عبدالحميد خراساني له طالبانو د خپلو وسلهوالو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
په پنجشېر کې د طالبانو یوه چارواکي عبدالحمید خراساني له طالب مشرانو په تېره بیا کورنیو چارو او دفاع وزیرانو غوښتي چې د ده وسلهوال کسان په ناحقه نیول شوي او باید خوشې شي. خراساني په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې نه تسلیم شوی او نه یې تر اوسه پورې کومه چوکۍ غوښتې او حتی مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، له هغوی سره ملګری شوی دی. ده د خپلو نیول شویو ملګرو نیول کېدو ته په اشارې ویلي: "د دوی جرم دا دی چې پکول یې پر سر دی، دوی یې نیولي دي او وايي چې دوی موټر تېز چلولی او داسې ناحقه بې اساسه خبرې کوي."... Читать дальше...