Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2022

Новости за 28.02.2022

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر وايي، پر اوکراین د روسیې حمله د منلو نه ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، پر اوکراین د روسیې حمله د منلو نه ده، خو ټینګاریې وکړ چې هېواد به یې له دواړو لورو سره روابط ساړه نه کړي. اردوغان چې پرون یې د کابینې په غونډه کې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې هېواد به یې د ناټو د غړي په توګه له خپلو متحدانو سره په کړو ژمنو ودریږي، خو په عین حال کې د خپلو ملي ګټو په خاطر نه غواړي چې سیمه له پامه وغورځوي. اردوغان زیاته کړه چې ترکیه له اوکراین او له روسیې سره ګډه پوله لري او له دواړو هېوادونو سره به خپلې نژدې اړیکې وساتي.

Pa.azadiradio.com 

'کرنټ ټایم' او د 'کریمیا ریالیټي پروژې' وېب پاڼې بندې شوي

پر اوکراین د روسیې د حملې په اړه د خبري پوښښ په خاطر د روسیې لپاره د ازادې اروپا- ازادي راډیو د کرنټ ټایم او د اوکراین د څانګې د کریمیا ریالیټي پروژې وېب پاڼې بندې شوې. دواړه وېب پاڼې پرون دوشنبې په روسیه کې نه شوای لیدل کیدای. تر دې یوه ورځ مخکې کرنټ ټایم د روسیې پر رسنیو د څار ادارې روسکوم نادزور له خوا یولیک ترلاسه کړی و چې په کې له دغې وېب پاڼې د ځینو معلوماتو چې هغه له قانون څخه سرغړونکي بلل شوي و، د لېرې کولو غوښتنه کړې وه. د روسکوم نادزور په وینا دغې وېبپاڼې له ټولنیز اړخه د روسیې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایني او روسي پلاوو خبرې پای ته ورسېدې، له بېلاروسه بېرته ستانه شول

پر اوکراین د روسیې د حملې له پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په لومړي ځل خبرې پرون دوشنبې (د کب ۹مه) د بېلاروس او اوکراین ترمنځ یوه سرحدي سیمه کې ترسره شوې. رسنیو د اوکراین د ولسمشر د سلاکار میخایلو پودولیاک له خولې ویلي چې ویې ویل، د روسیې له پلاوي سره یې د خپل هېواد د پلاوي خبرې پای ته ورسېدې او مرکچیان د سلا مشورې لپاره خپلو پلازمېنو ته ستانه شول.  د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي دفتر ویلي، کیف په دې خبرو کې پر سمدستي اوربند او د اوکراین له خاورې د روسي پوځیانو پر وتلو ټینګار وکړ. دغه خبرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پلاوی د بلاروس سرحد ته رسېدلی؛ له روسي چارواکو سره خبرې پیل شوې

د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف او د ولسمشر د سلاکار میخایلو پودولیاک په ګډون د اوکراین پلاوی نن له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره د بلاروس سرحد ته ورسېدل او د وروستیو راپورونو له مخې د سولې خبرې پیل شوي.  د اوکراین جمهوري ریاست په یوه بیان کې وايي چې اوکراینی پلاوی به د سولې د خبرو کې د سمدستي اوربند او له اوکراینه د روسي سرتېرو د وتلو پر غوښتنه ټینګار وکړي.  د سولې خبرې په داسې حال کې پیل شوې دي چې د راپورونو له مخې د روسیې هوايي ځواک د اوکراین پر خارکېف او چیرنيهیف ښارونو درنې بمبارۍ کړي او روسیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه: طالبانو د عدلیي وزارت موږ ته د کار جواز نه دی راکړی

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې غړي وایي، د طالبانو حکومت د عدلیي وزارت تر اوسه دوی ته د فعالیت جواز نه دی ورکړی او دوی بې‌برخلیکه حالت سره مخ دي.  د دې ټولنې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت دې د دوی ستونزې ژر حل کړي او دوی ته د فعالیت جوازونه دې هم ورکړي.  د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې دوو غړو خوشحال مشعل او ذبیح الله ضیایي رسنیو ته وویل:" مدافع وکیلانو ته دې بېرته خپلواکي ورکړل شي او د دوی خپلواکۍ ته دې درناوی وشي."  ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست پوهنتون اووه میاشتې وروسته بیا پرانیستل شو

د افغانستان د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د خوست شیخ زاید پوهنتون هم د فبرورۍ پر ۲۶مه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شو. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې پر افغانستان طالبان واکمن شول نو په اکثریت ولایتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو تعلیمي بهیر ودرېد. خو طالبانو په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د فبرورۍ له دویمې څخه د ګرمسېرو او د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د سړو سیمو ټولې تعلیمي ادارې د نجونو پرمخ بیا پرانیزي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دېش ته ماته ورکړه.  د دوی لوبه د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپرلیګ په لړ کې وشوه.  دا د دواړو ټیمونو د درېیو یو ورځنیو لوبو د سیریز وروستۍ سیالي وه.  په دې لوبه کې لومړی بنګله دېش بېټېنګ/توپ وهنه وکړه او په ۴۷ اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.  بنګله دېش ۱۹۲ منډې کړې وې.  په ځواب کې یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۴۰ اور کې هدف ته ورسېد.  په داسې حال کې چې یواځې درې ویکټې یې له لاسه ورکړې وې ۱۹۳ منډې یې پوره کړې.  په دې لوبه کې رحمن الله ګربز ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین مرکچي پلاوی د بلاروس سرحد ته ورسېد

د اوکراین مرکچي پلاوی له روسیې سره د خبرو په هدف د بلاروس سرحد ته ورسېد.  د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په مرکچي پلاوي کې یې د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف، د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک او یوشمېر نور چارواکي شامل دي.  د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې راتلونکي ۲۴ ساعته به د اوکراین لپاره حساس وي.  نن هم له پلازمېنې کیف او بل لوی ښار خارکیف نه د چاودنو راپورونه ورکول شوي دي.  دا په داسې حال کې ده چې مسکو پر اوکراین د بې دلیله یرغل له کبله د لویدیځو قدرتونو له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.

Mashaalradio.com 

په کییف کې پر یوه ودانۍ د توغندي لګېدل کیمرې رېکارډ کړي

په داسې حال کې چې د روسيې ځواکونه د اوکراين سرښار کییف محاصره ټینګوي، یوې څارګرې کیمرې د خلکو د استوګنې پر یوه ګڼ پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدل رېکارډ کړي دي. روسې د فبرورۍ په ۲۴ مه په یوکرېن یرغل کړی او دا ویډیو د فبرورۍ پر ۲۶ مه رېکارډ شوې ده چې رویټرز اژانس خپره کړې. د مشال رېډیو د خبر د مرکزي څانګې یو خبریال د پېښې ځای ته ورغلی او له سیمې د سترګو لیدلی حال راکوي.

Pa.azadiradio.com 

مارکوس پوتزل: په کابل کې د کورونو د تلاشیو په اړه اندېښمن یم

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل ویلي په کابل کې د کورونو د تلاشیو په تړاو اندېښمن دی.  پوتزل چې په دوحه کې مېشت دی او د سفارت چارې له هغه ځایه مخته وړي په دې اړه نن ټوېټ کړی دی.  مارکوس پوتزل لیکلي د کورونو د تلاشۍ پر مهال ګڼ عادي خلک متضرره شوي چې په کې د نړیوالو مؤسسو کارکوونکي هم شامل دي.   هغه ظاهراً طالبان مخاطب کړي او ویلي یې دي:" دا یې سمه لار نه ده چې د افغانانو زړونه او فکرونه وګټئ." له دې مخکې د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ هم د کورونو په تلاشیو کلکه نیوکه کړې وه او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو اېن اېچ سي ار: په کندهار کې مو له ۳۵۰۰ بې ځایه شویو سره مرسته کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو اېن اېچ سي ار ویلي په کندهار کې یې له ۳۵۰۰ بې ځایه شویو خلکو سره په اصلي مېنو کې د بیا مېشتیدو لپاره مرسته کړې.  دا خبره د یو اېن اېچ سي ار افغانستان څانګې نن په خپل ټوېټر لیکلې ده.  د دې ادارې د بیان له مخې اصلي مېنو ته د کډوالو په بیا ورستنولو کې د ملګرو ملتونو او نورو بشرپاله ادارو مرستې تر اوسه اغېزمنې تمامې شوي دي.  د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر ۲۰۲۱ کال د جنګونو په زیاتېدو په افغانستان کې پنځه لکه کسان له خپلو اصلي مېنو کډه کولو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن پر اوکراین د روسیې د بریدونو پنځمه ورځ ده

