Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2022

Новости за 25.05.2022

Pa.azadiradio.com 

کابل او مزار کې د چاودنو په اړه ضد و نقيض راپورونه

په کابل او مزار شریف کې تېر ماښام په څلورو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چاودنو د مرګ ژوبلو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې په مزارشریف کې یوه روغتیایي چارواکي او پولیسو، په چاودنو کې د لږ تر لږه لسو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند اصف وزیري دې اژانس ته ویلي چې بمونه د ښار په مختلفو سیمو کې په دریو مني بسونو کې ایښول شوي و چې د چاودنو په نتیجه کې یې لس تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د بلخ د روغتیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان ته د ستنېدو لېوالتيا نه شته

د امريکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي مايکل مک کاول د ازادې اروپا ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي، فکر نه کوي چې په امريکا کې افغانستان ته د بيرته ستنيدو لپاره لېوالتيا واوسي. مک کاول له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پروسه انتقاد وکړ او ويې ويل، بهتره به وه چې د نهو زرو په شاوخوا کې امريکايي او افغان سرتيري په افغانستان کې پاتې وی.

Mashaalradio.com 

نومیالی سندرغاړی جلیل شبنم د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي

د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کلچر اېنډ ټورېزم اتارټي په نوم د کلتوري او سیلګرۍ چارو د نوې ادارې يو چارواکي همايون خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اداره یې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو لپاره پيسې لري.

Pa.azadiradio.com 

ایرلنډ: طالبانو د ازادو رسنیو فضا محدوده کړې

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې ویلي، چې تېر کال د طالبانو په واکمنېدو سره په ناڅاپي توګه د ازادو رسنیو لپاره فضا محدوده شوې چې تر ټولو زیات زیان په کې ښځینه خبریالانو ته اوښتی دی. وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تلوېزیونو ویاندویانویانې د خپرونو پر مهال د څېرو پټولو ته اړې کړې، په هرات ولایت کې د یوې تصویري رسنۍ کارکوونکې فاطمه له دندې ګوښه شوې ده. دا د هغې رسنیو د نوم له خپرېدو ډډه کوي، چې په کې یې دنده درلوده، خو ازادي راډیو ته یې وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر متقاعدين: د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ وروسته مو د تقاعد پيسې نه‌دي اخيستي

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته یې خپلې د تقاعد پیسې نه‌دي اخیستي، دوی وایي دم ګړۍ په بد اقتصادي وضعیت کې شپې ورځې تېروي، ځکه پرته له تقاعدۍ بل کوم عاید نه‌لري. یو تن له نظامي متقاعدینو څخه دی، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي، خو وایي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه یې وروسته خپل تقاعد نه‌دی اخیستی، ۶۵ کاله عمر لري، د شپږو اولادونو لګښت په داسې حال کې وترغاړې دی، چې کار یا هم کوم بل عاید نه لري. دی وایي اوس دې ته حیران دی، چې په دې وضعیت کورنۍ ته ډوډۍ څنګه وګټم؟ نوموړی وايي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف سیاستوالان او پلویان د اسلام اباد پر لوري روان دي

د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د مې پر ۲۵مه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ. هغه ګوند وايي، د احتجاجي لاریون موخه حکومت د نویو انتخاباتو اعلانولو ته اړ کول دي. خو حکومت وايي، د لاریون مخه نیسي او د دې لپاره یې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

مولانا عبدالواسع: د شېراني ځنګله لویه برخه اور مړ شوی دی

د ځنګلونو چارو وفاقي وزیر او د وزیراعظم له خوا د شېرانیو ځنګل د اور وژنې لپاره ځانګړي استازي مولانا عبدالواسع د مې پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې پر ځنګل کې په لګېدلي اور د قابو موندلو لپاره یې د ایران د یو ځانکړې الوتکې مرسته تر لاسه کړی ده.

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟

پاکستان تحريک انصاف د مې پر ۲۵مه حکومت د انتخاباتو اعلان ته د مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ. خو حکومت په ځواب کې وايي چې تحریک انصاف ته د لاريون اجازه نه ورکوي او قامي اسمبلۍ به تر ۲۰۲۳ز کاله پورې خپله اييني موده پوره کوي. د پنجاب او اسلام اباد پوليسو وار له مخه د تحريک انصاف د غړو او مشرانو د نيولو لړۍ پیل کړې ده. په ځینو سيمو کې د احتجاجیانو او پوليسو ترمینځ نښتې هم شوې دي. د تحريک انصاف او واکمن ګوندونو ترمینځ ترینګلتیا بیخي زیاته شوې ده چې د هېواد سياسي نظام او اقتصادي وضعيت يې له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوات کې د ماشومانو لپاره ساینسي نندارتون

د سوات خوازه خېلې په يو شخصي سکول کې د ساينس په نندارتون کي ماشومانو د لاس جوړ کړي شيان نندارې ته وړاندې کړي دي. زده کوونکي وايي، له دې نندارتونه يې داسې ډېر څه زده کړي چې په راتلونکې کې به يې په کار ورشي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

تورنتو سټار: کاناډايۍ تورنتو سټار ورځپاڼه لیکي، اړتیا ده چې دا هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره زیاتې هڅې وکړي. د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوي او نور فعالیتونه یې محدود شوي دي. په دوام کې لولو چې افغان ښځې له سیاسي ژونده بې برخې شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي. د تورنتو سټارپه لیکنه، د ښځو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی اوهغه فعالانې چې د اعتراض غږ یې اوچت کړی، نیول شوي او شکنجه شوي دي. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *