Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 05.10.2019

Pa.azadiradio.com 

له کاگلي کور وړانګې خپرېږي

د میزان دیارلسمه په افغانستان کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده. دا ورځ په دغه هیواد کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغان ښوونکي له لسګونو ستونزو سره مخ دي. لیمه هادي په دې راپور کې د یو ښوونکي ژوند ته تم شوې.

Pa.azadiradio.com 

د فرهت نوې کوژدن شوې وه

دا د مارشال محمد قسیم فهیم د اکاډمۍ له پوځې څانګې فارغ و او ټاکل شوې وه سږ واده وکړي. خو په هغه موټر بم کې چې هدف یې د ملي اردو د کماندو نظام قراول و ووژل شو.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ وبلله

د افغانستان ولسمشر په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ وبلله. محمد اشرف غني چې نن يې په کابل کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې خبرې کولې، وويل: ملکي تلفات واقعاً د خواشينۍ وړ دي، خو زموږ امنيتي او دفاعي قوه متعهده ده چې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي، د خداى په فضل زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول قانونمند دي چې که خداى کول په مطلق ډول به د ملکي تلفاتو مخنيوى وشي. تر دې مخکې په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه ښوول شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په دوو اوږو د څلور زامنو جنازې

د سیدا ګل دوه زامن څلور کاله وړاندې د وسله والو په یوه چرکي برید کې وژل شوي او دوه نور یې بیا د طالبانو په یوه بله وسله واله حمله کې ووژل شول. سیدا ګل وايي دولت ورسره د پوليسو له اکراميې پرته نوره مرسته نه ده کړې. نور له کندهاره د صادق رېښتیني په دې ویډیویي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

بلخي: د لوړو زده کړو وزارت په مرسته به د ١٠٠٠ ښوونکو ظرفيت لوړ شي

د پوهنې وزارت سرپرست وايي سږکال به د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د ١٠٠٠ تنو ښوونکو ظرفيتونه لوړ شي. محمد ميرويس بلخي نن په کابل کې د ښوونکي ورځې په مناسبت په غازي عالي لېسه کې د وينا پر مهال دا خبره وکړه. ښاغلي بلخي وويل، د ښوونکو د معاشونو لوړولو او کورونو ورکولو پر طرحه کار روان دى. دی وایي: د استوګنې د سرپناه طرحه مو داسې جوړه کړې چې په اوږد مهال کې د قسطونو په ډول وکړاى شو د سپينې نومرې پر ځاى د يوه ابتدايي کور کيلي خپلو ښوونکو ته وسپارو، طرحه بشپړه شوې او د خپلې بودجې په مرسته به دا پروګرام پيل کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، نن د ورځې په اوږدو کې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې ویلي، په دې ولسوالۍ کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پوځي عمليات اوس هم روان دي. ده وویل: په دغو پوځي عمليات کې تر اوسه ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي. نوري زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی او عملیات اوس هم روان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى

د عراق په پارلمان کې د بشري حقونو کمېسيون نن وويل چې په بغداد او د عراق د جنوب په نورو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٩٣ ته رسېدلى دى. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې ناکراري پنځمې ورځې ته ورسېدله. کمېسيون وايي، د اوزګارتيا، کمزورو عامه خدماتو او پراخ اداري فساد له کبله په دغو مظاهرو کې چې تېره سې شنبه پيل شوې، نږدې ٤٠٠٠ کسان ټپيان شوي دي. د عراق چارواکو انټرنټي خدمات بلاک کړي او په جنوبي ولايتونو کې د مرګ ژوبلې شمېر سوکه تأييدوي. د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي پرون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په رومانیا کې د ټکر په یوه پېښه کې ١٠ کسان مړه شوي

نن سهار د رومانيا په جنوب ختيځ کې د يوه ميني بس او باروړونکي موټر د ټکر په نتيجه کې ١٠ کسان مړه شوي. د رومانيا د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي رئد عرفات وويل، په ٧ ټپيانو کې څلور تنه يې په روغتون کې بستر شوي دي. په اروپايي ټولنه کې رومانيا هغه هېواد دى چې ډېرې خونړۍ ټرافيکي پېښې په کې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټسال ۲ افغان لوبغاړي د لبنان د فوټسال غوره ليګ سیالیو کې لوبېږي

