یونان او ترکیې په سمندرګي کې د تېلو پر زېرمو د لانجې حل ته لېوالتیا ښودلې
یونان او ترکیې په سمندرګي کې د تېلو پر زېرمو د لانجې حل ته لېوالتیا ښودلې. د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس نن د ترکیې هغه اقدام وستایه چې د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د دواړو هېوادونو له لانجمنې سیمې څخه یې خپله یوه پلټونکې کښتۍ ایستلې ده. ترکیې د عروج رییس په نوم دا کښتۍ د تېلو او ګاز د پراخو زېرمو د پلټنو لپاره د مدیترانې هغې سیمې ته استولې وه چې یونان د مالکیت دعوه پرې لري. دې اقدام د ناټو د دې دوو غړو اړیکې هومره ترینګلي کړل چې دواړو دې سیمې ته خپلې جنګۍ کښتۍ واستولې. د یونان صدراعظم... Читать дальше...