تر بريد وروسته د سلمان رشدي عصبي رشتې زيانمنې شوي
د 'شیطاني ایتونو' د کتاب لیکوال سلمان رشدي چې په یوه حمله کې ټپي شوی لا هم په روغتون کې بستر دی او د مصنوعي تنفس دستګاه ورته لګېدلې ده. د هغه یوه همکار ویلي، په دې حمله کې چې د چړې په ذریعه شوې د رشدي ځیګر او عصبي رشتې زیانمنې شوې دي. سلمان رشدي غوښتل په نیویارک کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا وکړي، چې د یوه کس له خوا ورباندې حمله وشوه. پولیس وايي حمله کوونکی هادي متار نومېږي چې ۲۴ کلن او د نیوجرسي ایالت اوسېدونکی دی. هغه د پېښې په ساحه کې نیول شوی دی.