افغانستان کې د څو تنو فعالو ښځو پر بې درکه کېدو د ترکیې اندېښنې
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۲۰مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ټېلیفوني خبرې وکړې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چاوش اوغلو له متقي سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ځینو افغان فعالو ښځو پر بې درکه کېدو ژوره اندېښنه لري. ده همدا راز د افغان نجونو تعلیم مهم وباله، ویې ویل، ترکیه په دې برخه کې په افغانستان کې مثبت ګامونه څاري. د ترکیې د بهرنیو چارو... Читать дальше...