ډپلومات: حقاني شبکه د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د ترینګلو اړیکو یو لامل ده
نړیوالو ورځپاڼو د امریکا او طالبانو د بندیانو خوشې کېدو او په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو په اړه تبصرې کړې دي.
نړیوالو ورځپاڼو د امریکا او طالبانو د بندیانو خوشې کېدو او په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو په اړه تبصرې کړې دي.
د پاکستان سترې محکمې د حکومت هغه پریکړه ځنډولې چې په کې یې د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د کار دوره غځولې ده. د پاکستان د لوی څارنوال دفتر وايي، د سترې محکمې له خوا د باجوه د دورې غځول تر نن ( چارشنبې) پورې ځنډول شوې څو د دې اقدام په وړاندې اعتراض واوري. جنرال باجوه د پخواني صدراعظم نواز شریف له خوا د 2016 م کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی و، د نوموړی درې کلنه دوره د نومبر میاشتې په 29 مه نیټه پای ته رسیږي. خو په اګست میاشت کې د نواز شریف ځای ناستي عمران... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډیر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. میرمن نورستانۍ پرون (سه شنبه) ازادي راډیو ته وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پریکړه وکړي. د نوموړې په وینا په دې دوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او تفتیش بهیر نن ( چارشنبه) بشپړیږي. نورستانۍ زیاته کړه: "په مجموع کې پرېکړه داده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډیر ژر... Читать дальше...
په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د ۲ هیلیکوپټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ، د نومبر په ۲۶مه، ویلي چې دا په وروستیو پنځو کلونوکې د فرانسې د ځواکونو تر ټولو زیات تلفات دي. د فرانسې ولسمشر اېمانویل ماکرون ویلي چې د جهادي وسله والو پر ضد په جګړه کې د خپلو هیليکوپټرو د سقوط له امله سخت خواشینی دی. په مالي کې تر ۴۰۰ زیات فرانسوي عسکر مېشت دي چې د مالي د ساحل په سیمه کې د داعش او د القاده له شبکې سره د نورو تړلو ډلو پرضد پر مبارزه کې د مالي له ځواکونو همکاري کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، واشنګټن په ایران کې د حکومت له خوا د وروستیو اعتراضونو د ځپلو په اړه تر شل زرو زیات پیغامونه، ویډیوګانې، عکسونه او یادښتونه ترلاسه کړي.
د لوګر د هغو مدني فعالانو سره چې د دې ولایت په ښوونځیو کې یې د جنسي ځورونې موضوع راپورته کړه د ملي امنیت چلند او د هغوی څخه اعتراف اخیستل په کابل کې د امریکا د سفیر په شمول د لویدیځو ډپلوماټانو له له سخت انتقاد سره مخ شوي.
په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تیره شپه هم د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و. د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ 23 کسان وژل شوي او تر 650 زیات نور ژوبل شوي دي. راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړیدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي. پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوی چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي. دا څرګنده نه ده چې ایا لا هم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه. کاسوو او مونټیني ګرو د لټون او... Читать дальше...
د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر وایي، هغه پیسې چې له دې هیواده په غیرقانوني ډول ایستل شوي، نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
ایران وايي د هغو افرادو پر ضد به اقدامات وکړي چې د ایران انټرنیشنال په نوم له لندن څخه خپریدونکي فارسي ټلویزون سره تړاو ولري. ایراني چارواکي پر دې تلویزوني شبکې تور پوری کړی چې تیره اونۍ یې په ایران کې د راپورته شویو حکومت ضد مظاهرو د پوښښ پرمهال بې طرفي نه ده ساتلې. د ایران قضایه قوي د سه شنبې په ورځ پر خپل ویب پاڼه لیکلي، د ایران اینټرنشنال تلویزوني شبکې یو شمېر کارکونکي به "د خپلو اموالو په برخه کې له حقوقي او قضايي محدویتونو سره مخ شي." د میزان په نوم د ایران له قضايي قوې سره تړلي خبري اژانس ددې محدودیتونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. Читать дальше...