د امریکا عدلیې وزارت پر یوه روسي تبعه د هکرۍ او بانکي درغلیو تورونه لګولي
د امریکا عدلیې وزارت، د ماکسیم یاکوبیڅ په نوم پر روسي وګړي د هکرۍ او بانکي درغلیو تورونه لګولي دي. ویل کېږي یاکوبیڅ د هغې سایبري جنایتکارې ډلې مشر دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د همدې غیرقانوني کارونو له لارې له سل میلیون ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي. له دې سره هم مهاله د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبې (ډسمبر ۵مه) د یاکوبیڅ او د هغه پر ورانکارې ډلې چې د ویروسونو د یوې بستې د خپرولو له لارې یې په څه باندې ۴۰ هېوادو کې له کمپیوټرونو بانکي معلومات ټول کړي، بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د عدلیې... Читать дальше...