د اوکراين د 'زاپوريژيا' اټومي بټۍ کې وضعيت خراب ښودل شوی
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې وضعیت ناکراره دی. دا په داسې حال کې ده چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره غواړي د زاپوريژیا تاسیساتو ته یو پلاوی واستوي. ښاغلی ګروسي پرون د اګست په دوهمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې د زاپوريژیا په تاسیساتو کې وضعیت په رښتیا خراب دی او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه نهشي کولای د دې وضعیت دوام ته اجازه ورکړي. دا بټۍ چې د اوکراین په جنوب کې د دنیپر پر سیند جوړه ده، پر اوکراین... Читать дальше...