Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2020

Новости за 13.04.2020

Mashaalradio.com 

حکومت د کورونا وایرس مخنیوي تګلاره نه لري: اپوزېشن

د عوامي‌ نشنل ګوند پارلیماني‌مشر سردار حسین بابک وايي په موجوده حالاتو کې باید حکومت د ټولو سیاسي‌ مشرانو یوه جرګه راغوښتې وی او د مسلې د حل لپاره یې له دوی سره سلا مشوره کړی و

Pa.azadiradio.com 

روسیه: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۳۰۰ ته ورسېد

په روسیې کې نن د کرونا ویروس نوي ۲۵۵۸ پېښې ثبت کړي دي. دا د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یوه ورځ کې په دې هېواد کې ثبت شوي دي. په روسیې کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۱۸۳۰۰ اوښتې ده. روسي چارواکي وایي، تر اوسه ۱۴۸ تنه د دې ویروس په نتیجه کې مړه شوي دي. منتقدین وایي، پر هغو شمېرو چې د روسیې روغتیایي چارواکي یې ورکوي شک لري. د دوی په خبره، چارواکي ریښتیني شمېرې نه شریکوي.

Pa.azadiradio.com 

تادین خان: د طالبانو له لوري خوشې شوي ۲۰ کسان ټول ملکیان دي

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، ټول هغه ۲۰ کسان چې د طالبانو له لوري خوشي شوي دي، ملکي وګړي دي.  تادین خان نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په خوشې شویو کسانو کې یوازي یوه کس په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې او بیا له دې دندې وتلی وو. وسله والو طالبانو تر اوسه د تادین خان د دې خبرې په تبصره نه ده کړې. وسله والو طالبانو یوه ورځ دمخه د شلو بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې دا بندیان په کندهار د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

المپیک لوبو ته چمتووالی او په کور کې د وسایلو په مرسته تمرین

په اردن کې یوازنۍ نجلۍ چې د المپیک مسابقو ته د لار موندنې په لوبو کې د اردن استازیتوب کوي، د دغه هېواد د ملیونونو وګړو په څېر په قرنطین کې ده. خو هغې خپل تمرینات نه دي بند کړي. هدیل العلمي د کور له وسایلو په استفاده د خپلې وړې خور په مرسته تمرین کوي او دېته په تمه ده، چې وضعیت بیرته عادي شي.

Mashaalradio.com 

سرکار دې د وزیر اعظم صحت سلاکار ګوښه کړي: سپریم کورټ

پاکستان سپريم کورټ د صحت لپاره د وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د خپلۍ څوکۍ نه د لرې کولو حکم ورکړې دې. نن د ګل په ورځ د کورونا مخنيوي نه متعلق د حکومتي ګامونو په اړه ازخود نوټس کيس اوريدنې پرمهال د سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد خان وينا وه عدالت د ظفر مرزا د کارکردګۍ نه مطمين نه دې نو حکومت دې نوموړې د خپلې څوکۍ نه لرې کړي. د پاکستاني رسنيو ترمخه اوريدنې پرمهال چيف جسټس په حکومتي کارکردګۍ د غصې څرګندونه په کولو سره وويل حکومت د وزيرانو او مشيرانو پوځ ساتلې دې خو تر اوسه يې هيڅ کارکردګي ونه ښودله. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کوټه کې نور ټرانسپورت بند دی خو رکشې روانې دي

د پاکستان د نورو برخو په شان د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د کورونا وايرس له وجې ټرانسپورټ بند دی خو په ښار کې رکشې راونې دي. د رکشو چلوونکي او سورلۍ له یو بل څخه فاصله نه ساتي د کوم له کبله چې د ډاکټرانو په وینا د کورونا وایرس خپرېدو امکانات زیات وي. نور تفصيل د ايوب ترين په دې ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

فراه کې ګرځنده ژرندې

ګرځنده ژرندو د فراه ولایت د نورو غیر ګرځنده ژرندو کار خراب کړی دی. د فراه ولایت اوسېدونکي اوس مجبور نه دی چې د خپلو غنمو د اوړه کولو لپاره لرې ژرندو پسې لاړ شي، ځکه اوس یې د کور تر مخه غنم اوړه کېږي. له فراه نه پرې د ازادي راډیو خبریال حفیظ نورزاد رپوټ لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:

Mashaalradio.com 

له بې وزلو سره د سواتیو ځوانانو مرستې

د خیبر پښتونخوا په سوات کې ټولنیز فعالان او ځوانان د کورونا وايرس له وجې متاثره شويو خلکو سره د خوراکي توکيو مرستې کوي. ځوانانو په دې لړ کې د يوې مياشتي راشن برابر کړی دی. نور تفصيل د نياز احمد خان په دې ويډيو کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د افغان کډوالو ستونزې

د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم له تيرو درې اونيو راهسې هر څه بند یا لاک ډاون دی چې له وجې یې نه یوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي بلکې د خلکو پر تګ راتګ هم ترڅه حده بنديز لګول شوی دی. د اسلام اباد په ايي ۱۲ سيمه کې د افغان کډوالو کېمپ کې پر ميشتو خلکو هم دا بندیزونه لګول شوي چې له کېمپه بهر نشي تلای. دوي وايي د کار روزګار نه کولو له کبله یې مشکلات دوه چنده زيات شوي دي. نور تفصيل د احمد الله او عمران يونس په دې ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

'د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي د حل لپاره روانې خبرې'

د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزه ډله وایي چې دوی د راتلونکي ټول‌شموله حکومت جوړېدو لپاره خپله طرحه مرکچې پلاوي ته سپارلې چې د اساسي قانون تعدیل پر بنسټ د صدارتي حکومت جوړېدل او ۵۰ سلنه واک‌یې اساسي ټکي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې یوه جنګي الوتکه رالوېدلې

د پاکستان پوځ د دې هېواد د یوې جنګي جټ الوتکې د سقوط خبر ورکړی . د پوځ په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې راغلي چې دا الوتکه د پنجاب ایالت په ختیځو برخو کې په ورځني تمرین بوخته چې راولوېده. د اعلامیې له مخې په دې پېښه کې یو لارښود پیلوټ او هغه کس چې روزنه یې اخسته دواړه وژل شوي دي. تر اوسه د الوتکي په لویدلې سیمه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. اعلامیې دغه راز د یادي جټ الوتکي د لویدلو دلیل هم نه دی ښودلی. تېره میاشت هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د دې هېواد د هوایې ځواکونو F-16 ډوله جنګي الوتکه لویدلې وه.

Pa.azadiradio.com 

مسکو: په یوې ودانۍ کې د لګېدلي اور څخه ۱۲۰ کسان ژغورل شوي

د روسیې د بیړنیو خدماتو اداره وایې څه باندي ۱۲۰تنه یې په مسکو کې له هغې ودانۍ راایستلي چې اور پکې لګېدلی و. دا پېښه نن سهار وختي د مسکو د یوې استوګنیزې ودانۍ په اتم پوړ کې شوې ده. ویل کېږي په ژغورل شویو کسانو کې یو یې د کرونا ویروس له کبله په قرنطین کې وو. د یادو ایستل شویو کسانو سربېره پنځه تنه هغه کسان چې په همدې آپارتمان کې بند پاته وو هم ژغورل شوي دي. د مسکو د اور وژني ادارې اعلان وکړ چې د مسکو په وخت د سهار شاوخوا ۶ بجې یې اور مړ کړی دی.  تر اوسه په دې پېښه کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: څه باندې ۲۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د افغانستان ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پېښو کې د څه باندې ۲۰ وسله‌والو طالبانو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ۹ تنه طالبان په بلخ ولایت کې د دې ډلې له‌خوا د پلان شوي برید د شنډولو پر مهال ووژل شول. د دفاع وزارت چارواکي وایي دا پلان چې تېره ورځ د چهار بولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې پلان شوی وو، د امنیتي ځواکونو له‌خوا چې هوایي ملاتړ هم ورسره وو، په شا وتمبول شو. د ښاغلي امان په خبره په دې ترڅ کې ۴ نور طالبان ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تېلو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د کمېدو توافق نهایي کړ

د تېلو د سترو تولیدوونکو هېوادونو سازمان اوپک، روسیې او د تېلو نورو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د تولید د کمېدو یو بې‌ساری توافق نهایي کړ. د تېلو تولېدوونکي او صادروونکي هېوادونه هیله‌من دي چې دغه توافق به وکړای شي چې د تېلو بیې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رالوېدلي بېرته پورته او د تېلو د تولید سیالي به له‌منځه یوسي. د اوپک او د روسیې په ګډون ۲۳ هېوادونو پرون د ورځې په وروستیو کې وویل چې د مې او جون په میاشتو کې‌یې د تېلو په تولید کې د ورځې د نهه میلیونه او ۷۰۰ زره بېرلو تېلو پر کمېدو موافقه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ شوي

د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالو د عوایدو د زیاتېدو او اقتصادي پیاوړتیا په هدف په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له‌خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۹۵۲ جریبه نوي باغونه جوړ کړي. نوموړي وویل، د ننګرهار رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوګیاڼیو او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې په‌کې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچو ۱۹۵۲ جریبه باغونه جوړ شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد د بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. خلیل‌زاد نن سهار وختي په دوو ټویټونو کې ویلي چې د بندیانو خوشې کېدل د سولې او شخړې د کمېدو لپاره یو مهم ګام دی. هغه همداراز ویلي چې دواړه لوري باید دغه هڅې ګړندۍ کړي ترڅو هر څومره ژر چې کېدای شي هغه هدفونه ترلاسه شي چې د امریکا او طالبانو په تړون کې مشخص شوي دي. خلیل‌زاد دغه‌راز ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ خپرېدا زندانونه له واقعي خطر سره مخامخ کړي او دا بل عمده دلیل دی چې دغه پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي. Читать дальше...


В Культурном центре АО «АК «ЖДЯ» в Алдане тепло и весело отметили День защиты детей

Тула вошла в число городов, где из-за "Эль-Ниньо" ожидается жара в 35 градусов

Лечение по шариату: Русских врачей учат правильно исцелять мигрантов

Что канючит канюк



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Экс-мэр Петрозаводска будет изучать военное дело у Ильича

Названы самые дефицитные специалисты с зарплатой до 200 тысяч рублей

В сердце таежного Приморья. В национальном парке «Удэгейская легенда» ждут туристов

АРМЕНИЯ. Российский Первый канал снова включили в Армении

Музыкальные новости

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Более 30 компаний из Нижегородской области пришли на первую встречу регионального сообщества инклюзивного бизнеса «Открыто для всех»

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

Новости России

ВТБ запустил ипотеку на земельные участки

Синоптики сообщили о жаркой погоде с дождем и грозами в Москве 3 июня

Сегодня в Калининграде открывается международный фестиваль классической музыки «Кантата»

Тула вошла в число городов, где из-за "Эль-Ниньо" ожидается жара в 35 градусов

Экология в России и мире

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Анастасия Уколова, Елизавета Базыкина и Никита Кологривый продолжают съемки сериала «Комбинация»

Праздник в детском отделении от Клуба пациентов

В Москве в ТРЦ Columbus открылся магазин O`Stin в формате 4.0

Спорт в России и мире

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Медведев высказался об игре Свёнтек

Moscow.media

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Российские учёные зарегистрировали очередную сильнейшую вспышку на Солнце







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *