Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2020

Новости за 01.02.2020

Mashaalradio.com 

د ارمان پر کورنۍ څه تېرېږي؟

د فبرورۍ دویمه د محمد ابراهیم ارمان لوڼی لومړی تلین دی. دی په ۲۰۱۹ز کال کې پر همدې ورځ په لورالايي (بوري) کې د احتجاجي ناستې پر مهال وژل شوی وو. لوڼی څوک وو؟ تر وژنې یو کال وروسته یې کورنۍ په څځ حال ده او څه ورباندې تېرېږي؟ دا پوښتنې په ځانګړي ویډیويي رپورټ کې درځوابوو.

Mashaalradio.com 

'کاکاجي صنوبر حسېن یو لوی پښتون مبارز وو'

په پېښور کې د فبرورۍ پر لومړۍ د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز کاکاجي صنوبر حسېن د ژوند او کار په اړه یوه غونډه وشوه. نور د غلام غوث په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د سولې د کتاب نندارتون

کابل کې پر سړک د جنګ د ختمولو لپاه د کتاب نندارتون جوړ شوی دی. د دې نندارتون جوړوونکي باور لري چې د کتاب له لارې سوله راځي او جګړه ختمیږي. دا راپور فرید الله سعادت جوړ کړی دی:

Pa.azadiradio.com 

 د افغانستان له ټاکنو سره د امریکا د ۲۹ میلیونه ډالرو مرسته

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست "راس ویلسون" پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا د افغانستان ټاکنو سره ۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.  هغه زیاته کړه، دغه مرسته په افغانستان کې د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ له بهیره د خلکو د ملاتړ په هدف وه.   د ټویټ په دوام زیاته شوې، د ټاکنو پایله که هر څه وي خو امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تل پاتې همکایو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته ژمنه ده.  د امریکا سفارت په داسې حال کې دغه نظر څرګندوي چې د ټاکنو پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوي.

Mashaalradio.com 

پر مظاهره چيانو بنديزونه د حکومتونو په تاوان دي: ځوانان

پراګ - د بخښنې نړيوال سازمان وايي په اسيايې هېوادونو کې ځينې حکومتونه د بنيادي ازاديو له بېخه اېستو هڅه کوي چې له کبله يې د ځینو پرضد د ځوانانو په مشرۍ مظاهرې رامنځته شوي. دې سازمان د جنورۍ په ۳۰ مه خپل کلني راپور کې دغه خبره کړې. دا په داسې کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او ځينې نور غړي يې چې د خپلو غوښتنو لپاره سوله ييزه مظاهره کوي دا وخت په جېل کې دي. د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو هم د ياد سازمان له يو مخکښ عالمزېب مسيد،د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د اجرايوي کمېتې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له چین څخه خپل وګړي نه باسو: پاکستان

په چين کې له کورونا وايرس څخه د مړ شویو کسانو شمېره شاوخوا ۲۶۰ ته رسېدلی. د افغانستان او هند په ګډون ځينو هېوادونو ويلي چې په چين کې د خپلو ګېر وګړو اېستلو هڅې کوي. خو پاکستان بيا وايي، دوی دا وخت خپل وګړي نه باسي. د اسرار عالم مومند ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: رويټرز

Pa.azadiradio.com 

بامیانو کې سکي لوبه

په واورو پوښل شوي د بامیانو غرنيز ولایت کې د "سکي" لوبه بې شمېره مینه وال لري. دلته د وسایلو اخیستل لویه ستونزه بلل کیږي خو ځوانانو او ماشومانو یې د حل ساده لاره پیدا کړې.  ّدوی ځانونو ته په خپله له لرګیو د سکي کولو وسایل جوړوي.   په دې اړه ګل امیز شریفي راپور لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:

Pa.azadiradio.com 

ریال ماډریډ له اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مې اونۍ لوبو په لړ کې نن ماښام د ریال ماډریډ لوبډله د اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانیتاګو برنباوو کي د افغانستان په وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې پيلېږي. هاخوا د اسپانیا هېواد بله قوي لوبډله بارسولونا سبا یکشنبه د لوانتې سره لوبیږي. دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي سبا شپه ترسره کېږي. تر اوسه ریال مادرید د لیګ د نمرو د جدول په سر کې اوبارسلونا بیا د ۴۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان ته د وزن پورته کولو افغان ملي لوبډلې سفر

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي ټیم د اسلامي هېوادونو په شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون او د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک په لوبو کې د ونډې اخیستنې په هدف نن ازبکستان ته روان شو. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې، له ۸ تر ۱۲ د ټولو اسلامي هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د ازبیکستان په پلازمینې تاشکند کې جوړیږي. د ښاغلي قاري زاده په وینا په یادو لوبو کې به د بېلا بېلو ګټه ګوریو افغان وزن پورته کوونکي سیالي وکړي.

Pa.azadiradio.com 

کابل د ګول ساتنې برخه کې د استعدادونو د موندنې پروګرام پیل شوی

د کابل فوټبال فدارسیون کې د ګول ساتنې ( ګول کیپرۍ) په برخه کې د استعدادونو د موندنې یو ورځنی پروګرام پيل شو. د افغانستان د فوټبال فدارسیون مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې پروګرام یې هدف د ځوانو استعدادونو موندنه او د هېواد د فوټبال راتلونکي لپاره د نوي نسل روزنه ده. د ښاغلي امیني په وینا په دغه پروګرام کې د ټول هېواد شاه خوا ۲۰۰ ته ګول ساتونکو چې عمرونه یې له ۱۳ تیولې تر ۱۹ کلونو پورې دي، د ګول ساتونکو د کمېټې او د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د څلور روزونکو له خوا وارزول شول.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ۲۰ زره ښځو ته د چرګانو د ساتنې فارمونه جوړ شوي

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، چې روان کال په ټول افغانستان کې شاه خوا ۲۰ زرو ښځو ته د چرګانو د ساتنې واړه او متوسط فارمونه جوړ کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري، چې په راتلونکي کال کې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۲۰ د چرګانو د ساتنې لوی فارمونه هم جوړ کړي. هغه زیاته کړه: "روان کال مو ۲۰ زره ښځو ته د چرګانو د ساتنې واړه او سوداګریز فارمونو جوړ کړي، په راتلونکي کال کې په پلان کې لرو، چې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۲۰ فارمونو چې هر فارم به له پنځه زره نیولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: راتلونکو پنځو کلونو کې به ۸۰ سلنه اوبه مهار شي

افغان ولسمشر وايي، د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي. محمد اشرف غني دا څرګندونې، تېره ورځ د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د خونې په پرانست غونډه کې وکړې. ښاغلي غني وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل. محمد اشرف غني ټینګار وکړ، زموږ پلان دا دی چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي او د حکومت ژمنه دا ده چې افغان سوداګیز تولیداتو ته نړیوال بازارونه پیدا کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ

د امریکا متحد ایالتونو د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړ او ویې ویل، هغه بهرنیان چې په وروستیو کې چین ته تللي دي هغوی به پرې نه ږدي چې متحد ایالتونو داخل شي. امریکایي ادارې پرون همداراز وویل، هغه امریکایان به چې په تېرو دوو اونیو کې د چین هوبې ولایت ته تللي دي خامخا د څوارلس ورځو په مخه قرنطین شي. کوم امریکایان چې د چین له نورو برخو متحد ایالتونو ته ستنیږي د هغوی روغتیایي معاینات به په هوایي ډګرونو کې کېږي او دا کسان به په خپلو کورونو کې د څوارلس ورځو په مخه ایساریږي. دا پریکړې به سر له سبا پلې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد کابل ته رارسېدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد نن کابل ته رسېدلی. د حکومت یوې باورې سرچینې د موضوع  د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستلشي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی خلیلزاد به نن له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره دسولې په تړاو مفصل بحث ولري. خلیلزاد تردې وړاندې پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره کتلي دي. ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړي دي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *