Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2022

Новости за 10.02.2022

Mashaalradio.com 

ودان اتمانخېل: د هنر له هرې بڼې سره مینه لرم

دا اوونۍ په هارون باچا هنري ګړۍ کې سندرغاړی، شاعر او د راډیويي پروګرامونو ویاند ودان اتمانخېل زموږ مېلمه دی. اتمانخېل وايي، د هنر د ټولو اړخونو سره یو شان مینه لري او هڅه کوي وخت هم ورکړي. د هغه د شاعري کتاب چاپ شوی او څو سندرې یې هم خپرې شوې دي. په دې خپرونه کې اتمانخېل له تازه شاعرۍ او د هغه له سندرو خوند اخېستی شئ. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو اتحادیې خپل هړتال ختم کړ

په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یو ښوونکی په عمري قید او ۳ سوه ډالره نغدي جریمې محکوم شو

د پاکستان په سند ایالت کې یوې محکمې د یوه هندو کالج یوه استاد ته مقدساتو ته د سپکاوي په خاطر د عمري قید او ۳ سوه ډالره نغدي جریمې سزا ورکړې ده.  ناوټن لال د ۲۰۱۹کال په سپټمبر کې وروسته له هغې توقیف شو چې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یو محصل دغه هندو استاد تورنوي چې د اسلام د پیغمبر ضد یې مقدساتو ته سپکاوی کړی دی. د ناوتن لال یوه خپل ازادي راډیو ته ویلي چې له دغه تور پرته په محکمه کې د هغه پرضد هېڅ یو شاهد نه و.  دغه محصل په دې ویډیو کې ویلي چې ده لیدلې چې لال مقدساتو ته سپکاوي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور کې د یوې ښځې په سر کې د مېخ ټک وهلو پېښه

د پېښور پولیس وايي، په هغه ښار کې یې د یوې ښځې په سر کې د مېخ ټک وهلو د پېښې پلټنې کړې دي. پولیسو دا خبره تر هغې پینځه ورځې وروسته وکړه چې د فبرورۍ پر څلورمه هغه ژوبله ښځه لېډي ریډنګ روغتون ته د درملنې لپاره ورغلله. د هغې مېړه احمد صابر وايي، دا خبره ناسمه ده چې ګواکې یوه پیر د بې اولادۍ د مشکل حل لپاره د هغې ښځې په سر کې مېخ ټک وهلی دی. صابر زیاتوي چې ښځه یې بچي لري او پر هغې پېریان ناست دي چې د همدې له وجې یې په سر کې مېخ ټک وهل شوی وو. روغتیاپالان وايي، پېریان پر انسانانو هېڅ اغېز نه لري بلکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 'کووېډ-۱۹' ۱۱ کسان مړه کړي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغاستان په ۲۳ ولایتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.  د دې وزارت ویاند جاوید هژیر وویل چې ۴ په کابل، ۲ په هرات او یو تن په کندوز، هلمند او میدان وردګو کې مړه شوي دي.  د هژیر په خبره په دې موده کې د کرونا له اخیستل شویو ۱۹ نیم سوه نمونو څخه ۸۴۵ یې مثبتې ثبت شوې دي.  د دې وزارت ویاند ونه ویل چې دغه کسان د کرونا ویروس په کومه بڼه اخته شوي وو. له دې مخکې د دې وزارت چارواکو ویلي چې د کرونا د اومېکرون بڼه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هغه افغانې ښځې چې له افغانستانه وتلې، راتلونکي ته څه هیلې او اندېښنې لري؟ 

زهره جلال د خوست د ولایتي شورا پخوانۍ غړې ده. دا هم د نورو ګڼو لوستو افغانو ښځو په څېر د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له افغانستانه ووته. اغلې جلال د تېر مېلادي کال په جولای میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو دا او یو زوی یې وتښتول او له څو ساعته برمته نیولو وروسته یې ازاده کړل. له هغه وروسته هم د دې په وینا له تهدیدونو سره مخامخ وه.  دې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په لسمه نېټه ازادي راډيو ته وویل:"کله چې موږ ته مشکلات پیدا شوي وو، موږ اسیران شوي وو، موږ د مشرانو په منځګړیتوب خوشې شوو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې ته د بریټانیې خبردارۍ؛ پر اوکراین برید به غمیزه وي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیزټرس خپل روسي سیال سرګې لاوروف ته خبرداری ورکړ چې پر اوکراین یو برید به یوه غمیزه وي.  مېرمن ټرس نن پنجشنبې په مسکو کې له لاوروف سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، اساساً په اوکراین کې یوه جګړه به د روسیې او اوکراین د خلکو او د اروپا د امنیت لپاره یوه غمیزه وي او ناتو هم دا واضح کړې چې پر اوکراین هریرغل به پراخې پایلې ولري او هغه به ډېره ګرانه تمامه شي. ښاغلي لاوروف د ټرس د دغو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د مسکو په وړاندې د لوېدیځ چلند به یوازې په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغان کډوالو د ابوظبي په کمپ کې اعتراض کړی