د افغانستان د فوټسال د ملي ټيم دوه لوبغاړي د لبنان د فوټسال د غوره ليګ سیالیو ته غوره شوي دي. د افغانستان د فوټبال فدراسيون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې دا افغان لوبغاړو فرزاد محمودي او سيد حسين موسوي ته ښه زېرى بللى دى. د فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، دواړه افغان لوبغاړي د لبنان الغبيري ټيم ته د يوه کال لپاره انتخاب شوي دي. دوى به د اسيايي ټيمونو تر شل کلنۍ د کم عمره لوبغاړو د فوټسال په هغو مسابقو کې چې په جون مياشت کې په ايران کې ترسره کېږي، برخه واخلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په میدان وردګ کې په ۶میاشتو کې ۶۰۰ طالبان مړه او ټپیان شوي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي ادعا کوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په پوځي عملياتو کې څه باندې ٦٠٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ميدان وردګ امنيه قوماندان ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ګډو پوځي عملياتو کې اوښتې ده. مل پاسوال محمد ويس صميمي ازادي راډيو ته وويل: په ميدان وردګ ولايت کې دښمن تر ٦٠٠ زيات تلفات لري چې ملي امنيتي ځواکونو ګډ پوځي عمليات کړي، زموږ همکارانو هم په ځينو مواردو کې په هوايي ضربو کې زموږ له ملي امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده. د ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان په ګیزاب کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

ځایي چارواکي وایي چې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي. د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، یادې ولسوالۍ ته تازه دمي اضافي ځواکونه رسېدلي او د وسله والو طالبانو بریدونه يې په شا تمبولي دي. د ولایت مقام ویاند زړګي عبادي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځواکونه تېره شپه ورسېدلي او عملیات يې پیل کړي دي. دوی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال تر دامهاله ۲۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. ده دا ونه ویل چې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پروان- باميان لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې

حکومتي چارواکي وايي، د سېلابونو له کبله د پروان- باميان لار تړل شوې ده. د پروان چارواکي وايي، د ورښتونو او سېلاب په نتيجه کې دغه لار له نن سهاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې ده. د پروان د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي ازادي راډيو ته وويل، نږدې پنځه کيلومتره ساحه تړل شوې او د سړک په دواړو خواوو کې سلګونه موټر بند پاتې دي. د پروان- باميان لويه لار له شينوارو ولسوالۍ تېرېږي.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: ټرمپ د ملي امنيت شورا د کارکوونکو د کمولو امر کړى

له واشنګټنه په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا د کارکوونکو د پام وړ شمېر د کمولو امر کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د استيضاح د پلټنې په وړاندې مبارزه کوي چې د ملي امنيت شورا د فعاليت په تړاو د يوه افشاګر پر شکايت متمرکزه ده. بلومبرګ پرون ناوخته راپور ورکړ چې د کارکوونکو شمېر به په تدريجي ډول کمېږي. بلومبرګ وايي، ځينو سرچينو ويلي چې د کارکوونکو د شمېر کمېدل د سپينې ماڼۍ د هڅې برخه ده چې غواړي د ملي امنيت د نوي سلاکار رابرټ اوبراين... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور په پسابند کې تېره شپه طالبانو پر یوه امنيتي پوسته حمله وکړه

په غور ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په پسابند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې ده. د پسابند سرپرست ولسوال عبدالاحد نن ازادي راډيو ته وويل، جګړه د شپې په نهو بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ. د ده په وينا، په دې جګړه کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د دوو ټپيانو وضعيت نازک ښوول شوى دى. د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. بل خوا د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې د شوې جګړې په اړه راپور نه دى ور رسېدلى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې نږدې د ٩٠ ميليونو افغانيو په لګښت ۳ پروژې بشپړې شوې

په غور ولايت کې نږدې د ٩٠ ميليونو افغانيو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د غور د کليو پراختيا رئيس محفوظ الله فکور نن ازادي راډيو ته وويل، په دغو پروژو کې د سړکونو، کانالونو او محافظتي دېوالونو جوړول شامل دي. ښاغلى فکور وايي، دغه پروژې په پسابند او لعل سرجنګل ولسواليو کې بشپړې شوې دي. د غور چارواکي وايي، له دغو پروژو به ١٦٠٠ کسان ګټه پورته کوي.

Pa.azadiradio.com 

موحد: د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې۴۰ کسان مجازات کړل

د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې څلوېښت کسان مجازات کړل. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د (۲۹) پېښو په تړاو یې (۳۷) کسان نیولي او بیا د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي. د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۱۲) نور تورن کسان هم نیولي او تر هغه وروسته يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

پولیسو په ۱۴ولایتونو کې څه د پاسه ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي

پولیسو په څوارلسو ولایتونو کې څه د پاسه اته سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په څوارلسو ولایتونو کې (۸۵۱) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، کېمیاوي مواد او وراسته شوي کشمش پکې شامل دي. دی وایي: له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په (۱۴) ولایتونو کې (۳۵) عملیات وکړل چې د نشه يي موادو په شک یې (۳۴) کسان نیولي، په دوی کې دوه تنه یې ملي پولیس دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د هیروئینو ۴ قاچاق کوونکي ونیول شول

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور قاچاق کوونکي د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور کسان په داسې حال کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شول چې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې یې درې کیلو ګرامه هیروئین قاچاق کول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د درې میاشتني راپور پر اساس په تېرو درېيو مياشتو کې (۵۵) نور کسان هم نیول شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهر ته نشه يي مواد قاچاق کول.

Pa.azadiradio.com 

استرالیا: په ایران کې د استرالیا دوه نیول شوي وکړي خوشې شوي

د استراليا حکومت وايي، د دغه هېواد دوه وګړي چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور نيول شوي وو، خوشې کړاى شوي دي. مارک فيرکين او جولي کينګ چې په جولاى مياشت کې نيول شوي وو، ټول تورونه ورڅخه لېرې شوي دي. د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې مارايس پېن نن سهار په کانبېرا کې وويل: دغه دوه کسان له تهران سره تر حساسو بحثونو وروسته خوشې کړاى شول. هغې زياته کړه، دوى چې روغتيايي وضعيت او روحيه يې ښه ده، خپل کور ته پر لاره دي. د استراليا د بهرنيو چارو وزيره مارايس پېن وايي، د اسټراليا درېيم وګړى چې کال مخکې د ايراني... Читать дальше...


Туляки стали победителями первенства Центральной России по самбо

Сын артистки Светланы Немоляевой опроверг сообщения о госпитализации матери

Захарова: РФ готова оказать помощь в поисках пропавшего вертолета президента Раиси

На севере Москвы произошло ДТП с участием пешехода на моноколесе



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Аренда юридического адреса в Москве. Стоимость недорого

Известный дизайнер Александр Селипанов основал бренд гиперкаров Nilu27

Кологривый назвал две причины переезда в Москву из Новосибирска

Летчик Заболотский: инцидент с вертолетом Раиси произошел по ошибке пилота

Музыкальные новости

Актер из «Папиных дочек» пропал в Москве

«Динамо» подняло планку // Московский клуб вплотную приблизился к победе в РПЛ

NYT: встреча Путина и Си Цзиньпина показала непоколебимость поддержки РФ Китаем

Снять свой Художественный фильм.

Новости России

Известный дизайнер Александр Селипанов основал бренд гиперкаров Nilu27

Летчик Заболотский: инцидент с вертолетом Раиси произошел по ошибке пилота

Аренда юридического адреса в Москве. Стоимость недорого

До +25 градусов ожидается на предстоящей неделе в районах Северо-Запада

Экология в России и мире

Выставки индустрии моды в Москве

МОСКОВСКИЙ ФЕСТИВАЛЬ ПОД ФЛАГОМ РУССКИХ СУПЕРГЕРОЕВ.

Где провести бизнес-встречу в Ростове-на-Дону?

Снять свой Художественный фильм.

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP

Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ

Звонарёва проиграла американке Крюгер в квалификации турнира в Страсбурге

Путинцева вернулась после 0:6 и одержала важную победу

Moscow.media

От воды освобождаются дороги и мосты в Оренбургской и Курганской областях

Правоохранители проверили бывших мигрантов в Джанкое

Основные операции и сражения Великой Отечественной войны

«Грузовичкоф» развивает представителей бизнес-среды







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *