Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2020

Новости за 20.10.2020

Mashaalradio.com 

'د عمران خان ټایګر فورس په ټولنه کې شخړې زېږولای شي'

په خیبر کې مدني فعال منظور اپریدی وايي چې د ټایګر فورس غړي  خپل کار د ولس د ښیګړې لپاره ګڼي خو د داسې ډلو جوړیدو سره د ګوندونو  او په ټولنه کې د ولس ترمنځ اختلافات او شخړې رامنځته کېدای شي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي

د اوکراین ولسمشر نن ویل، هغه کسان چې روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په غیرقانوني ډول کریمیا د خپلې خاورې برخه کړي، باید مسوول وګڼل شي.  ولادیمیر زلینسکي نن د خپل هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل: "تر هغو چې کریمیا اشغال وي له اوکراینیانو او د کریمیا له تاتارانو سره  به په منظم ډول زیاتی کېږي، نړۍ باید کریمیا هېره نه کړي." کریمیا ټاپوزمه چې د اوکراین خاوره ده په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د امریکا د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس نیوکه وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس انټوني فاوچي نیوکه وکړه او ویې ویل، فاوچي او یو شمېر نور متخصصینو چې کله له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه سلامشوره ورکړې ده، تېروتنې یې کړي دي.  ولسمشر ټرمپ بیا وویل، امریکایان د فاوچي او د ده په څېر د یو شمېر نورو ساده کسانو له دې خبرو چې په دې کار کې یې تېروتنه کړې ده، ستړې شوې دي.  ښاغلي ټرمپ دا خبرې پرون وروسته تر دې وکړې چې ډاکتر فاوچي وویل، پرته له څه شکه چې ډونالډ ټرمپ تر لویو غونډو  وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ چارواکي: جلریز کې چاودنو ۵ تنه وژلي 

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن سهار دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي.  د میدان وردک د والي ویاند محب اله شریفزوی ازادي راډیو ته وویل: "د جلریز ولسوالي په کوټه عشرو سیمه کې پر یوه تونس او یوه سراچه موتر چاودنې شوې دي چې ۵ تنه شهیدان شوي، ۹ ټپيان چې پنځه یې ښځې څلور یې ماشومان دي." ټپیان رووغتونونو ته انتقال شوې دي.  د دې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی مرستیال نیول شوی

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف ونیول شو.  ده د یوه تحقیقاتي راپور په استناد، په سلګونو میلیونه ډالر په پټه بهر ته انتقال کړي دي.  د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې په یوې اعلامیې کې نن د ماتریموف د نیولو خبر ورکړ.  درې ورځې مخکې د دې کمیټې نویو مشرانو ویلي و چې د ماتریموف او د هغه د همکارانو د هلوځلو په اړه تحقیقات پیل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي: قره باغ کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

د غزني د امنیتي چارواکو په وینا د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې نن د یوه موټر بم برید مخه ونیول شوه.  د غزني د امنیه قومانداني ویاند احمد خان سیرت وایي، د سهار لسو بجو خواته ترهګرو د یو سراچه موټر په واسطه چې له چاودیدونکو موادو ډک و د قره باغ په ولسوالي کې د برید نیت درلود. هغه زیاته کړه: "مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسېږي د قره باغ ولسوالي اتلو پولیسو برید پرې وکړ او په موټر کې چاودنه وشوه، د دې چادونې له امله د قره باع ولسوالي درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي." ښاغلي سیرت برید کوونکو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دې ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په نګورنو قره باغ کې نښتې دوام لري

د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د دې سربېره نن بیا نښتې شوې دي چې هلته د روسیې په منځګړیتوب د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې، د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره اوربند وشو.  د ملګرو ملتو امنیت شورا له دواړو لوریو غوښتې دي چې اوربند مراعات کړي.  نګورنو قره باغ سیمه چې په رسمي ډول د اذربایجان مربوط ده، واک یې د هغو کسانو په لاس کې دی چې په خټه ارمنیان دي.  نن سهار د نګورنو قره باغ له جنوبي سیمو د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوې دي.  د اذربایجان دفاع وزارت په څو سیمو کې د جګړې خبر ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د غور په موټربم چاودنه کې ګونګیانو ته زیان اوښتی

د غور په مرکز کې د یکشنبې د ورځې په موټر بم چاودنه کې د ګونګیانو یوه ځانګړي ښوونځي ته هم زیان رسېدلی دی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې چاودنه کې د یاد ښوونځي اتلس زده کوونکي ټپیان شوي دي. په دې موټر بم چاودنه کې ۱۶ تنه ووژل شول او له سلو ډېر ټپیان شول. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

دانش د افغانستان د احصایيې مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه بولي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د احصایيې د مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه وبلله او له دې ادارې یې د خپلواکي غوښتنه وکړه. د احصائیې ملي ادارې له لوري د نفوس اټکلیزو شمېرو اعلان دغه اداره تر پوښتنې لاندې راوسته. د افغان ولسمشر دویم مرستیال وايي، چې حکومت او دولت باید د نفوس له کره شمېرې ونه ډار شي. ښاغلي دانش له دې ادارې وغوښتل، د خپلواکي په ساتلو د سیاسي ډلو له ګټو ځان لرې وساتي او په هر ډول شرایطو کې باید سیاسي فشار ته غاړه کېنږدي. هغه وویل: "د احصائیې ملي اداره باید... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې ډاکټرانو کاربندیز کړی

په بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو له هغه ورسته د صوبې په ټولو سرکاري هسپتالونو کې د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه (نن) د ناروغانو کتنځایونه وتړل چې د دوی پر یوه ملګري ډاکټر ته د یوه ناروغ خپلوانو لاس وراچولی وو. ایوب ترین له کوټې راپور راکوي.

Pa.azadiradio.com 

د اوزبیکي ژبې ملي ورځ؛ تر اوسه دغې ژبې ته څومره کار شوی؟

په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د اوزبیکي ژبې ملي ورځ ده ارګ وايي، افغانان باید خپلې ژورې فرهنګي ریښې درک او ګټور اثار تالیف کړي.   له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه شان ولسمشر غني په اوسنیو شرایطو کې له ټولو ځوانو لیکوالانو څخه غوښتنه کړې چې د علي شېر نوايي او ګوهرشاد بېګم په څېر د خپلو قومونو لپاره نیک نومونه وګټي.   علي شېر نوايي، د اوزبک قوم یو وتلي او نامتو شاعر او لیکوال و همدا شان ګوهر شاد بیګم هم د فرهنګي او ادبي ګړنو سر سخت ملاتړې وه.  تېر کال په ولسمشر غني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'کابل کې غلاوو سوداګریزه راکړه ورکړه ۶۰ سلنه کمه کړې'

د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، په کابل ښار کې د شوکو او غلاوو له امله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.  د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، چې په کابل ښار کې وسله والو غلاوو او شوکو سوداګریزه راکړه ورکړه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.  د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، د غلو له وېرې دو کانداران او نور بېلابېل کاروباریان سهار ناوخته او د مازدیګر وختي کورونو ته ځي، چې دې چارې سوداګرۍ اغېزمنه کړې.  هغه زیاته کړه: "د وخت له لحاظه څلور پنځه ساعت وخت را کم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت ځواکونو لغمان کې د طالبانو ۷ کسیزه ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په لغمان کې يې د طالبانو اوه کسیزه ډله نیولې ده. د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یاده اوه کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوې ډلې د لغمان د ولایتي شورا په یوه غړي او دغه راز د امنیې قومندانۍ په یو رنجیر په چاودونو کې لاس درلود. په دواړو پېښو کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي وو. ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، یادې ډلې په مرکز مهترلام ښار کې د ولسي وګړو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناامنیو پر زیاتوالي اندېښنې؛ د ملي شورا 'کاکس' ډلې اوربند وغوښت

د افغانستان د ملي شورا د ښځنیه غړیو ډله یا "کاکس" په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو او سولې د مذاکراتو په اړه خپلې اندېښنې له نړیوالو سره شریکې کړې. د افغانستان ملي شورا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ښځینه غړیو ډله یا کاکس او د ښځو بشري حقونو کمېسیونونه اندېښمن دي او له طالبانو د اوربند غوښتونکي دي. دوی د امریکا متحده ایالتو ګانګرس، د اروپایي ټولنې پارلمان او د قطر حکومت ته یو لیک استولی او خپلې اندېښنې او غوښتنې یې په کې شریکې کړي دي. د ولسي جرګې د ښځو کمېسیون منشي او د دغه کاکس غړې محبوبې رحمت په دې اړه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني سبا ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي

له میاشتو انتظار وروسته افغان حکومت ولسې جرګې ته د باور رايو لپاره نوماند وزیران معرفي کوي.  جمهور رياست وايي تمه ده چې ، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان سبا جمهور رییس د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.   جمهوري ریاست وايي، سبا د چهارشنبې په ورځ به ولسمشر غني نوماند وزیران او د یو شمېر خپلواکو ادارو رییسان ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.   د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، ۲۶ نوماند وزیران او د دوه خپلواکو ادارو رییسان د چهارشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیلوي

ټاکل شوې چې نن د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیل کړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، دا د اکاډمیو ترمنځ له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو لومړنۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ دي. په دې سیالیو کې ټولې برخه اخیستونکې اکاډمۍ د کابل ولایت پورې اړوند دي، لوبې د کابل په کرکټ لوبغالي کې پیلېږي. یادې لوبې به د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېتې دوام وکړي. د لوبې هدف د غوره لوبغاړو ټاکل په ګوته شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو له لوري د دوو نویو کتابونو مخکتنه وشوه

د ازادي راډیو له لوري د دوه نویو کتابونو مخکتنه وشوه. د مخکتنې دا مراسم چې په انلاین بڼه جوړ شوي وو په کې د ازادي راډيو مسئولینو او د پښتو او دري ژبې لیکوالانو په کې برخه اخیستې وه. دا کتابونه د ازادي راډیو د دوو ښوونیزو خپرونو ژوند په شېبو کې او در امتداد لحظه ها لیکې بڼه ده چې په پښتو ژبه محبوب شاه محبوب او په دري ژبه مهریې انوري او شمیلا جاوید لیکلي دي. په دې کتاب کې د افغان فرهنګ، تاریخي سیمو، دودونو، باورونو، لرغونو ابداتو، ښکلو هنرونو او په ټوله کې د فولکلوریکو توکو په اړه معلومات شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر کابل ته راځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ګټور ګڼي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د هېواد له چارواکو سره د همکاریو د پراختیا او کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په هکله خبرې اترې وکړي. هغه زیاته کړه: "د دوه اړخیزو سیمه‌ییزو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د یو لوړپوړي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ناګورنو قرباغ جګړه کې د بې پيلوټه الوتکو استعمال

د سېپټېمبر په پای کې د اذربایجان او ارمنیا ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سیمه نښتې پیل شوې چې د اوربند پر پرېکړه سربېره روانې دي. په دې جګړه کې اذربایجان بې پیلوټه یا ډرون الوتکې کاروي. په دې کې د ترکیې، اسراییلو او روسیې جوړې الوتکې شاملې دي. په اوسنیو نښتو کې د ډرون الوتکو استعمال د زیاتې مرګ ژوبلې لامل بلل کېږي. د سېپټېمبر له ۲۷مې راهیسې په نښتو کې د دواړو خواوو تر ۶۰۰ زیات سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي. ارمنیا هم د ډرون الوتکو کارولو دعوه کړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د وسله‌والو طالبانو له لوري د حملو او تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، "د سولې په خبرو کې چا توافق مات کړی؟" ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو حملو زیاتېدو ته په اشارې نیوکه کړې چې طالبانو له امریکا سره شوې هوکړه نه‌ده عملي کړې او په دې سره به د سولې روانې خبرې اترې هم زیانمنې شي. ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو له پیله دا پوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

ناټو متحدانو د دوشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تکرار کړه. د دې ائتلاف د اعلامیې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، د ائتلاف متحدانو او شریکانو په یوه غونډه کې وویل چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي. په اعلامیه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د ناټو متحدانو او شریکانو مالي ملاتړ تر ۲۰۲۰م کال ورهاخوا هم دوام وکړي. ده زیاته کړه: "له افغان ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان د امنیت په برخه کې زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناک دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې د خبرو پر مهال دا باور چې د امتیاز د ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی زیات شي، خطرناک دی. زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي د ده تمه دا وه چې تاوتریخوالی به کمېږي او کم به پاتې کېږي. دی زیاتوي چې ښکېل اړخونه باید هغو مسایلو ته چې خبرې او تفاهم پرې شوي، ژمن پاتې شي. خلیلزاد وايي، د سرغړونو بې‌بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې د خبرو له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي او ټینګار کوي چې باید د امریکا او طالبانو... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *