پاکستان د "اب و هوا بدلون له شدیدو ګواښونو سره مخامخ" دی
په تېرو کلونو کې پاکستان د ماحولیاتي ګواښونو له پلوه له اتم ځایه پېنځم نمبر ته ځکه راغلی چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کلونو کې سېلاوونو ګڼ کسان ووژل.
په تېرو کلونو کې پاکستان د ماحولیاتي ګواښونو له پلوه له اتم ځایه پېنځم نمبر ته ځکه راغلی چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کلونو کې سېلاوونو ګڼ کسان ووژل.
شریف وویل، د خدای شکر دی، خدای موږ سپین کړو او د نیازي او نیب مشارکت او دسیسه یو ځل بیا ناکامه شول.
د افغان لېکوال زمان احمدي مدافع وکیل وایي، سترې محکمې د نوموړي د قضیې په اړه د ابتدائیه محکمې د حکم د لغوه کېدو امر کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي قضیه دې له سره بیا وڅیړل شي.
په جلال آباد کې د جاپاني ډاکټرد وژلو په وړاندې غبرګونونه د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ژر اعلانولو لپاره د ناتو د ملکي استازي تاکید په جنوبي کوریا کې تراوبو لاندې د نڅا ننداره دا او نورپه زړه پورې خبرونه په دې خبري ټولګۍ کې لیدلی شئ
د دسېمبر درېمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو نړیواله ورځ ده. په دغو مغدورانو کې یو د پېښور حاجره عنبرین هم ده چې پیدایشي معذوره ده خو د بې وزلې یې د علاج پر مخ یو لوی خنډ دی. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل. د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر اوربند او له افغانستانه بهر د طالبانو پر پټنځایونو خبرې کړې دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشر غني او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستۍ کتنه کې هم پر همدې دوو مسایلو خبرې شوې وې او دواړو لوریو ټینګار کړی و چې له افغانستانه بهر د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي. ښاغلي ټرمپ افغانستان ته په خپل ناڅاپي... Читать дальше...
له خپلو پنځو همکارانو سره د نامعلومو وسله والو له لوري د جاپان د سولې طبي موسسې د ريیس ډاکټر تتسو ناکامورا وژل کېدو، په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پورته کړي دي.
په افغانستان د ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کمزوري مدیریت تورنوي او له دغه کمېسیون څخه غواړي چې د روان بحران د حل لپاره دې د انتخاباتي ټکټونو، څارونکو ادارو، نړیوالې ټولنې او سیاسي ګوندونو یوه مشترکه ناسته راوبلل شي.
د پاکستان په سند صوبه کې له هغې وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تشدد پېښو په اړه بحثونه زیات شوي دي چې پکې د دغه صوبې په دادو ضلعه کې یوې کورنۍ یوه ۱۱ کلنه ماشومه د غیرت په نوم په مبینه توګه سنګسار کړې ده.
د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار ويلي، د پوليسو له خوا ورباندې درج شويو مقدمو پرېشانه کړی دی البته پر نورو ځوانانو شويو اېف ای ارونو خپه کړی دی. نوموړي دا خبره له مشال راډيو سره تر هغه وروسته وکړه چې څو ورځې وړاندې د لاهور پوليسو پر اقبال خان او نورو زده کوونکيو د ځوانانو د پارولو مقدمه جوړه کړه. په دې اړه د عبدالحي کاکړ ويډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په جنوب کې امنیتي چارواکي وايي، د زابل په ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو کې په پوځي عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي. په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو یوه ویاند احمد صادق عيسي ازادی رادیو ته وویل، دغه وسله وال د خالد په نوم د دولتي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې د رسنيو مالکان، خبريالان، فعالان او بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي چې ددې هېواد حکومت او پوځ پر مطبوعاتو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي خو دوی دواړه دا ادعاوي ردوي. په پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ تر کومه حده محدود کړل شوی دی؟ دا او نورې پوښتنې په اسلام اباد کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازي اقبال خټک او د خيبر يونين اف جرنلټس مشر فدا خټک سره څېړل شوې دي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو د جنسي استفادې د ادعاوو د حقیقت موندنې په هدف، ددغې ادارې د یوه مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ګمارل شوی او خپلې څېړنې یې پیل کړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د جاپان د اوه میلیون ډالره مرستي هرکلی وکړ.
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش اورپکو په اړه د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ډله د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هلو ځلو په پایله کې ځپل شوې ده.
د کابل ښار په شمال قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د فعالیت ډېرېدو امنیتي ځواکونه اړ کړل چې په سیمه کې عملیات وکړي. په وروستیو اوونیو کې طالبانو څو ځلې دولتي کارکوونکي په قره باغ کې ووژل شول. نور جزئیات یې د شفیع کریمی په راپور کې وګورئ.
د جاپان صدراعظم نن وویل چې په افغانستان کې يې د هیواد د یوه وګړي وژل کېدو سخت اندېښمن کړی دی. پر همدې مهال افغان حکومت هم د داکټر تيتسو ناکامورا وژل کېدو ته غبرګون ښودلی دی. په دې تصویري راپور کې ګورو چې ډاکټر ناکامورا له شپږو نورو کسانو سره څه ډول ووژل شو.
ډاکټر تيتسو ناکامورا چې خلکو به خدايي خدمتګار باله، د دسېمبر پر څلورمه په جلال اباد کې يو وسله وال بريد کې ووژل شول. هغه په ننګرهار کې د يو کانال په تېرولو سره په زرګونو هتکاره شاړې ځمکې خړوبې کړې وي. پارکونه يې جوړ کړل او کرهڼیزه ځمکې يې ډېرې کړي. ناکامورا ته د هغه د ښو خدمتونو لپاره د افغانستان شهریت یا تابعيت هم ورکړل شوی وو. نور تفصيل یې په دې ويډيو کې وګورئ. راپور او ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني. ويډيو: اې پي او رويټرز
ډاکتر ناکامورا له کلونو راهیسې په ننګرهار کې د کرهڼې او اوبه خور پروژې مخته وړلې چې په ښو خدمتونو ورته ولسمشر اشرف غني د افغانستان وګړتوب هم ورکړی وو.
د افغانستان مالیې وزارت وايي، ډیر ژر به د هېواد ګمرکات په نوي، عصري او برېښنايي وسایلو سمبال شي. د دې وزارت ویاند، شمع روز خان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ګمرکات به په سکنرونو، برېښنايي تلوو او نظارتي کمرو وپوښل شي. ددې وزارت ویاند همداشان وايي، له دې وروسته به د ګمرک په برخه کې د کدرونو لپاره خالي بستونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون لخوا سیالۍ ته وړاندې شي. هغه زیاتوي: "د افغانستان د مالیې ورازت په داسې حال کې د فساد پروړاندې خپل مبارزه جدي کړې چې له دې وړاندې په... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت د کانال عمومي ريس وايي، سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ ټنه د زیتون تیل په دې ولایت کې تولید شي. د دې ولایت د کانال عمومي رئیس پرویزعلي نن ازادي راډیو ته وویل، تیرکال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۵۰ ټنه د زیتونو تیل تولید شوي وه چې، سږکال به دغه رقم ۲۰۰ ټنو ته پورته شي. د ښاغلي علي په خبره، هیله شته چې، سږکال له دې محصول څخه ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي. د یو بل خبر له مخې، سږکال په ننګرهار کې د ستروسو تولیدات هم د تیرکال په پرتله دوبرابره زیات شوي. د ننګرهار د عمومي کانال رئيس پرویز... Читать дальше...
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۴ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. ددې ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې یوې امنیتې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط نن چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ اړوند پر امنیتي پوستو برېد کړي وو او په نتیجه کې ۴ تنه سیمه پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي. بل خوا د کندز د امنې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پرپوستو د طالبانو برېد تاییدوي او زیاتوي، چې په دې برېد کې دواړو خوا ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه دې معلوم. Читать дальше...
د امریکا د استازیو جرګې په قاطع اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې په لوړپوړو چینايي چارواکو باندې د اقلیت مسلمانانو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګول شي. لایحې ته ۴۰۷ وکیلانو مثبته او یواځې یوه منفي رایه ورکړه. په سپټمبر میاشت کې سنا جرګې هم په دې اړه یوه لایحه تصویب کړې وه. دواړه لایحې سره جوړه کیږي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورلیږل کیږي څو یې لاسلیک یا هم ویټو کړي. د ایغور ۲۰۱۹ په نوم دا لایحه د بیجینګ له خوا د چین په شمال لویدیځ شینجیانګ ولایت کې د " بشري حقونو پراخه سرغړونه" تر انتقاد لاندې نیسي. Читать дальше...
په کندز اړوندو سیمو کې کې له دوو اونیو راهیسې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د پامیر ۱۱۰ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي. د کندز امنیتي چارواکو په وینا، د پامیر ۱۱۰ تصفیوي عملیات له پیل څخه تر اوسه پورې لسګونه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز دکندز ښار اړوند د تلوکه د اوزبیکانو کلی، قندهاري قُشلاق او د دمشاخ کلۍ د دغې ډلي له وجود څخه پاک شوي او عملیات لاهم په سیمې کې دوام لري. خو د دې ولایت اوسېدونکی انتقاد کوي، چې امنیتي او دفاعي ارګانونه د تصفیه شویو سیمو د امنیت ټېنګښت ته جدي توجه نه کوي. Читать дальше...
افغانستان د نړۍ په مطبوعاتو کې