قطر: د افغانستان امریکايي پوهنتون استادانو راخوشې کولو کې دوحې مهم رول لوبولی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوحې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په هڅو کې یې مهم رول لوبولی دی. طالبانو د سه شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) د حقاني شبکې د مشر د ورور انس حقاني په ګډون د خپلو درېیو جګپوړو غړو په بدل کې امریکایی کیون کینګ او استرالیايی ټیموټی ویکس چې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو، خوشې کړل. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت... Читать дальше...