Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2020

Новости за 29.04.2020

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې کرونا ویروس تر ټولو ډېر کسان خېبر پښتونخوا کې مړه کړي

د پاکستان مرکزي حکومت د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۸» ناوخته په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اغېزمن شویو کسانو د نویو ارقامو د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې دغه ویروس تر دې دمه لږترلږه ۳۱۲ کسان مړه کړي دي. ‎

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د روژه‌ماتي پر مهال د ۴ پولیسو وژونکي ونیول شول

وروسته له هغې چې په ګردېز ښار کې د ترور پېښې زیاتې شوې او د دوشنبې د ورځې په ماښام د روژه‌ماتي پر مهال وسله‌والو طالبانو دغه سرتېري ووژل، ورسره سم امنیتي مسؤلین د دې ولایت د اوسېدونکو له تندو نیوکو سره مخ شول.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت بې‌وزلو او اړمنو ته د ډوډۍ ورکولو لړۍ پیل کړه

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ناوخته «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» په همدې اړه په خپل خپاره کړي پیغام کې وویل، د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د مرستو دا لړۍ پیل شي.

Mashaalradio.com 

روژه کې د ترکارۍ نرخونه ختلي دي

په اسلام اباد کې خلک وایي، د روژې له پیل سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي کولای د روژې لپاره سبزي یا میوه واخلي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس

Mashaalradio.com 

د اپریل له ۲۱مې تر ۲۷ مې نړۍ کې د کورونا وبا ضد هلې ځلې

که یوې خواته د کورونا وایرس د خورېدو مخنیوي لپاره په اقداماتو کې نرمي کېدونکې ده نو بلې خوا ته د دې وبا لوجې د ممکنه اقتصادي زیان د اثراتو کمولو هڅې روانې دي. دا راز نړیوال څیړونکي د کورونا وایرس ضد د ویکسینو او د کورونا ناروغۍ د علاج لپاره هم په هلو ځلو بوخت دي. په دې اړه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیوي رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي چې د بېلا بېلو خبري رسنیو د ویډیوګانو په اساس جوړ شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان والي: سیمه‌ییز طالبان د بهرنیو ترهګرو ملاتړ کوي؛ طالب ویاند: "تبلیغات" دي

د بدخشان والي ادعا وکړه چې په دې ولایت کې وسله‌وال طالبان د بهرنیو وسله‌والو چې غواړي په دې ولایت کې د تشدد او تخریبي فعالیتونو یو لوی مرکز جوړ کړي، ملاتړ کوي هغه اقدام چې د ده په وینا کولائ شي د افغانستان حکومت او د حکومت د ستراتېژیک متحد، امریکا حضور ته ګواښ پېښ کړي.

Mashaalradio.com 

تحریک انصاف د ۱۸م ترمیم ختمولو هڅه کوي: اپوزېشن

په پاکستان د اپوزېشن ګوندونه وايي ، واکمن ګوند تحریک انصاف د غیرجمهوري قوتونو په لارښوونه یو ځل بیا دې ته د لار برابرولو هڅه کوي‌ چې صوبو ته په واک ورکوونکي‌ ۱۸م اییني‌ ترمیم کې بدلون راولي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل دفاع وزیر: سوریه کې د ایران پلوه ځواکونو ضد جدي دریځ خپلوو

د اسرائیل دفاع وزیر نفتالي بنیت (Naftali Bennett) وايي، هېواد یې په سوریه کې د هغو ځواکونو پر ضد چې ایران‌یې ملاتړ کوي، جدي دریځ خپلوي. د اسرائیل رسنۍ وايي چې بنیت دا خبرې پرون سې شنبه کړې دي. نفتالي بنیت زیاته کړې چې اسرائیل د خپلو سرحدونو په اوږدو کې نورو ستراتېژیکو تهدیداتو ته اجازه نه‌ورکوي. تر دې یوه ورځ مخکې په سوریه کې څلور ایران‌پلوه جنګیالي په یوه راکټي حمله کې ووژل شول. خو د اسرائیل دفاع وزیر د تېرې دوشنبې په راکټي حمله کې د اسرائیل دخالت په مشخص ډول نه‌دی تأیید کړی. که څه هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کندهار کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ژوبل دي. لومړۍ پېښه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو حمله وه چې وروسته وسله‌واله نښته شوې ده. بله پېښه د خاکرېز ولسوالۍ په منډیګک سیمه کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي حمله ده. د دغو پېښو د مرګ‌ژوبلې په اړه د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل: "د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د باغ دي سري په سیمه کې وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یمن کې د یوې ډلې د خپلواکۍ اعلان په اړه د امریکا اندېښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یمن په جَنوب کې د یوې جلا غوښتونکې ډلې له‌خوا د خپلواکۍ اعلان د اندېښنې وړ بللی. د یمن په سوېل کې د جَنوب انتقالي شورا پرون د خپلواکۍ اعلان کړی دی. پومپیو پرون خبرداری ورکړ چې د یمن د انتقالي شورا بیانیه د یمن د حکومت او د ایران له ملاتړ برخه‌من حوثي یاغیانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو هڅې ګواښي. هغه زیاته کړه چې دا یو اړخیز اقدامات یوازې د یمن بې‌ثباتوي زیاتوي. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې له حوثیانو سره جنګ کوي. دغه ائتلاف د یمن د پنځه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې یوې چاودنې ۴۰ ملکیان وژلي

د سوريې په شمالي ښار عفرین کې یوې چاودنې لږترلږه ۴۰ ملکیان وژلي دي. په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي. عفرین د ترکیې له ملاتړ برخه‌منو وسله‌والو په کنټرول کې ده. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتي سازمان د وژل شویو شمېر ۴۶ یاد کړی او په ډله کې یې د وژل شویو ماشومانو شمېر دوی هم ۱۱ بللی دی. د دغه سازمان رئیس رامي عبدالرحمن ویلي چې په دې چاودنه کې ۵۰ کسان ټپیان هم دي چې د ځینو وضعه ښه نه‌ده او ممکن د مړو شمېر زیات شي. رحمان ویلي په وژل شویو کې د ترکیې پلوي لږترلږه شپږ جنګیالي شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونو د بدخشان جرم ولسوالۍ ځینې سیمې بېرته نیولي

د بدخشان چارواکي وايي د جرم ولسوالۍ ځینې سیمې د دولت له وسله‌والو مخالفانو بېرته نیول شوې دي. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغې ولسوالۍ ته تېره اوونۍ تازه دمه ځواکونه رسېدلي او له نن سهاره‌یې پوځي عملیات ادامه لري. ثناءالله روحاني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا په دهنه اب راغک کې پوځي عملیات پیل شوي دي. دهنه اب راغک سیمه د دولت له وسله‌والو مخالفانو بېرته نیول شوې او امنیتي ځواکونه په فرغامیرو سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي. که خدای کول تر ماسپښین پورې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: افغانستان د مذهبي ازادیو له پلوه شاتګ کړی

په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو کمېسیون ویلي چې افغانستان د روانو سیاسي بې‌ثباتیو او کورنیو جګړو پر مهال تېر کال د مذهبي ازادیو له پلوه شاتګ کړی. دا خبره د یاد کمېسیون په یوه کلني راپور کې چې پرون خپور شوی یاده شوې ده. په نړیواله کچه د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو د کمېسیون مرستیالې ګایل مانچین په دې اړه وویل: "شپږ ډلې په ۲۰۱۹ کال کې د هغوی د کړنو او کنټرول په خاطر د اندېښنې وړ کټګوریو ته ور زیاتې شوي. پنځه‌یې پخوا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې لېست کې وې. په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

'حکومت دې یا ښار پرانیزي او یا دې مرسته وکړي'

په خوست کې د کورونا وایرس د شپږ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته له دریو ورځو راهیسې خوست ښار قرنطین شوی او نن د اپریل پر ۲۹مه هم ښار تړلی دی. بل لوري ته یو شمېر کسان چې له دې ښاره د لاس مزدوري کوي وايي، حکومت دې یا ښار پرانیزي او یا دې له دوی سره مرستې وکړي.

Mashaalradio.com 

سوات کې کورونا وایرس کاروبار اغېزمن کړی

د مېنګورې چينې بازار دوکاندران وايي، د کورونا وايرس له وجې یې کاروبار په ټپه ولاړ دی او لويو تاوانونو ته یې مخه ده. دوی وايي، د روژې او اختر لپاره به خلکو ډېرې سوداګانۍ کولې خو اوس هر څه بدل شوي دي. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د کرونا قربانیانو شمېر د ویتنام د یوې لسیزې جګړې تر قربانیانو زیات شو

بل لور ته په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا د تلفاتو شمېر د تېرو څو اوونیو په پرتله کم شوی دی او ځیني چارواکي د دې پلوي کوي چې تدریجي د کرونا ویروس له امله لګېدلي بندیزونه نرم کړي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان ولې له اوربند وېرېږي؟

کرونا ویروس په نړۍ کې لوی کاروبارونه وتړل، هوايي ډګرونه له مسافرو خالي شول، ستر سیاحتي ښارونه‌یې د ارواګانو په ښارونو بدل کړل او د نړۍ په ځینو برخو کې یې د جګړو تاوده ډګرونه ساړه کړل.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *