د اګسټ ۱۵مه: د جمهوریت پای، طالبان څنګه پر کابل بیا واکمن شول؟
په دغه مستند کې د جمهوریت وروستیو او د طالبانو د واکمنۍ لومړیو ورځو ته کتنه شوې او دغهراز د افغانستان د کشالې د هغه مهال د اصلي لوبغاړو روایتونه پهکې ځای شوي دي.
په دغه مستند کې د جمهوریت وروستیو او د طالبانو د واکمنۍ لومړیو ورځو ته کتنه شوې او دغهراز د افغانستان د کشالې د هغه مهال د اصلي لوبغاړو روایتونه پهکې ځای شوي دي.
په پاکستان په تېره بیا خیبرپښتنوخوا کې د ځینو مهمو درملو د کموالي له کبله د ناروغانو کړاوونه زیات شوي دي. د درملو کاروباریان وايي، د ډالر په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت د کمېدو له کبله د وارداتي درملو بیه لوړه شوې او له بلې خوا پاکستان د اسعارو د سپمولو لپاره د یو شمېر کمپنیو د درملو واردات محدود کړي دي. د درملتونونو خاوندان وايي چې د ۴۰ سلنې درملو له کموالي سره مخامخ دي او هغه چې موندل کېږي، بیه یې ډېره لوړه ده. که څه هم پاکستان د درملو د توليد خپلې فابريکې هم لري، خو ډېری مهم درمل له... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو د کونسلي او پارلماني چارو مرستیال وزیر پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر زیاتېدو خبرې کړي. دا په یوه اوونۍ کې درېیم ایراني چارواکی دی چې کابل ته سفر دی. تېره اوونۍ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته تللي وو او له طالب چارواکو سره یې د اوبو په اړه خبرې کړې وې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند حافظ احمد تکل په دې اړه وويل... Читать дальше...
په دې برخه کې د هغو افغان نجونو چې له یو کال راهیسې یې ښوونځي تړلي هیلې درسره شریکوو. دوی ازادي راډیو ته هغه رسامۍ استولي چې دوی پهکې له ښوونځي لرې خپله مأیوسي انځور کړې. د دوی د هیلو دا انځورونه او د زړه خبرې پرلهپسې په دې ټولګه کې خپرېږي.
په زابل ولایت کې لږ تر لږه درې تنه په سېلونو او ۳ ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ مړه شوي دي. له وړمې شپې څخه د زابل په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا میزانې ولسوالۍ کې سېلونه راوتلي او خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي. په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په نس ناستي د درو ماشومانو د مړینې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره درې ماشومانو د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. همدا راز په میزانې ولسوالي کې د شدیدو سېلونو... Читать дальше...
یو شمېر افغانانو پرون (یکشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د واک ته رسېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه. مظاهره چیانو، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له امریکا، اروپايي هیوادونو، د ملګروملتو امنیت شورا او ناټو څخه یې غوښتل چې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي. نن د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو او واک ته د طالبانو د بيا ځلي رسېدو کال پوره شو. په کابل او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو د طالبانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې دي.
په کندهار ښار کې پرون (یکشنبې) ناوخته د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، د کندهار ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې وشوه او په لړ کې یې دوه طالبان او ۳ داعشیان وژل شوي دي. طالبانو د دې نښتې په اړه د دې خبر د چمتو کېدو تر شېبې څه نه دي ویلي. که څه هم طالبانو څو څو ځل افغانستان کې د داعش وسله والو د شتون راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې دا ډله يې ځپلې ده، خو نړيوالو افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي دي.
د امریکا استخباراتي ادارې وايي، القاعده شبکې په افغانستان کې ځان بېرته منظم کړی نه دی. دا ارزونه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته شوې ده. ځینې پخواني پوځي چارواکي له دې ارزونې سره موافق نه دي او په کابل کې د ایمن الظواهري شتون او وژل کېدا د دې نښه بولي چې طالبان له القاعده سره اړیکو ته دوام ورکوي. سره له دې چې یو شمېر هغه پوځي چارواکي چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکايي پوځیانو په چوکاټ کې ماموریت کړی دی، له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو انتقاد کوي... Читать дальше...
تېر کال کابل ته د طالبانو له ننوتو یوه ورځ وروسته نړیوالو ځواکونو د هوایي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او همکارانو د تخلیې ۱۵ ورځنی بهیر پيل کړ. دغه بهیر له هماغه پيله خونړی و او په لومړۍ ورځیې چې د زمري یا اسد میاشتې ۲۵مه نېټه وه، لږ تر لږه ۳ کسان د الوتکې له باډۍ راوغورځېدل او مړه شول. د دغو مړو شویو کسانو په منځ کې یو هم ۲۶ کلن ډاکتر فدا محمد امیر و چې کورنۍ او ځوانه ناوې یې لا هم د غم پر ټغر ناسته ده. خو ډاکتر فدا محمد ولې له خطره ډک دې سفر ته ملا تړلې وه؟ او کورنۍ یې اوس په څه وضعیت کې... Читать дальше...
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دې ډلې د سرتاسري امنیت، اقتصادي خپلواکۍ، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د احترام او د ټولنیز ثبات د راوستو لپاره پرلهپسې ژمنې کړي. خو ښکاري چې په دې څلورو برخو کې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو د ژمنو عملي کېدل تر پوښتنو او نیوکو لاندې دي. په افغانستان کې سرتاسري امنیت "په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی، د هېڅ بل وخت په پرتله داسې امنیت نهو راغلی." د طالبانو تر ټولو مهمه ژمنه او دعوه همدا د دوی د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې په یوه راپور کې ویل شوي چې د امریکا دښمنان له هغو سلګونو افغان کومانډو ځواکونو ناوړه ګټه اخیستلی شي چې په افغانستان کې پاتې دي. په دې راپور کې ویل شوي چې دا ځواکونه د امریکايي پوځیانو له حساسو عملیاتي تاکتیکونو سره بلد دي. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې اقلیت جمهوریپال ګوند د طالبانو له لوري د کابل د نیولو د لومړۍ کالیزې په راپور کې اندېښنه ښوولې چې د افغانستان له هغو پخوانیو امنیتي ځواکونو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا په افغانستان کې پرېښودل، د امریکا دښمنان ګټه اخیستلی شي. Читать дальше...
سپکټېټر: برتانوي سپکټېټر مجلې د افغان ښځو د وضعیت په اړه لیکلي دي. په دې مقاله کې راغلي چې پر زوم له افغانستانه د ښځو د حقونو له ملاتړیو سره د افغان ښځو غونډې اکثره په اوښکو پای ته رسېږي. په دې مقاله کې د یوې فعالې له قوله راغلي چې خپل ورور یې د زوی غوندي لوی کړی وو، خو هغه دا وهلې او ورته ویلي یې دي چې له نارینه پرته دباندې ونه وځي. په مقالې کې راغلي، د اګسټ تر پنځلسمې مخکې د کابل د دفاع چارې جنرال سمیع سادات ته وسپارل شوې. مقالې د سادات له قوله لیکلي چې د کابل تر سقوط یو کال مخکې لا د... Читать дальше...
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې ډېر بدلون راغلی دی، اقتصاد سخت ځپل شوی، کاروبار زیانمن شوی، بې روزګاري ډېره شوې، میلیونونه نجونې له تعلیم او ښځې له کاره بې برخې شوي خو امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شوی دی. طالبان امنیت د خپلې یوې کلنې واکمنۍ مهمه بریا ګڼي خو هغو بریاوو ته یې سخت زیان اړولی او تقریباً له منځه وړي، چې په تېرو ۲۰ کلونوکې د میلیاردونو ډالرو په لګښت افغانستان ترلاسه کړې وې. نن دوشنبه د اسد ۲۴ مه (د اګست پنځلسمه) د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره برابره ده. Читать дальше...