Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2020

Новости за 19.01.2020

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۶ کسان نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د تروریستي فعالیتونو، وسله والو شوکو، د مخدر موادو د قاچاق او اختطاف په تورونو ۷۶ کسان نیولي دي. د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې په دې ډله کې د سمیع الله په مشرۍ د طالبانو د ماین جوړوونکو یوه پنځه کسیزه ډله هم له ده سبز ولسوالۍ څخه نیول شوې. په خبرپاڼه کې راغلي چې دې ډلې د ده سبز ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یو شمېر پوځي او ملکي موټر په ماینونو الوزولي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ملي امنیت د ځانګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ننګرهار په مومندره کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په مومندرې ولسوالۍ کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې په مومندرې ولسوالۍ کې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په مقصد امنیتي پوستې هم جوړې شي.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د خبریالانو پر وړاندې ۵۰ سلنه تاوتریخوالی کم شوی

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي. په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. د دغې کمېټې مسؤلینو نن له رسنیو سره د خپل کلني راپور د شریکولو پرمهال وویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ختیځ زون په کچه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: روان کال غزني کې ۱۶۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي دي. دوی وايي سږ کال په روانو پوځي عملیاتو، د شبې له خوا چاپو او هوايي بریدونو کې سلګونه وسله وال طالبان او د هغوی قومندانان وژل شوي او یو شمیر یې ژوندي نیول شوي دي. د دوی په خپره، په دغه وسله والو کې عرب، پاکستاني، چیچنیايي او نور بهرنیان هم شامل دي. د غزني والي وحیدالله کلیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تر اوسه پورې تر شپاړس سوه پورې وسله وال وژل شوي او دېر شمېر ټپیان شوي هم دي. وسله... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار: ۲۰۱۹ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي

د افغانستان په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین وايي، په ۲۰۱۹م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۸م کال په نسبت پکې ۱۳ اعشاریه ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د چمبو غږول

په کلیو او بانډو کې تر ډېره، د خوښیو محفلونه په چمبو ګرم وي. خو نن سبا د ساز د دې الې بازار چې غږونکي یې تر ډېره نجونې او ښځې دي څنګه دی؟ د ازادي راډیو خبریاله لیمه هادي پرې راپور لري:

Pa.azadiradio.com 

سرور دانش: د امارتي یا استبدادي نظام راتلل به جګړه زیاته کړي

د ولسمشر غني دویم مرستیال د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د احتمالي لاس‌لیک وړاندې وايي، که دا هوکړه د امارتي یا هم استبدادي نظام د راتلو لامل شي، جګړه به ورسره لا زیاته شي.

Mashaalradio.com 

افغانستان وايي د طالبانو او امریکې ترمنځ له ممکنه موافقې خبر دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي.

Pa.azadiradio.com 

ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسپانیا لالیګا لیګ د ۲۰مې اونۍ په سیالیو کې تېره شپه ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا سیالي تېره شپه ترسره شوه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګول وهني کاسمیرو د لوبې په ۵۷ مه او ۶۹ مه دقیقه کې ترسره کړې. د سویا لپاره بیا یوازینی ګول لوک ډي جانګ د لوبي په ۶۴تمه دقیقه وواهه. د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي نن شپه ۱۲:۳۰ دقیقې بارسلونا د ګراناډا فوټبال ټيم سره لوبیږي. دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیو کمپ کي ترسره کېږي. بارسلونا به نننۍ لوبه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سهېل خان: پښتانه لوبغاړي دې د پښتنو نوم وځلوي

د پاکستان د ملي لوبډلې کرکټر سهېل خان د سخاکوټ دی او وايي چې د سیمې په شاړو کې یې لوبه زده کړې او بیا د کراچۍ کرکټ اکېډمۍ ته ولاړ چې ځان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو کړي. دی وايي، تر روزنې وروسته یې یو بیټسمین ته توپ (بال) اچاوه او هغه یې په هېلمېټ وویشت چې ورسره هغه بېهوښه شو. سهېل خان وايي، دا حالت یې چې ولید نو له لوبغالي وتښتېد. د ده نورې خبرې په ویډیويي مرکه کې.

Pa.azadiradio.com 

د کمبودیا فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د یوه افغان لوبېدل

د عقابان هندوکش د فوټبال لوبډلې لوبغاړی عمران ولي زاده د کمبودیا په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې له ښاغلي عمران ولي زاده سره یو کلن تړون شوی. نوموړي وویل، له مصطفی ځاځي وروسته دا دویم افغان لوبغاړی دی چې د کمبودیا د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي. عمران ولي زاده به د ۲۰۲۰ میلادي کال ترپایه په دې سیالیو کې ولوبیږي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات د غېږنیونې لوبډله د آسیايي سیالیو اتله شوه

د هرات د غېږنیونې او بلکورش لوبډله د آسیايي سیالیو اتله شوه. د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د بلکورش یا غيږې نيونې دغه سيالۍ په ایران کې ترسره شوي دي. نوموړي وویل، افغان لوبډلې له ایراني، ترکمنستاني، آذربایجاني لوبغاړو سره تر لوبو وروسته دوه د سرو زرو او درې د برونزو مډالونه هم ګټلي دي.

Mashaalradio.com 

حکومت په سیند کې د مذهب بدلولو مخنیوي هڅې کوي

د پاکستان په سېنېټ کې د اقلیتونو د مذهب بدلولو د مخنیوي کمېټۍ مشر انوارالحق کاکړ وايي، د جبري ودونو او مذهب دلولو زیاتې په سیند کې کېږي چې هغوی یې د مخنیوی هڅه کوي.

Pa.azadiradio.com 

ځینې اوسېدونکي: د سېلابونو له امله "امو سیند" خلکو ته درانه زیانونه اړوي

د کندز ولایت د سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې هرکال د سیلابونو له امله امو سیند د استوګنې کورونو، کرنیزو ځمکو او باغونو ته درانه زیانونه اړوي. ​د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر اوسېدونکي غلام جیلانې په دې اړه وویل: "هرکال چې د سيند اوبه زیاتېږي، زموږ د اوبو بندونه او ځمکې له ځان سره وړې، ځکه د امو سيند د غاړې په اوږدو کې تحکیمات نه دې ترسره شوي او له کبله یې هرکال د سېند اوبه خلکو ته درانه مالی زیانونه اړوي." دوی پر دولت غږکوي، چې د امو سېند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *