امریکا د افغانستان جګړې حل لار د افغان حکومت، طالبانو امریکا ترمنځ هوکړه بولي
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې لپاره یواځينۍ حل لاره د افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر منځ سیاسي هوکړه ده. هغه دا خبره د فاکس نیوز له ټلویزیوني شبکې سره بیګاه په یوه مرکه کې وکړه. هغه زیاته کړه: "تاسو د افغانستان یادونه وکړه، مونږ هلته اتلس، نولس کاله کېږي چې یو، د پرمختګ یواځینۍ لار سیاسي موافقه ده، که مونږ د طالبانو، اوسني افغان حکومت او زموږ تر منځ یوې سیاسي موافقې ته ورسېږو چې یقیني کړي افغانستان نور د تروریستانو لپاره امن ځاله نه ده دا یو ښه کار دی، دا... Читать дальше...