سېپټمبر له دوهمې نېټې نه به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېزي.
وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله وکړه. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې حمله کوونکي له منځه یوسي. ده وویل: د تېرې شپې په شااوخوا یوه بجه دښمن چې د پلخمري ښار په دوو برخو کې پټ شوی و، حمله وکړه، دا بریدونه د کندز د حملو په شان نه دي، یوازې په دوو ساحو کې حمله کوونکي ځای پر ځای شوي او پر امنیتي ځواکونو او خلکو ډزې کوي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه ژر تر ژره تصفیه کړي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی. د کورنیو چارووزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، د کندز ښار او لمنو په تصفیوي عملیاتو کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته همداراز وویل، د کندز د چوک د تېر ماښام په انتحاري حمله کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویندوی سید سرور حسیني وژل شوی دی. د ده په وینا، په دې برید کې د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی ټپي شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی. د کندز په دې انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول. Читать дальше...
د امریکا او طالبانو مرکچیان د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نهايي موافقې په درشل کې دي. د راپورونو له مخې، دواړو خواوو تېره شپه ناوخته خپلې خبرې پای ته ورسولې. زلمي خلیلزاد د خبرو په پای کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کېني. خلیلزاد دا هم ویلي چې له طالبانو سره د نهم یا وروستي پړاو خبرو په اړه د سلامشورو لپاره به نن یکشنبه کابل ته راشي. Читать дальше...
د امریکا پوځ وايي، د سوریې د حلب ښار په شمال کې یې د القاعدې د مشرانو پر یوه استوګنځي برید کړی دی. راپورونه وايي چې په برید کې شااوخوا ۴۰ سختدریځي وژل شوي دي. د امریکا د قواوو مرکزي قوماندانۍ پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې عملیاتو کې په سوریه کې د القاعده هغه مشران په نښه شول چې پر امریکايي اتباعو، شریکانو او بېګناه ملکیانو د حملو مسؤلیت په غاړه لري. په بیان کې همداراز راغلي چې د دې ځای له منځه تګ به د نورو حملو او د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د دې ډلې توان کمزوری کړی.