د پل خشتي جومات د بیارغونې کار بشپړ شو
د کابل ښار د پل خشتي جومات د بیارغولو کار پرون، د نومبر په ۲۹مه ، بشپړ شو. په دې اړه په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دا جومات په کابل کې له مهمو تاریخي ځایونو دی چې د نظافت او ساتنې به پرخه کې باید ټول همکاري وکړي. محمد اشرف غني وویل: "له خد ایه توفیق غواړو چې ۳۷۷ جوماتونه چې په ولسوالیو کې جوړېږي، بشپړ شي، په ۲۶ ولایتونو کې چې جامع جوماتونه نه و، جامع جوماتونه د بشپړېدو په حال کې دي." د پل خشتي د جامع د بیارغونې کار د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډېسمبر کې پېل شوی و. د افغانستان... Читать дальше...