سیاسي کارپوه احمد وحید مژده په کابل کې ناپېژاندو وسله والو وواژه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د خوست ښار د سړکونو او لختیو د رغولو کارونه پیل شول نجیب الله الوخېل د چارشنبې په ورځ د خوست ښاروالۍ لخوا د ښار د یو شمېر سړکونو او لښتیو د اساسي جوړولو پر څلورو پروژو کارونه پیل شول. چارواکي وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره به د ښار هغه سړکونه او لښتي جوړ شي، چې نورو يې اړتیا يې ډېره ده. بل لوري ته خوست ښاریان وايي، په ښار کې د بیارغونې د پروژو اړتیا ډېره ده، خوحکومت ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې. خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي مشال راډیو ته وویل، ښاریانو په پرلپسې توګه د ښار د سړکونو او لښتیو د اساسي رغونې غوښتنه درلوده. Читать дальше...
په خېبر پښتونخوا کې ځینې زده کوونکي هره ورځ د ښوونځو تر رخصتۍ وروسته د بسونو یا نورو موټرو دپاسه له خطرو ډک سفر کوي. دوی وايي، د کرایې د زیاتوالی له کبله داسې کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نوموړی نن (عقرب/لړم ۲۹مه) په داسې حال کې چې د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجد پر لور روان و، د موټر سایکل سپرو له خوا د کابل په دارلامان سیمه کې په نښه شو. ښاغلي رحیمي ویلي چې موضوع د پولیسو تر تعقیب لاندې ده، خو تراوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. احمد وحید مژده سیاسي کارپوه او د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی و. د طالبانو له رژیم ړنګېدو راهیسې نوموړي په کابل کې ژوند کاوه. Читать дальше...
نن شپږمه ورځ ده چې په ایران کې اعتراضونه روان دي. د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو مشرانو له خپلو پلویانو غوښتي چې د لویو ښارو لارو کوڅو بندولو ته د پای ټکی کیږدي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
په کندهار کې یو شمیر بزګر چې په تیرو کلونو کې یې پرخپلو ځمکو کوکنار کرلي وو، اوس یې پنبه کرلې. که څه هم په کندهارکې د پنبې د اخیستلو او صادراتو بازار ګرم دی خو بزګران ستونزې هم لري. په دې اړه له کندهاره د آزادي راډیو خبریال صادق رشتینی ویدیویي راپور را استولی چی هیلۍ اسد یې وړاندې کوي.
د پوهنتون انتظامیه وايي زده کوونکیو په هاسټلونو کې د اوبو د ستونځې د هواري لپاره احتجاجي مظاهره کړې وه او پولیسو مقدمه له دوی سره له سلا مشورې بغیر کښل شوې ده.
۱ سلو ۲ زره رایې چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځې څخه وړاندې او وروسته کارول شوې وې له کوم برخلیک سره مخامخ کیږي؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزات خبرداری ورکوي چې، هیڅوک حق نه لري د رایو شمیرنې د بهیر او د پلټنې پر وړاندې ناامني رامنځته کړي.
یوه نوې سروې ښیې چې طالبان تیرکال تر ټولو وژونکې ډله وه. د سروې له مخې په سوریې او عراق کې د تاوتریخوالي په کمېدو په افغانستان کې تروریستي بریدونه ډیر شوي دي. په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تروریزم نړیوال انډکس چې د آسترالیا په سیدنې ښار کې د مېشت د سولي او اقتصاد انسټېټیوټ لخوا خپور شو ، ښیي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان کې د ټولو وژنو یو اویا ۷۱ سلنه د طالبانو له خوا شوي دي. دا شمېره د ټولې نړۍ د تروریستي پېښو د قربانیانو ۳۸ فیصده جوړوي. طالبان تېر کال تر داعش وسله والې ډلې چې تر ټولو لویه وژونکې ډله وه، مخکې شول. Читать дальше...
اوس نو د مړزانو غوښه یوازې د ګوتو په شمار ښکاریانو خوراک نه دی. د مړزانو د تولید دغه ماشین چې د افغانانو په لاس جوړ شوی او د تولید ښه ظرفیت لري. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
افغان حکومت وايي د چې خوشې شوي طالب زندانیان به په قطر کې تر هغې څارنې لاندې وي څو د دواړو لوریو ترمنځ ټاکل شوي شرایط نه وي پوره شوي.
په کابل کې د سوک وهنې منتخبې سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د سوک وهنې په دغو سیالیو کې ۲۸۴ لوبغاړو ګډون کړی وو. یادې سیالۍ په مرکز کابل کې له تېرو ۷ ورځو راهیسې په بېلابېلو وزنونو کې روانې وې. د سوک وهنې فدراسیون مسوولین وايي، دوی له ۲۸۴ لوبغاړو څخه ۲۰ تنه د کابل د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته غوره کړي دي. دغه سیالۍ هر کال د هېواد د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د غوره لوبغاړو د پیژندلو په هدف ترسره کېږي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت اعظمي او په پېښور کې د انګريزي ژبې ورځپاڼې دي نيوز خبريال مشتاق يوسفزي سره د داعش په اړه خبرې شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت پای اعلان کړ، خو د دې ډلې فعالیت د هېواد په نورو سیمو کې څه ډول دی؟
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله، د افغان ماشومانو وضعیت ښه نه دی.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس تایلنډ ته ورسېد. دی به آسیا ته په دې یو اونیز سفر کې په تایلنډ کې د کاتولیکانو له یوه کوچني اقلیت سره وګوري. تمه ده چې نوموړی به په جاپان کې هم تم شي. بنکاک ته له رسېدو سره پاپ فرانسس له عیسوۍ مبلغې آنا روزا سیفوري سره چې له څه باندي پنځوسو کلونو راهیسې په تایلنډ کې اوسیږي، ولیدل. کاتولیک عیسویان د تایلنډ د نفوس یوه سلنه جوړوي.
د اسرائیل پوځ وایې په سوریې کې ېې لسګونه ایراني او سوریه یې پوځي اهداف ویشتلي دي. دوی وایې په دې سره یې د اسرائیل تر واک لاندې جولان پر لوړو د راکټي بریدونو غچ واخیست. د اسرائیل د پوځ په خبره د دې هېواد جنګي جټ الوتکو نن د نومبر ۲۰ د ایران د سپاه پاسداران قدس اړوند اهداف چې له ځمکې هوا ویشتونکي توغندي، د وسلو زیرمې او نورې پوځي اډې پکي شاملې دي، ویشتلي. د جګړو د حالاتو یوه څارونکې ډله وایي، په دې هوایې بریدونو کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي چې ۷ کسه یې د سوریې نه دي. د سوریې دولتي رسنیو وړاندې راپور... Читать дальше...
د پاکستان د حکومت مخالفو مشرانو پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هغه هیواد په لویو ښارونو کې د لارو بندول ختم کړي. دوی وایې دا اعتراضونه عام خلک زیانمنوي. دغو مخالفو مشرانو د نومبر پر ۱۹مه اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د صدراعظم عمران خان تر استعفی پورې به خپلو نورو فشارونو ته دوام ورکوي. دوی ادعا کوي چې خان د ۲۰۱۸ میلادي کال په ټاکنو کې په درغلیو د پاکستان د پوځ له خوا واک ته رسیدلی دی. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دغه حکومت ضد اعتراضونه تیره میاشت د آزادۍ مارش په نوم پیل شول. Читать дальше...
په خوست ښار کې چاودنې یو ټرافیک وژلی او ۳ نور يې ټپیان کړي دي. نن د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې یو ټرافیک وژل شوی او دوه ټرافیکان او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. د خوست د امنیه قومدانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چې وژل شوی ټرافیک غني شاه نومیږي چې د موټرو د لایسنس مدیر و. ده وویل، په دې پېښه کې دوه نور ټرافیکان او یو ملکی وګړي ټپیان شوي دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې ماین د ښار په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لاهم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ چې په ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو کې لاس لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه ده سپارلی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مالدارۍ د ودې لپاره جوړ شوی نندارتون نن چارشنبه پای ته رسېږي. په دغه درې ورځني نندارتون کې د پاکستان په ګډون له افغانستان او ایرانه نه یوازې څاروي راوړل شوي بلکې د چین او اسټرالیا سوداګرو هم په پکې برخه اخيستې ده. له کوټي د مشال راډیو خبریال ايوب ترين راکوي.
د کندز، بدخشان او تخار ولایتونو د کرنې ریاستو چارواکي او خلک وايي چې سږکال په دې ولایتونو کې د بې وخته اورښتونو او طبیعي امراضو له امله د پستې ځنګلونو ښه حاصلات نه دي ورکړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې راتلونکي کال کې له۵۰ زرو ډېرې مېرمنې د کرنیزو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راولي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د کرنې وزارت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې په ۲۵ زرو میرمنو کورنۍ باغچې وویشي. نوموړي دغه شان وویل، تېرکال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۴ زره میرمنې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پروګرامونو چې د چرګانو او مچیو د ساتنې، شنو خونو، باغونو او د میوو او سبزیجاتو د پروسس پروګرامونه په کې شامل و برخمنې شوې دي. ښاغلی... Читать дальше...
د افغانستان اقتصادي وده په روان ۱۳۹۸مالي کال کې ۳ سلنې ته لوړه شوې ده. د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د افغانستان د اقتصادي ودې مهم دلایل د سیمې له هېوادونو سره د هوایي دهلیزونو رامنځته کېدل دي، چې صادرات ورسره ښه او د کرنې په برخه کې هم وده رامنځته شوې. هغه زیاته کړه: "خوشبختانه کوم راپورونه چې مونږ لرو په بيلابيلو سکټورونو کې د پراختیا له امله د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنه لوړه شوې چې دا په تېرو څلورو کلونو په پرتله تر ټولو لویه اقتصادي پراختیا ده."... Читать дальше...