د ابوظبي په کمپ کې افغان کډوال امریکا ته د لېږد په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت کوي.  دوی چهارشنبه د شپې راټول شول او نن د پنجشنبې په ورځ یې هم د ابوظبي په کمپ کې اعتراض روان دی.  د دوی له اعتراضه په ټولنیزو رسنیو کې په  خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ښځو او ماشومانو هم په کې ګډون کړی.  دغه افغان کډوال ۶ میاشتې وړاندې له افغانستانه د تخلیې په پروسه کې ابوظبي کمپ ته ولېږدول شول، څو له دې ځایه امریکا ته ولېږل شي.  دوی کې داسې کسان شته چې له امریکايي حکومت سره یې کار کړی او یا هم هغه څېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونه: افغانستان او ترکیه دې د سوداګرۍ هوکړه وکړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز هوکړه لیک د لاسلیک کېدو غوښتنه کوي.   د سوداګرې او پانګونۍ خونې مرستیال یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د ترکیې سفارت له چارواکو سره یې په پرونۍ لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ سوداګریز هوکړه لیک په رامنځته کېدو او د افغان او ترکي پانګه والو ترمنځ پر ګډې پانګونې خبرې وکړې.   د ښاغلي مهمند په خبره افغان او ترکي سوداګرو په تېرو شلو کلونو کې د سوداګرۍ او کانونو د ایستلو برخه کې په خپلو کې ښه کاري اړیکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان د سوداګریزو بندرونو د چارو سمون ته طرزالعمل جوړوي

د طالبانو حکومت د افغانستان د سوداګریزو بندرونو د چارو د سمون لپاره یو طرزالعمل جوړوي.  د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د هوایي او ځمکنیو سوداګریزو بندرونو د چارو سمون لپاره د طرزالعمل جوړولو په هدف د اقتصادي او امنیتي کمېسیون ناسته پرون د ۷ وزارتونو او دوو ریاستونو د استازو په ګډون په سوداګرۍ وزارت کې جوړه شوه.   د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یاد طرزالعمل د جوړولو هدف په سوداګریزو بندرونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول بولي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په سر د لویدیځ او روسیې کړکېچ؛د بریتانیا یوه چارواکې مسکو ته ورسېده

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز ټرس د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د خبرو لپاره پرون داسې مهال مسکو ته ورسېده چې اروپايي مشرانو د اوکراین پر سر د لویدیځ او روسیې ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره ډپلوماټیکې هڅې خورا تیزې کړي دي.  لویدځ اندېښنه لري چې روسیه به چې د اوکراین له پولې سره یې له سل زرو زیات سرتیري ځای پرځای کړي، پر دې هېواد برید وکړي.  مېرمن ټرس مسکو ته له رسېدو سره سم په یوه ټویټ کې ولیکل چې روسیې ته په دې سفر کې به له خپل سیال سرګي لاورف سره وګوري او دا به ورته روښانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوېس کې د 'جنیوا کال' ناسته دوام لري؛ نصرتي: ډېر تمرکر د مېرمنو پر حقونو دی

په سوېس کې د افغانستان په تړاو د 'جنیوا کال' ناسته نن پنجشنې هم دوام کوي.   د افعانستان د "حرکت ملي خط سوم" رییس، بریالی نصرتي چې د دې ناستې له ګډون والو دی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت له استازو سره د تړلو دروازو تر شا افغانستان سره په نړیوالو مرستو، بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو باندې بحث شوی او دغه بحثونه دوام لري.   ښاغلي نصرتي وویل، د غونډې تر پایه، د بحثونو او خبرو جزییات محرم دي خو وروسته به رسنیو سره شریک شي: "د بشري حقونو، مرستې رسونې، د بشرحقونو په مبادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د کندهار-کوټې او جلال‌اباد-پېښور پر لارو د بسونو فعالیتونه پیلوو

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پرېکړه کړې چې ژر به د کندهار - کوټې او جلال اباد - پېښور ترمنځ لویو لارو کې د مسافرینو د انتقال لپاره د بسونو فعالیت پیل کړي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل: "هغه ټرانسپورټي شرکتونه چې د ۵۸۰ ستندرد ډول وسایطو اجازه لري او دې یادو دوو مسیرونو موټرې فعالیت وکړي تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې دې خپل غوښتنلیکونه د کابل د ټرانسپورټ د تنظیم ریاست ته وسپاري." ښاغلی احمدي وایي، یوازې هغه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کالام: په واوره کې د کبډۍ سیالۍ شوي

د سوات په کالام کې د کبډۍ دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي چي پکې د سيمې اتو لوبډلو برخه اخيستې وه. د لوبو تابياکوونکي وايي، د سیالیو موخه د ځايي خلکو د ساعت تېري ترڅنګ کالام ته د سیلانیانو وربلل دي. په واوره کې د کبډۍ د سیالیو په اړه ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د 'کافا' د فوټسال جام؛ له ۱۹کلنو کم عمره افغان لوبډله ایران سره مخ کېږي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، تمه ده چې د افغانستان له ۱۹کلنو د کم عمره فوټسال لوبډله د 'کافا' په نوم د منځنۍ اسیا د فوټسال په جام کې خپله لومړنۍ لوبه د فبروري میاشتې په دولسمه نېټه د را روانې شنبې په ورځ له ایران سره وکړي.  د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل، د لوبډلې تمرینونو ته په پام سره تمه کېږي چې ښه نتیجه لاسته راوړي: "یادې لوبډلې له مخکې خپل چمتوالی درلود، زموږ کوم لوبغاړي چې ایران کې وو، عراق کې وو، په بېلابېلو ولایتونو کې وو تقریباً څلوېښت لوبغاړو دلته یو میاشت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو کې د افغانستان ناندریزه چوکۍ؛ طالبان بېړنۍ غونډه غواړي

د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند سهیل شاهین د دې سازمان د اعتبار کمېټې له مشرتابه غواړي چې بېړنۍ غونډه را وغواړي او دا چوکۍ دوی ته وسپاري. ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته په ټینګار سره وویل، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د طالبانو د حکومت حق دی: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د یوه داسې چا په لاس کې پاتې کېدل چې د افغانستان د خاورې په یوې برخې هم حاکمیت نه لري، په خپلو سره بې‌اعتماده دي او په یوه او بل د غبن او خیانت تورونه لګوي، خو بیا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتیرېش: طالبان دې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش له طالبانو په کلکه غوښتي چې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي.  ګوتیرېش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" زه په ژوره توګه د ښځو د ورکو شوېو فعالانو د سلامتیا په اړه اندېښمن یم."  نوموړي لیکلي، یو شمېر فعالانې لا درکه شوي او له اونیو راهیسې ورسره تماس نشته.  طالبانو د دغو ښځینه فعالانو توقیف یا نیول رد کړي دي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ته پرون ډاډ ورکړی چې دې برخه کې هلې ځلې کوي.  لادرکه شوې مېرمنې هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز کروندګر وايي ژمني حاصلات یې زیات شوي، ښه عواید یې ترلاسه کړي

د کندز ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال د دغه ولایت په ژمني حاصلاتو کې زیاتوالي راغلی او له دې درکه دوی ښه عواید ترلاسه کړي دي. د کروندګرو په خبره چې په ژمني حاصلاتو کې تازه پیاز، کرم، ګُلپي،کاهو، سپینه مُلۍ، ګازري او شلغم شامل دي. ۵۰ کلن کروندګر جمعه خان وايي: "سږکال د ګازرو حاصلات ښه دي. ځکه اوبه پرېمانه وي او ترڅنګ یې وضعیت هم ښه وو. له یو جریب ځمکې د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت حاصل ترلاسه کوو. د ګازرو فصل چې خلاص شي، بیا دلته رومیان، بامیه، توربانجان، مرچک، بادرنګ او داسې نور سبزیجات کرو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډېلي مېل: طالبان د تېر جمهوري حکومت ټولې نښې له منځه وړي

ګارډين ګارډين ورځپاڼې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. د دې مقالې په پیل کې راغلي چې پنځه پاکستاني سرتیري په داسې حال کې ووژل شول چې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره له همکارۍ ډډه کوي.   د مقالې په وینا د بریتانوي راج له زمانې د رامنځته شوي ډيورنډ لاین په اوږدو کې د حملو زیاتېدو له کبله د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.   د یکشنبې په ورځ په یوه حمله کې په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان پنځه سرتیري ووژل شول او د دې حملې مسولیت تحریک طالبان پاکستان واخېست. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *