Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل او مزار کې د چاودنو په اړه ضد و نقيض راپورونه

په کابل او مزار شریف کې تېر ماښام په څلورو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.


د چاودنو د مرګ ژوبلو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.


د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې په مزارشریف کې یوه روغتیایي چارواکي او پولیسو، په چاودنو کې د لږ تر لږه لسو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.


د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند اصف وزیري دې اژانس ته ویلي چې بمونه د ښار په مختلفو سیمو کې په دریو مني بسونو کې ایښول شوي و چې د چاودنو په نتیجه کې یې لس تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.


د بلخ د روغتیا ریاست مشر نجیب الله توانا ویلي چې په لسو وژل شویو کې درې یې ښځې دي.


تر دغو چاودنو وروسته د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ادعا وکړه چې په مني بسونو کې دغه چاودنې د دوی کار دی.


په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مزار شريف ښار په لسمه او پنځمه حوزه کې په چاودنو کې شیعه ګان په نښه شوي و.


دې وزارت د اوښتو تلفاتو دقیق شمېر نه‌دی ښودلی خو یوازې دومره یې ویلي چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


په عین حال کې پرون ماښام په کابل کې هم یوه چاودنه وشوه.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په زکریا یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه لس تنه نور ټپیان شوي دي.


دا چاودنه په جومات کې د ننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه.


له پېښې یو ساعت وروسته په کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپله رسمي ټویټرپاڼه وکښل چې په دغه جومات کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.


دې روغتون ویلي پنځو تنو مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي، د سختو ټپونو له امله په لاره کې سا ور کړې ده.


د کابل د چاودنې مسولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.


تر دغو چادونو مخکې په تېرې روژې میاشت کې کابل او د افغانستان یو شمېر نور ښارونو کې د ورته خونړیو حملو شاهد و چې د ځینې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی و.


هغه ډله چې طالبان وایي، په بشپړ ډول ځپل شوې خو دې ته په پام چې داعش د تېرو او پرونیو چاودونو مسولیت اخیستی، داسې برېښي چې دا ډله هغسې چې طالبان یې ادعا کوي، له پښو نه‌ده غورځېدلې او تر اوسه فعاله ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *