Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2020

Новости за 28.02.2020

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا او طالبانو موافقه شنبه په دوحه کې لاسلیکیږي. په افغانستان کې د کرونا ۱۰پېښې منفي راووتلې خو په نورو هېوادونو کې دا ویروس چټک خپریږي. په هند کې د مسلمانانو او هندوانو په نښتو کې۳۸کسان وژل شوي. وایلن غږوونکې د جراحي په وخت وایلن غږاوه. ازادي ستوډیو د شپې په۸بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ

Mashaalradio.com 

د بونېر نقاب خان په خپل سر یو ځنګل جوړ کړی

د بونېر نقاب خان وایي ده په خپل سر یو ځنګل جوړ کړی دې،او دغلته یې پر نږدې دوه نیم سوه کناله ځمکه ونې بوټې کرلي دي، او پکې یې مختلفو ځناورو ته هم ځایونه جوړ کړي دي.

Mashaalradio.com 

منظور پښتین د یو مسید پرلت ته ولاړ

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د يو مسيد په نوم پرلت نن پر ۳۳مه ورځ هم روان دی. دوی لس کاله وړاندې په پوځي عملياتو کې د خپلو ورانو بازارونو او کورونو لپاره له حکومته معاوضه غواړي.په دې د اړه قاسم خان مندوخېل ویډیويي راپور وګورئ. ویډیو: اېډېټ هدایت سلطاني

Pa.azadiradio.com 

د ایران پارلمان څلور غړي په کرونا اخته شوي

د ایران د پارلمان څلور غړي په کرونا وایروس اخته شوي دي. په ایران کې د کرونا وایروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. د ایران د پارلمان یوه غړي محمد علي وکیلي نن د فبرورۍ په ۲۸مه ،پر ټویټر ولیکل چې د استازو له مجلسه څلور غړي مثبت پېژندل شوي دي. په ایران کې ډېر خلک کرونا وایروس وهلي دي، حتی د ښځو او کورنیو چارو لپاره د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار هم کرونا وایروس اخیستی دی. په ایران کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وایروس د مړو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی دی. په ایران کې د کرونا وایروس ۳۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د جبهې په دوو غاړو کې غلي ټوپک

په رزګان کې د ازادي راډیو خبریال د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې یوه ډګر ته ورغلی. د شریف الله شرافت په دې راپور کې به ووینئ چې په دې جبهه کې څرنګه د اورکم په اونۍ کې، چې له شنبې پیل شوه او نن شپه پای ته رسیږي د ګرمې جګړې د اور لمبې ټیټې شوې.

Pa.azadiradio.com 

ارگ:‌ د طالبانو خوشې کولو لپاره د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي

ارګ نن د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د حکومت له زندانونو د طالبانو پر خوشې کولو د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي. د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي چې قطر ته یو پلاوی تللی، خو د بندیانو پر خوشې کولو خبرې نه‌کوي، بلکې له طالبانو سره د ارتباط پر ټینګولو تمرکز کوي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د اعتماد پر جوړولو کار کېږي.شاهین وویل چې د بین‌الافغاني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس او لیتوانیا کې د کرونا وایروس نوې مثبتې پېښې

په بلاروس کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه. د بلاروس حکومت پرون د فبرورۍ په ۲۷مه وویل چې په کرونا وایروس اخته سړی یو ایرانی محصل دی او تېره اوونۍ له ایرانه ورغلی و. د بلاروس روغتیايي چارواکو ویلي چې ناروغ محصل قرنطین شوی او د رغېدو په حال کې دی. په لیتوانیا کې هم یوه ښځه په کرونا وایروس اخته پېژندل شوې ده. د لیتوانیا چارواکو ویلي چې هغه په وروستیو کې ایټالیا ته په سفر تللې وه. په ايټالیا کې د کرونا وایروس د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېر خپور شوی دی. ایټالوي چارواکو ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قریشي: سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د توافق لاسلیک په افغانستان کې د سولې لپاره مثبت ګام بللی دی. امریکا او طالبان به سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، د سولې موافقه لاسلیک کړي. شاه محمود قریشي هم په دې اړه په مراسمو کې د ګډون لپاره په دوحه کې دی. هغه پر فېس‌بوک په وېډیويي پیغام کې ویلي: "سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده. له دې سره به افغانستان د سولې او روغې پر لور حرکت پیل کړي او بین‌الافغاني خبروته به لار خلاصه کړي." د افغانستان د سولې لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر او ناټو عمومي منشي کابل ته راځي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، کابل ته رسېږي. هغوی به په کابل کې د افغانستان له حکومته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرګندولو لپاره یو ګډ بیان خپور کړي. د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې هغوی به سبا غرمه په ارګ کې په ځانګړي پروګرام کې ګډون وکړي. صدیقي د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه. ناټو یا د امریکا دفاع وزارت لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا ۱۰ مشکوکې پېښې منفي راوتلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د فبرورۍ په ۲۸مه، وویل چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مشکوکې پېښې چې په لابراتوار کې کتل شوي، منفي راوتلې دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې له هراته، یوه له بغلان، یوه له غور او پنځه له کابله ورته رسېدلې وې. مایار وویل چې ۱۰ نورې مشکوکې پېښې چې له هراته ور رسېدلي، لا هم په لابراتوار کې تر کتنې لاندې دي. په افغانستان کې تر اوسه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

په ادلب کې بمبار ۳۳ ترکي سرتېري وژلي

د ترکیې حکومت ویلي چې ۳۳ عسکر یې د سوریې د حکومتي ځواکونو په بمباري کې وژل شوي دي. د ترکیې عسکر د سوریې په شمالي ښار، ادلب کې وژل شوي دي. له دې امله د انقرې او دمشق ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د سوریې پر پوله د ترکیې دهتاي ولایت والي رحمي دوګان نن د فبرورۍ په ۲۸مه، وویل چې ۳۲ زخمي عسکر د درملنې لپاره روغتون ته وروړل شوي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د حملې ځواب به ورګړي. اردوغان ویلي چې د سوریې د حکومت پر پوځي اهدافو به ځمکنۍ او هوايي حملې جاري وي. په سوریه کې د جګړې د څارنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکي ځواکونو په ادلب کې انتقامي بریدونه کړي

ترکیه وايي، د روسیې ملاتړ لرونکي د سوریې پر حکومتي ځواکونو یې وروسته له هغې انتقامي بریدونه کړي چې په ادلب کې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۳ ترکي سرتېري ووژل شول. ناټو د دې کار له کبله دمشق او مسکو غندلي او او دا یې په سیمه کې له توپیر پرته ړنده بمباري بللې ده. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارتباطاتو مسؤل فحریتین التون (Fahrettin Altun) د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي "د سوریې د رژیم پېژندل شوي اهداف له ځمکې او هوا تر بریدونو لاندې راغلي او دا به دوام وکړي." التون ویلي "موږ پر نړیوالې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ایران ته د بشري مرستو د استولو کانال فعال شوی

د امریکا متحده ایالات وايي، په سویس کې رامنځته شوی د بشري سوداګرۍ نوی کانال په بشپړه توګه فعال شوی. دا چینل کمپنیو ته اجازه ورکوي چې ایران ته خواړه، درمل او نور حیاتي مواد پرته له دې چې د امریکا له بندیزونو سرغړاوی وکړي، واستوي. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل "د سویس د بشري سوداګرۍ هوکړه‌لیک به مرسته وکړي چې د ایران خلکو ته بشري مواد پرته له دې چې رژیم ترې ناسمه استفاده وکړي ورسېږي." د سویس د بشري راکړې ورکړې هوکړه د جنورۍ په وروستیو کې په ازمایښتي توګه وکارول شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: هلمند کې افغان سرتېرو هغه کار وکړ چې اوونۍ مخکې د تصور وړ نه‌و

د ورځپاڼې په لیکنه، په مارجه ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چارواکي رشید کاروان طالبان د غرمې ډوډۍ ته مېلمانه کړي. ورځپاڼه لیکي، طالبانو پنځه کاله مخکې کاروان برمته نیولی وو او غاړه‌یې ورپرې کړه، خو دی ژوندی پاتې شو.

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان: اوس هم د کرونا مخه نیول کېدای شي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس «Tedros Adhanom Ghebreyesus» وايي چې که د کرونا وایروس د کنټرول لپاره جدي اقدامات وشي، نو نړۍ اوس هم د دې ناروغۍ د خپراوي مخه نیولای شي. ښاغلي ګبریاسوس پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې موږ په یوه ټاکونکي حالت کې یو ځکه دا وایروس د سرایت وړتیا لري. تر دې مهاله د نړۍ په شااوخوا ۴۰ هېوادونو کې له ۸۲ زره زیات کسان په کرونا وایروس اخته شوي دي چې اکثر په چین کې دي او تر دې دمه‌یې په ټوله نړۍ کې له ۲۷۰۰ زیات کسان وژلي دي. د منځني ختیځ په هېوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې نن د جمعې لمونځ نه‌کېږي

ایراني چارواکو اعلان کړی چې نن به د کرونا وایروس د سرایت له وېرې په تهران کې د جمعې لمونځ نه‌کېږي. ایراني چارواکو تأیید کړې چې په دې هېواد کې په کرونا وایروس د نویو اخته کسانو شمېر له سلو اوښتی چې د ښځو او کورنۍ په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار هم په‌کې شامله ده. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې اوس به د مېرمن ابتکار ټول همکاران معاینه کېږي چې دا ویروس لري کنه. مېرمن ابتکار د روغتیا له مرستیال وزیر ایرج هریرشي وروسته دوهمه جګپوړې چارواکې ده چې په کرونا وایروس اخته شوې. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي: ۳۹ داعش وسله‌وال حکومت ته تسلیم شول

د کونړ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د داعش ډلې لسګونه وسله‌وال حکومت ته تسلیم شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا ډله چې په څوکۍ ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه د دولتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې تسلیم شوه. ښاغلی مصمم زیاتوي: "۳۹ تنه داعش وسله‌وال چې یو مهم قوماندان او درې ډل‌مشران په‌کې شامل دي د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترورېستي فعالیت کاوه چې د امنیتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې دولت ته تسلیم شول." ښاغلي مصمم زیاته کړه چې د داعش ډلې له نورو وسله‌والو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه سبا شنبه لاسلیکېږي

په پام کې ده چې سبا د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي. چارواکو ویلي تمه ده چې په دې مراسمو کې به شااوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي حاضر وي. د دې سند د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان کړه. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دا موافقه به د طالبانو په استازیتوب د طالبانو مرستیال مشر او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي، خو معلومه نه‌ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي

په کابل کې پرون پنجشنبه په یوه چاودنه کې یو ملکي کس ووژل شو او ۱۰ نور ټپیان شول. د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پلازمېنې کابل د شپږمې ناحیې په سرکارېز سیمه کې شوې ده. اغلې امیني وايي: "پر بایسکل د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په چاودنه کې یو ملکي وګړی شهید او ۱۰ نور ټپیان شول. دا پېښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې پر اړونده سرکارېز سیمه کې شوې." له دې مخکې د چهارشنبې ورځې په ماښام هم د کابل په شپږمه ناحیه کې د فیض محمد کاتب پر واټ پر بایسکل د... Читать дальше...


Талибы выступили за членство Афганистана в ШОС, ЕАЭС и БРИКС

Банк России объявил о приостановке торгов гонконгским долларом и изменении времени начала торговой сессии на Мосбирже

Больше всего растений в России у жителей Северо-западного федерального округа

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Дело о рекордной взятке поступило в суд Балашихи

«Банки пользуются ситуацией»: вырастет ли доллар после новых санкций США

Талибы выступили за членство Афганистана в ШОС, ЕАЭС и БРИКС

В суд поступило дело о крупнейшей взятке в истории современной РФ

Музыкальные новости

Парадоксы двойного стандарта

Прославленный вратарь Икер Касильяс присоединился к кампании Hisense «Ставшие легендой» в поддержку УЕФА ЕВРО 2024™

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Новости России

Красноярка раскритиковала жизнь в Мексике и рассказала, почему в России хорошо

«Банки пользуются ситуацией»: вырастет ли доллар после новых санкций США

Умоляла сложить оружие: опубликованы кадры стрельбы в районе монастыря Оптина пустынь

Минфин США разрешил операции с Мосбиржей, НРД и НКЦ до 13 августа

Экология в России и мире

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Финансовый эксперт Светлана Петрова: как совместить бизнес и семью

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

«Новая разработка для защиты от огня»: компания из Реутова создала малый модуль пожаротушения «Лавина Комби»-45

Спорт в России и мире

Глава ATP вручил Яннику Синнеру награду первой ракетки мира

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

В России заговорили о Елене Рыбакиной после смены теннисисткой гражданства

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Bluetooth-сканер штрих-кодов SAOTRON P04 на базе CMOS-матрицы

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Российские учителя смогут проверять домашние задания с помощью ИИ

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *