Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2022

Новости за 14.02.2022

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم کیف ته رسېدلی څو د کړکېچ  په کمولو خبرې وکړي

د جرمني صدراعظم اولاف شولز کیف ته رسېدلی څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د مخنیوي په هدف د ډيپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.  ښاغلي شولز کیف ته له روانېدو مخکې پر ټوټیر ولیکل، جرمني تمه لري چې د مسکو له لوري به د دې کړکېچ د کمولو نښنې نښانې وویني. هغه زیاتوي چې د اوکراین پرضد پوځي اقدام به د روسیې لپاره ډېر جدي عواقب ولري. شولز خبرداری ورکړی چې د اروپا سولې ته خورا جدي ګواښ متوجه دی.  د جرمني صدراعظم به د کیف  سفر پای ته رسولو وروسته سبا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې لسګونه کسان له بنده ازاد شول

د طالبانو حکومت د خوست له زندان او توقیف خونو څخه لسګونه بندیان خوشې کړي دي. د ولایت د بېلابېلو ادارو یو ګډ پلاوي د هغو کسانو قضیې ارزولي او بیا یې د خوشې کولو امر کړی. هغو کسانو په وروستیو کې شکایت کړی وو چې له میاشتو راهیسې بندیان دي او د قضیو پوښتنه یې نه کېږي. هغه پلاوي ویلي چې د بندیانو جرمونه واړه ول او د قید کافي موده یې تېره کړې وه، نو ځکه یې ازاد کړل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

سبا د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کلیزه ده

سبا د دلوې یا سلواغې میاشتې ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کلیزه ده.  د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د کار قانون د ۴۱مې مادې له مخې به دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.  د دغه وزارت په حواله دا خبره د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.  د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ۱۳۵۸کال د جدي یا مرغومې په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ، دوی هغه مهال د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپېژاند. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک ته د مرستو ۱۳مه کڅوړه؛ مرستې له ۳۴۵ ملیونو ډالرو واوښتې

د افغانستان مرکزي بانک وايي، تېره ورځ ناوخته د بشري مرستو د نغدې بڼې ۱۳ مه کڅوړه چې ۳۲میلیونه ډالره وه د افغانستان بانک ( AIB) ته وسپارل شوه.   دغه بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له رسېدلي کڅوړې سره د مرستندویه هېوادونو د نغدي مرستو کچه له ۳۴۵ ملیونو ډالرو واوښته.  د خبر پاڼې په حواله، ‏د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د بانکې اړيکو په برخه کې دې هم اسانتیاوې رامنځته کړي تر څو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل رامنځته شي.  یاد بانک له دې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مسکو او کیف کړکېچ؛ امریکا او اوکراین یو ځل بیا له یوبل سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د اوکراین او امریکا ولسمشرانو ټینګار کړی چې د اوکراین پر پوله د روسیې د پوځي حضور د پیاوړتیا په ځواب کې به د ډيپلوماسۍ هڅو ته دوام ورکوي.  سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر جو بایډن په پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د اوکراین د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په برخه کې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې متحدایالات به پر دې هېواد د روسیې د یرغل په صورت کې سمدستي ځواب ورکړي.  د اوکراین د جمهوري ریاست دفتر په یوه بیان کې وايي چې ولسمشر زیلینسکي ښاغلي بایډن ته بلنه ورکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ای پي اېل: د لوبغاړو د پېرلو پروسه پای ته ورسېده

د هندوستان د کرکټ لیګ ( IPL ) د پنځلسم پړاو د لوبغاړو د پېرلو پروسه د څلور افغانانو په اخیستلو سره تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، محمد نبي، راشد خان، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال هغه څلور افغان لوبغاړي دي چې سږکال به په دې لیګ کې د افغانستان استازيتوب کوي. یاد لیګ ته شااوخوا ۵۹۰ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه چې له دې ډلې د لسو لوبډلو لپاره ۲۰۴ لوبغاړي واخیستل شول.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ له بنګله دېش سره د سیالیو لپاره افغانه لوبډله اعلان شوه  

افغان کرکټ بورډ د بنګله دېش هېواد سره سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې ملي لوبډله د پوره چمتوالي سره د سیالیو ډګر ته ځي. افغان کرکټ بورډ د پنځوس اوریزو او شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ" سکواټ" هم خپور کړی چې هشمت الله شاهدي په کې د درې پنځوس اوریزو او محمد نبي د دوو شل اوریزو سیالیو لوبډل مشران دي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله اوس مهال په بنګله دېش کې په تمرینونو بوخته ده او ټاکل شوې چې د روانې مېلادي میاشتې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۱۹ کلنو کشره د فوټسال افغانه لوبډله سبا د تاجکستان سره لوبه لري

ټاکل شوې د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره فوټسال لوبډله سبا د تاجکستان د لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.  دا سیالۍ د مرکزي اسیا جام د سیالیو په سلسله کې د قرغزستان په کوربه توب ترسره کیږي.  د افغانستان لوبډلې پرون د کوربه هېواد قرغزستان لوبډلې ته ۵ د درېیو ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان د متحده عربي اماراتو سفارت ته: زموږ ویزې تمدید کړئ

یو شمېر هغه افغانان چې په متحده عربي اماراتو کې استوګن دي او د طالبانو له واکمنېدو مخکې د خپلو کورنیو د لېدنې لپاره افغانستان ته راغلي وایی، د ویزو د اعتبار نېټه یې پوره شوی ده او نه شې کولای بېرته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.   لسګونه دغو افغانانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې اعتراض وکړ او د متحده عربي اماراتو له سفارته یې وغوښتل چې د دوی ویزې تمدید کړي.   د اعتراض کونکو په استازیتوب مومنیار رحماني ازادي راډیو ته وویل:" زموږ د ویزو نېټه پوره شوی، زموږ کورونه په متحده عربي اماراتو کې دي او هلته مو کار و سوداګري پاتی ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تېرو کلونو پرتله د والنټاین ورځې نمانځنه پیکه وه

فبروري۱۴مه ولنتاین یا د مینانو له ورځې سره برابره ده. کابل کې یو شمېر مینانو ازادي رادیو ته وویل چې سږکال یې دا ورځ ځکه په ښکاره نه ده نمانځلې چې وېره لري طالبان ېې پیدا کړي او بندي یې کړي. فاطمه نېږدې درې کاله کېږي چې خپل ماما زوی قاهر سره مینه لري. هغه وایي چې په دې موده کې دوی هر کال د مینانو ورځ نمانځلې. خو د فاطمې به خبره، سږ کال به یې ونه شوای نمانځلی:" سږکال په کابل کې وېره او وحشت خپور دی؛ کله چې هغه کسان چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي دوی یې بندي کوي نو دوه کسان چې د مینانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانو مېرمنو د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه بایډن ته پرانیستی لیک لېږلی 

د افغانستان یو شمېر فعالو مېرمنو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمنۍ د یوې برخې د ځانګړې کولو په پرېکړه له سره غور وکړي.  دغه لیک د ۴ زره افغان مېرمنو په استازیتوب چې له بنسټونو جوړ دی لیکل شوی او څه باندی سلو فعالو افغان مېرمنو لاسلیک کړی دی.   په لیک کې راغلي چې افغانان د سپتمبر د یوولسمې په پېښه کې د قرباني شویو امریکایی وګړو د کورنیو په غم کې شریک دي، خو هېڅ افغان په دغه برید کې لاس... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د مسلم ليګ (ق) مشرانو سره د شهباز شريف ملاقات به څه نتيجې ولري؟

د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د فرورۍ په ۱۳مه د مسلم ليګ (ق) له مشرانو چوهدري پرویز الهي او چوهدري شجاهت حسین سره په ملاقات کې د پاکستان پر سیاسي حالاتو خبرې کړې دي. د دواړو ګوندونو لخوا خپرو شوو جلا جلا خبرپاڼو کې راغلې چې دغو سیاستوالو په پاکستان کې په روانو حالاتو او همګټو موضوعاتو خبرې وکړي.  د پنجاب صوبې د دغو مشهورو سیاستوالو تر منځ داسې يو ملاقات ۱۴ کاله مخکې شوی وو. دا ملاقات په داسې وخت کې شوی چې د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پي ډي اېم ويلي چې د وزیراعظم عمران خان په خلاف به په قامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍخونه: په کنګل شویو پیسو کې ۲ میلیارده ډالره د خصوصي سکټور دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د امریکا له لوري د افغانستان په کنګل شویو پیسو کې ۲ میلیارده ډالره یې د خصوصي سکټور دي.   دې خونې پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي چې امریکا په هېڅ صورت سره نشي کولای د افغانستان د سوداګرو نقدي پانګه په نورو کسانو وویشي.   د خبرپاڼې په حواله، که امریکا د افغان سوداګرو دغه پېسې ور نه کړي لیرې نه ده چې خصوصي سکټور له ګڼو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ شي.   د افغانستان د کنګل شویو پیسو په تړاو د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ پرېکړې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې ناچاوده توکو چاودنې ۱ ماشوم وژلی دی

د ارزګان په مرکز ترينکوټ مهراباد سيمه کې له تېرو جګړو د پاتې‌شویو ناچاوده توکو چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی دی.  ارزګان کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند ښاغلی ولي قریشي وویل چې چاودنه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده. دی وايي:" په خواشینۍ سره مو خبر ترلاس کړی چې تېره ورځ ناوخته د ترینکوټ ښار د مهراباد په نوم سیمه کې ناپيژند چاودېدونکو چاودنه کړي چې مهال یوه ماشوم وژل شوی دی او  دغه سیمه کمربندي ساحه نه وه." نوموړي وايي چې په چاودنه کې کوم بل چاته زيان نه دی رسېدلی.  قریشي له خلکو غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې اداره: ۸۲ سلنه افغانانو عاید نه لري او خپل ماشومان کار ته لېږي

د ماشومانو د ژغورنې ادارې یا "سېو د چېلډرن" په یوه نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې اوس‌ مهال یو ملیون ماشومان کار کوي او دا چې د خلکو عاید نور هم کم شوي، دوی اړ دي چې خپل اولادونه له کوره بهر کار کولو ته واستوي. دا راپور په ۷ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ کورنیو د سروې په پایله چمتو کړی او ښيي چې د تېرکال په اګست میاشتې کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او پرته له دې چې دوی خپل اولادونه کار کولو ته ولېږي، بل لاره نه ‌لري. د دې ادارې د تحلیل پر بنسټ، که له دې هرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د کار په بدل کې غریبو خلکو ته غنم ورکول کېږي

ارزګان کې د کار په بدل کې غریبو خلکو ته غنم ورکول کېږي.  په دغه ولایت کې د کرني ریاست وايي، چې اوس مهال يي تر ۵ سوه پوري کسانو ته د کار زمینه برابر کړي او هر یوه کس ته د ورځې لس کیلو غنم ورکوي. د دې ریاست یو چارواکي داد محمد ازادي راډيوته وویل چې دوی دغه پروګرام په مرکز او ولسوالیو کې د رئیس الوزار د فرمان له مخي پیل کړی دی. دی وايي:" دا غنم چې د هندوستان هېواد له خوا افغانستان ته ورکول شوي، د رئیس الوزار د فرمان له مخې درې سوه ټنه غنم د کرني ریاست په واک کې ورکول شوي ترڅو خلکو ته د کار په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره میاشت: د جرمني ډاکترانو د افغان ماشومانو د کتنې بهېر پیل کړی

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د جرمني د سولې کلي موسسې ډاکترانو د هغو افغان ماشومانو د کتنې بهېر پیل کړی، کوم چې هډوکي یې مات یا سخته سوځېدلي دي. د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحب زاده وایي، یادو ډاکټرانو تراوسه له ۶۰ تر ۷۰ پورې ناروغ ماشومان په نښه کړي دي. ښاغلي صاحب زاده وویل:" د المان د سولې کلي موسسې ډاکټران د دلوې میاشتې له ۲۱مې نېټې یعنې د پنجشنبې له ورخې راغلي دي او دا لړۍ به تر ۳۰ د دلوې پورې ادامه پیدا کوي، تر اوسه پورې دوی د شپیته اویا کسانو انتخاب هم کړی دی او دا لړۍ روانه ده." ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د کنګل شویو پیسو په اړه د بایډن پرېکړې د امریکا د بانکونو اعتماد زیانمن کړی

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د ګنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن پرېکړه په نړیوالو کچه له انتقاد سره مخ شوې او د امریکا هویت او شخصیت یې زیانمن کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دې پرېکړې د هغه هېواد د بانکونو اعتماد زیامن کړی او لا یې زیانمنوي. مجاهد زیاتوي:" دا پیسې د امریکا په بانکونو کې ایښې وې د امانت په ډول او دلته د امریکايی بانکونو د امانت دارۍ او اعتماد کچه هم په شدت سره زیان ویني چې دوی نه شي کولای امانتونه وساتي."  ښاغلی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د حامد کرزي او عبدالله عبدالله را استول شوي لیک باندې غور کوو

افغانستان ته د افغان سیاسیونو د بېرته ستنېدنې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه، د طالبانو مشرانو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکېني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله لیک.   د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د دې لیک په اړه غور کوي.  مجاهد وویل:" هره مشوره چې موږ ته ورسیږي، موږ په غور کوو، امکانات ورته سنجوو چې هغه عملي شي او بل دا چې دا وسنجول شي چې اوسني وخت کې یې ګټه افغانانو او سیمې او همداراز افغانانو او حکومت ته څه ده؛ان شاء الله وه به سنجول شي که خیر په کې و عملي به شي.

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم نن کیف ته سفر کوي

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د اوکراین پر سر د لوېدیځ او روسیې د کړکېچ په منځ کې نن کیف ته سفر کوي.   دی به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره وګوري.   د رویټرز خبري اژانس په حواله، دا سفر د روان کړکېچ د کمېدو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو برخه ده.   شولز به وروسته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د کتنې لپاره سبا سې شنبه مسکو ته هم لاړ شي.   د جرمني صدراعظم پرون خبریالانو ته ویلي و چې دغه سفرونه په اروپا کې د امنیت د تضمین لپاره ترسره کېږي.   شولز ویلي، د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا خلکو ته د کرونا ضد واکسین ۴ ډوز پیلوي 

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د روانې فبرورۍ میاشتې تر پای پورې به خلکو ته د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز یا ستن لګول پیل شي.   په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.  د جنوبي کوریا د ۵۲ ملیونه نفوس له جملې څه باندې ۵۷ فیصده وګړو د کرونا ضد واکسین لومړي ډوزونه لګولي چې ورسره د مړینو او سختې ناروغۍ اندازه کمه شوې ده.  تراوسه جنوبي کوریا کې د کرونا ویروس څه باندې یو ملیون او ۴ لکه مثبتې پېښې او تر ۷۰۰۰ او ۱۰۰ د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د فوټسال له ۱۹ کلنو کم عمره افغانې لوبډلې قرغزستان ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال له ۱۹ کلنو کم عمره ملي ټيم قرغزستان ته ماته ورکړه. د دوی لوبه د منځنۍ اسیا د فوټسال اتلولۍ جام په لړ کې پرون ماښام د قرغزستان په کوربه توب وشوه چې په پایله کې افغانستان ۵ پر درې بریا خپله کړه. د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو له مخې په دې لوبه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو یوه مخکښ لوبغاړي امید قنبري هټریک وکړ یعني درې ګولونه یې ووهل. پاتې دوه نور ګولونه سید مجتبی او نورالله نظري ترسره کړل. تمه ده د افغانستان راتلونکې لوبه سبا سې شنبه د تاجکستان په وړاندې ترسره شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: په افغانستان کې خوارځواکۍ مخ په ډېرېدو ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی. دغه سازمان پرون په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین په پراخېدو سره هره ورځ د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د ماشومانو د حاد خوارځواکۍ ۸ پېښې ثبتېږي. یونېسف د روغتون د ډاکټرانو په حواله ویلي چې دوی په خپلو پیسو د ناروغانو لپاره درمل اخلي. تر دې مخکې دغه سازمان ویلي و چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره دوه میلیونه ماشومان... Читать дальше...


Инвесторы построят детсад в районе Выхино-Жулебино

Метро — my love. На БКЛ стартовал Парад поездов разных эпох

«Динамо» разгромило «Крылья Советов»

«В другом месте нельзя?» — автоэксперт раскритиковал велопробег в центре Москвы



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Зенит» намерен выкупить Изидора у «Локомотива»

Всероссийский забег памяти Семена Ржищина прошел в Лобне

Выступление Лаврова на ассамблее Совета по внешней и оборонной политике

Как надо ПРОДАВАТЬ СЦЕНАРИЙ, ПЬЕСУ, СИНОПСИС.

Музыкальные новости

На Улан-Удэнском ЛВРЗ запустили новый профориентационный проект

«Пятёрочка» подарила 1 000 000 рублей Дзержинской школе по итогам «Здоровой Олимпиады»

В Самарской области состоится третий отборочный этап на Кубок России по гонкам дронов

В мире могут закрыть поставки из Китая. «Святой Ленин» на встрече В.В. Путина и Си Цзиньпина повышает качество жизни народам России, Китая, всего мира.

Новости России

Выставки индустрии моды в Москве

Как надо ПРОДАВАТЬ СЦЕНАРИЙ, ПЬЕСУ, СИНОПСИС.

WIG DEALERS – парики из натуральных волос

Суд признал ничтожным перевод структурой IKEA денег за границу

Экология в России и мире

Где провести бизнес-встречу в Ростове-на-Дону?

Фестивальный праздник «Музыка моего города» в Улан-Удэ включил в программу спектакль Театра кукол «Ульгэр»: Россия и Культура, Праздник и Дети

Сотрудники СЛД «Курск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» продолжают проводить экологические акции

«585*ЗОЛОТОЙ» назвала топ-10 самых популярных драгоценных камней в России

Спорт в России и мире

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ

Теннисисты Роджер Федерер и Рафаэль Надаль стали лицами рекламной кампании Louis Vuitton

Новак Джокович: «Я никогда не скажу, кого считаю величайшим в истории – оставлю это другим»

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Moscow.media

Большой Тхач

Завершен очередной этап строительства моста в Мнёвниках

Вендор технологических решений DатаРу перешел на сервис кадрового ЭДО от HRlink

Под зеленым куполом







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *