ننګرهار او خوست کې د پاکستانیو روپیو نه کارولو کمپاین دوام لري
په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین پیل شوی دی. د افغانستان په دغو دوو سرحدي ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده. د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې د افغانستان اقتصاد ته یې زیان رساوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیګا شپه ازادي راډیو ته وویل چې اوس د پاکستاني روپیو د نه کارولو لپاره عملي اقدامات پيل شوي. هغه زیاتوي: "د عملي اقداماتو د پیل لومړۍ برخه دا وه چې د ننګرهار والي تېره... Читать дальше...