Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 16.10.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا مرستيال ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار او بهرنيو چارو وزیر ترکيې ته روان شول. په کشمیر کې درې سخت دريځي وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې د ترکیې عملیاتو درولو په هدف د امریکا مرستیال ولسمشر ترکیې ته ځي

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار روبرت اوبراین نن انقرې ته ځي، ترڅو د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند غوښتنه وکړي. که څه هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېڅکله به د اوربند سپارښتنه ونه کړي. د امریکا د مرستیال ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې مایک پنس به د اکتوبر په ۱۷ له ولسمشر اردوغان سره وګوري او د سمدستي اوربند او د مذاکراتو د شرایطو په اړه به خبري وکړي. په همدې حال کې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف په سوریه کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا مشر د دغه هېواد تر ټولو لوړ غره ته پر اس ختلی

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن (اکټوبر ۱۶مه) د کیم جونګ اون هغه عکسونه خپاره کړي چې پر سپین اس د پیکتو په نوم غره پر سر ولاړ دی. دغه غر ۲۷۵۰ متره لوړ دی. دولتي رسنیو د کیم د پلویانو په حواله ویلي چې د شمالي کوریا مشر د لویو عملیاتو پلان لري، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. پر اس د دغه غره پر سر د ښاغلي کیم حرکت، د کوریا د انقلاب په تاریخ کې لوی ارزښت لرونکی اقدام بلل شوی دی. کیم تر دې وړاندي تر ځینو لویو پریکړو دمخه هم دغه غره ته ختلی، لکه په ۲۰۱۳ کال کې د خپل تره د اعدام پریکړه، په ۲۰۱۷ کال کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کابل موزیم مجسمې رغول کېږي

د افغانستان ملي موزیم چې د دغه هېواد لرغونی برم او تاریخ بیانوي. د دغه موزیم چارواکي وايي، هڅه کوي هغه بودايي مجسمې بېرته ورغوي چې د طالبانو رژیم پرمهال ماتې شوې دي. دا چې دغه چارې څوک مخته وړي او بشپړېدل به یې څومره وخت ونیسي، د رحمت الله افغان ویډیويي رپوټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

سوات کې پر وښو سکي لوبه

په سوات ملم جبه کې د ګرين په نوم جوړ کړل شوي سېلځي کې بې واوري لوبې پیل شوي چې ورته ځینې لوبغاړي خوشاله دي. د دې لوبې چمتوکونکي خوښ دي چې له دې سره به د سېلانيانو ورتګ نور هم زيات شي. په دې اړه د نياز احمدخان ویډیو رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: افغانستان کي ۶۰۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ رنځېږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهې صندوق (یونیسف) وایې، په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان صحي خوړو ته د نه لاسرسي له کبله له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. ددغې ادارې د سوء تغذیې د برخې متخصصې ذکیه معروف نن (میزان ۲۴مه) له آزادي راډیو ته وویل، دا ماشومان تر پنځو کلونو کم عمرونه لري. اغلې معروف وویل، "په افغانستان کې هرکال دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي. په دې کې د ۶۰۰ زرو ماشومانو وضعیت ډیر خراب دی." نن د اکتوبر ۱۶ په نړۍ کې د خوړو نړیواله ورځ نماځل کیږي.

Mashaalradio.com 

په مومندو کې جلال اباد ته تېرېدونکې اباده لار اوس کنډواله پرته ده

د مومندو د ګنداو سیمه چې څو کاله پخوا یې نغري جلال اباد ته د تلونکیو کاروانونو له کبله بل ول اوس له بې روزګارۍ، وچکالۍ او کنډکپر سړک سر ټکوي او وايي ژوند یې په ټپه ولاړ دی. دوی له حکومته په سیمه کې د اوبو بندونو او د سړک جوړولو غوښتنه کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزی ویډیو رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د غالیو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي

د افغانستان د غالیو او فرشونو مرکز وايي، تېر کال ته په کتو په روان کې بهر ته ددغه هېواد د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. د دغه مرکز رئیس عبدالقهار خوش خلق نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د غالیو او ټغرونو تولیدات ډېر ښه دي، خو په بهر کې ورته ښه بازار نشته. ښاغلي خوش خلق وویل، غالۍ او ټغرونه تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو، جلال اباد او کابل کې اوبدل کېږي. "د غالیو او ټغرونو میاشتنی تولید له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰ متر مربع دی، خو زمونږ خرڅلاو کم دی، یعنې په کومه چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د جارجیا توشیتي لارې خطرونه او ښکلې نظارې

اومالو سیمې ته د دې بغېر بله لار نشته دغه ۷۰ کلومیټره لار څلور ګېنټې وخت اخلي خو په ژمي کې ورباندې تګ مشکل وي او په اوړي پرې ټرافیکي حادثې زیاتې وي. خو بیا هم مسافر یې له ښکلو نظارو خوندونه اخلي. نور تفصیل د مشال راډیو مرکزي څانګې دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه پښتو کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د کابل موزیم د سلګونو بودايي مجسمو د رغولو وروستی پړاو پیلېدونکی دی

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ماتو شويو بودا مجسمو د جوړونې کارونه دریم پړاو ته داخل شوي دي. چارواکي وايي چې دا وروستی پړاو دی چې عملا د ترمیم چارې پیلیږي او په درېیو کلونو کې به بشپړ شي.

Pa.azadiradio.com 

پولیسو لوګر کې د اجمل په نوم حقاني شبکې یو مهم سرګروپ نیولی دی

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، پولیسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اجمل په نوم د حقاني شبکې يو مهم سرګروپ چې په بلال مشهور دی، نيولى دى. د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن سهار (میزان ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، چې اجمل د میزان ۶مې ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال يې د لوګر پر مرکز راکټي بريدونه کړي وو. د ښاغلي احمدزي په وینا نوموړي په لوګر کې په بېلابېلو بریدونو کې لاس درلود. تر اوسه طالبانو د نوموړي د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

عایشه خرم؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو غږ!

عایشه خرم چې د یو کال لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان د ځوانانو د استازې په توګه غوره شوې وایي، تر ټوله ستره اندېښنه یې د سولې په اړه ده. د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي له عایشه خرم سره مرکه کړې.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *