د جګړې اوږدېدل؛ اروپايي ټولنه اوکراین سره نوې پوځي مرسته کوي
اروپايي ټولنې د روسیې د یرغل پروړاندې د مقابلې لپاره له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه کړې خو په عین حال کې یې د دې ټولنې د غړو ترمنځ د نور یووالي غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون له اوکراین سره د ۵۰۰ ملیون یورو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه. دې مرستې د فبروري په ۲۴مه نېټه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له دې هېواد سره د اروپايي ټولنې د ټولو مرستو کچه دوه نیم میلیارده یورو ته لوړه کړه. د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیترو کولېبا پرخپل ټویتر د دې مرستې ستاینه... Читать дальше...