د اذربایجان ولسمشر: د ارمنستان راکټي بریدونه جنګي جنایت دی
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پر دې هېواد راکټي بریدونه وغندل او هغهیې جنګي جنایت وباله. ولسمشر علییف د ارمنستان مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې د دې کار مسؤلیت به ورله غاړې شي. علییف ویلي اذربایجان به د دې اقدام ځواب وایي او دا کار به په ځانګړي ډول د جګړو په ډګر کې کوي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې نن سهار وختي د اذربایجان پر دوهم لوی ښار ګنجه په راکټي برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول. بل توغندویي برید په مینګاچویر ښار کې شوی، خو د سر او مال زیان په اړه څه نهدي ویل شوي. Читать дальше...