طالبان: امریکا په کابل کې هوايي برید کړی
طالبانو ویلي، چې د شنبې په ورځ په کابل ښار د امریکا ډرون الوتکو برید کړی دی. دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته په یوه ټوېټري بیان کې کړې ده. هغه ویلي، په لومړیو کې د پېښې علت څرګند نه وو خو وروسته تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې دا برید د امریکا ډرون الوتکو کړی. د شنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې وه، چې په شېرپور سیمه کې یو راکټ په یوه خالي کور لګېدلی او مرګژوبله نه لري. مجاهد دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د دوحې له تړون سرغړونه ده، خو د افغانستان... Читать дальше...