تېره پنجشنبه سهار وختي په اوکراین باندې د روسیې بې دلیله پوځي بریدونه پیل شول او نن یې پنځمه ورځ ده.  اوکرایني چارواکو ویلي، د اوکراین په پلازمېنه او لوی ښار خارکېف کې له سهار وختي د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.  د دې تر څنګ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین رژیم د سختو اقتصادي بندیزونو له امله له نړیوالې انزوا سره مخ دی په کېف او خارکېف کې روسي پوځیان له سخت مقاومت سره مخ شوي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، راتلونکي ۲۴ ساعته به د اوکراین لپاره خورا مهم وي.   اوکراین ویلي چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پیپلز ګوند لاریون: وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که وزیراعظم عمران خان استعفا ور نه کړه نو بیا به د هغه د ګوښه کولو لپاره د پارلېمان دننه او بهر پر هرې جمهوري لارې عمل کولو ته اړ شي. دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې د حکومت ضد لاریون پیلولو پرمهال خپلو پلویانو ته په وینا کې وکړه. پیپلز ګوند وايي، لاریون به یې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو تېرېږي او ټاکل شوې چې د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسېږي. په عین وخت کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت ضد لاریون پیل کړی او پلویان یې د کراچۍ پر لوري روان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر ځنډول شوی

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره تورخم ته د یاد وزارت د سرپرست وزیر سفر ځنډول شوی.  په پام کې وه چې نن  د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور-الدین عزیزي  تورخم ته ولاړ شي او د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مسایلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.‌   د طالبانو د صنعت او سوداګری وزارت وياند مولانا زهير نن ازادي راډيو ته وویل، چې ياد سفر د تخنيکي ستونزو له امله د نن ورځې لپاره ځنډول شوی.   نوموړي تېره ورځ ازادي راډيو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو په اړه غبرګونونه

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا مخ پر زیاتېدونکو محدویتونو ته اندېښنې او غبرګونونه! د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې افغان ښځې له دې وروسته نه‌ شي کولای له شرعي محرم پرته له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته سفر وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون یوې خبري غونډې ته خبرو کې له افغانستانه د افغانانو د وتلو په اړه هم نسبتا تُند غبرګون وښود. هغه وویل، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې ونیول شي. خو اوس د بشري حقونو د څار سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ادېسه ښار کې لا هم ګن شمېر افغانان بند پاتې دي

په اوکراین کې د جګړې اور لا د افغانانو ګڼ مېشتې ښار ادېسې ته نه دی رسېدلی خو یو شمېر یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي. د ادېسې ښار یو افغان استوګنی خوشال چې پولنډ سرحد ته یې د موټر مزل کړی ازادی راډیو ته یې وویل:" حالات خو بس دغه حالات دي، چې سرحده پورې لس کیلو مټره پلې مزل دی، نور به موږ ورته پلې مزل کوو، توکل په خدای چې څه کېږي." د اوکراین په ادېسې ښار کې د افغانانو ملي کلتوري ټولنه وايي، یو شمېر افغانان له ادیسې وتلي، یو شمېر په لاره دي خو دېری لا هم په ښار کې دي. د دغې تولنې مشر جنت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کب ۹مه په تېر نظام کې د سرتېرو ورځ؛ د طالبانو په واکمنۍ کې له کوم حالت سره مخ دي؟

په جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي دفاع مرستیال شاه محمود میاخیل وايي، تېره اردو د افغانستان پانګه وه، لګښت پرې شوی و، روزل شوي وو او هغه ژمنه چې طالبانو کړې وه باید ترې استفاده وشي. خو ښاغلی میاخېل ادعا کوي:" کره راپورنه لرو چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه، ځورول شوي، بندیان شوي او په شهادت رسېدلي دي." د تېر نظام یوه پولیسه چې د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم نه اخلي وایي، اوس وزګاره، په کور ناسته او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. دا وایي:" د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه پر اوکراین د روسیې د برید په اړه اضطراري غونډه جوړوي

تمه کېږي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پرېکړه ­لیک د مسودې په اړه چې پر اوکراین د روسیې یرغل غندي، د دې سازمان اضطراري عمومي غونډه نن دوشنبې وشي.   امنیت شورا پرون یکشنبې د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.   د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د ۱۵ هېوادونو  له ډلې ۱۱ یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د پرېکړه لیک د مسودې د سپارلو په پلوي رایه ورکړه.   روسیې دغه مسوده تېره اوونۍ ویټو یا رد کړې وه .   روسیې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر اوکراین یرغل پیل کړ چې له امله یې د اوکراین له بېلابېلو ښارونو ډېر خلک کډې کولو ته مجبوره شول.

Pa.azadiradio.com 

د شري ناروغۍ؛ په بادغیس کې ۳۵۲ ماشومان پرې اخته او ۴ مړه شوي

په بادغیس کې د طالبانو چارواکي وايي، روان میلادي کال چې دوې میاشتې یې کېږي، په دغه ولایت کې په شري یا سرخکان د ماشومانو د اخته کېدو ۳۵۲ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۴ ماشومان مړه شوي دي.   د بادغیس د روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر صفي الله خادم ازادۍ راډیو ته وویل، په تېر ۲۰۲۱کال کې د شري ۳۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې سږکال یې په شمېر کې خورا زیاتوالی ښيي.   تر دې مخکې د بدخشان چارواکو په دې ولایت کې د دوو میاشتو په موده کې په شري ناروغۍ د ۷۴ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.

Pa.azadiradio.com 

د کندز په خان اباد کې د هاوان سرګولولې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د هاوان سرګولولې چاودنې له امله  ۲ ماشومان وژل شوي دي  یوې معتبرې سیمه ییزې سرچینې نن دوشنبې( د کب په ۹مې) ازادي راډیو ته وویل پرون مازدیګر د خان اباد ولسوالۍ د محب الله خان په سیمې کې یو شمېر ماشومانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده او له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي  د سرچینې په وینا، چې وژل شوې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي او د پېښې ټپیان د درملنې په خاطر روغتون ته انتقال شوي دي.  دا لومړۍ ځل نه دی چې د هاوان مرمۍ د چاودنې له... Читать дальше...


Москвичей предупредили о дождях до конца дня 2 июня

Современный квартал появится на участке бывшей промзоны «Огородный проезд»

Путин приедет в Петербург на ПМЭФ

Аудиогиды выпустили в честь дня рождения МЦД



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В самолет, летевший в Самару, светили лазерным лучом

В Тверской области арестовали отобравшего продукты у инвалида мужчину

Дочь Запашнова получила перелом после падения с лошади. Видео

«Аэрофлот» запустил первые «шаттлы» между Москвой и Петербургом

Музыкальные новости

Грубая фальсификация Баку: Уничтожающий собственный народ Азербайджан обвиняет армян

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

Победитель Чемпионата по рыбалке на Рыбной неделе получил 1 млн рублей

Новости России

Современный квартал появится на участке бывшей промзоны «Огородный проезд»

В Тверской области арестовали отобравшего продукты у инвалида мужчину

Оранжевый уровень погодной опасности в столице

В самолет, летевший в Самару, светили лазерным лучом

Экология в России и мире

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Спорт в России и мире

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой

Moscow.media

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Выгодно ли покупать квартиру в новостройке?

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *