له چاودنې یوه ورځ وروسته د کابل کرکټ لوبغالي کې لوبو دوام وکړ
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د وړمې ورځې له چاودنې وروسته پرونۍ لوبې په عادي فضا کې ترسره شوې. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له پرونۍ لوبې وروسته آزادۍ راډیو ته وویل: "د اتصالات د شپږیزې د کرکټ سیالۍ نن په ډېر ښه انداز او په آرامه فضا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې. دا لوبې به د اګست تر پنځمې دوام وکړي او د دې لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ پوره چمتووالی نیولی چې په ډېر ښه شکل سره به انشاالله ترسره شي." د جمعې په ورځ د شپږیزې د لیګ د لوبو پرمهال په لوبغالي... Читать дальше...