Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2020

Новости за 22.01.2020

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستودیو سټوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشر له طالبانو سره خبرو ته په اشاره وايي چې تمه لري په افغانستان کې به تاوتریخوالی پای ته ورسيږي. د امریکا سنا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح اصول تاييد کړل. په چین کې نوي ویروس نهه کسان وژلي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.

Mashaalradio.com 

جلال اباد کې د باچاخان ۳۲م تلین ولمانځل شو

خان عبدالغفارخان ( باچا خان) په ۱۸۹۰ ز کال د خیبر پښتونخوا چارسدې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنوري په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې د هغه په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.

Mashaalradio.com 

د امريکا او پاکستان د رغېدونکيو اړيکو لاملونه او راتلونکی؟

د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز د پاکستان سفر پر مهال ددې هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکيو سره لېدنې کړې دي. دوی د سوداګرۍ، پنګه اچونې، افغانستان او پر ځینو نورو موضاعاتو خبرې وکړې. يو وخت د دواړو هېوادونو تعلقات زيات خراب شوي ول چې اوس د دواړه غاړو په وينا ورو ورو په سمېدو دي. پوښتنه داده چې هغه کوم لاملونه دې چې له کبله يې تعلقات په ښه کېدو دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفرازخان او د پاکستان پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير سره څېړل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د ملي بودجې په اړه د فریزوکوه د اوسېدونکو اعتراضونه

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه لسګونو اوسېدونکي نن لارو کوڅو ته راووتل او د ۱۳۹۹م لمریز کال د دولتي بودجې د تصويب پر وړاندي يې اعتراض وکړ. دوی ادعا کوي چې په دې بوجه کې غور ولایت ته کافي پیسې ندي ځانګړي شوي. راپور: منصور خسرو اډیت: هيلۍ اسد

Mashaalradio.com 

د پېښور نانوایانو هرټال ختم کړ

په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.

Mashaalradio.com 

د پرمولو پهلوان کاکا ننې

د پرمولو پهلوان کاکا ننې (د جوارو بټ هر وخت داسې وي لکه د اختر مېلې مازیګری) دلته به داسې څوک نه وي چې د پهلوان کاکا ننې یې نه وي خوړلې. نور د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

کوټه کې د ګیس دفتر مخې ته احتجاج

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ګېس فشار کمېدو پرضد د جنورۍ۲۱مه د ګېس دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. نور په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو ننګرهار کې یو قاضي وواژه

نامعلومو وسله والو په ننګرهار کې یو تن قاضي په ډزو وواژه. د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار د استېناف محکمې یو قاضي په ډزو وواژه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي چې د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی. ښاغلي خوګیاڼي که څه هم په دې اړه نور وضاحت ورنه کړ خو ویې ویل چې رفیع الدین د استناف محکمې برحاله قاضي و. د دغې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

ناتوانه نه یو له ټولو پیاوړي یو

د  هغو بامیاني "کڼو" شعار چې غواړې لیک لوست زده کړي. له بامیانو ولایت نه ګلامیز شریفي پرې راپور لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:

Pa.azadiradio.com 

د توکیو پارالمپیک سهمیه‌بندۍ سیالیو ته ۲ افغان لوبغاړي غوره شوي

د افغانستان د پارا المپیک دوه لوبغاړي د توکیو ۲۰۲۰ میلادي کال د سهمیه‌بندۍ سیالیو ته غوره شول. د افغانستان د پارا المپیک د کمېټې مطبوعاتي مسؤل کبیر خوشبین نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو دوو لوبغاړو کې یوه نجلۍ او یو هلک شامل دي. هغه زیاتوي: "دغه لوبغاړي دبۍ ته سفر لري او فعلاً تمریناتو باندې بوخت دي، دوی له ښه چمتووالي برخه‌من دي." په پارا المپیک لوبو کې تر ډېره معلول لوبغاړي لوبېږي. ښاغلی خوشبین وايي، ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په نږدې راتلونکي کې دبۍ ته سفر وکړي. ښاغلي خوشبین هیله وښوده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د فوټسال سیالۍ پیل شوي

د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې د فوټسال سیالۍ پیل شوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه سیالۍ د کندهار په مرکز کې د "ښوونځي کپ" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، یادې سیالۍ د کندهار په وطن لوبغالي کې ترسره کېږي. د یادو لوبو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل یاد شوي دي. لوبې نن پیل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د کندز سرحدي سیمو کې ۲ سوداګریز مرکزونه جوړېږي

په کندز کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د جاپان او نړیوال بانک په مالي مرسته د لیتاکا یا د معیشت ودې پروژې په چوکاټ کې د دې ولایت په سرحدې سیمو کې دوه سوداګریز مرکزونه جوړېږي. چارواکي وايي، دغه مرکزونه په کندز ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي. د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا، د دې پروژې د پلان له مخې د شمال ختیځ ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې بنسټیزې او تولیدي پروژې پلې کېږي ترڅو د کلیوالو اقتصاد وده وکړي او شته ستونزې هوارې شي. د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس دوست محمد ریحان په دې اړه وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجې مسوده تصویب کړه

ټاکل شوې وه چې په دغې بودجې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۲» د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پراخ بحثونه وشي، خو ځینو وکیلانو د بودجې د نه‌متوازن والي له امله په خپلو اعتراضونو سره د بحث مخه ونیوله.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *